سیترون
Citron
  علمي نوم ېې (Citrus medica) ده, ونه ېې کال ۱۲ میاشتې شنه وي او د کورنۍ نومې روتا سیای (Rutaceae) ده. په ویسټ انډیز او د مدیترانې په ملکونو کې کرل کیږي. دا میوه د یهودانو په مذهبي تشریفاتو کې په ځانګړي ډول د سکوت (Sukkoth) پر مهال کاریږي. د نړۍ په ځنې برخو کې د مالګې له اوبو سره څکل کیږي، شربت ورڅخه جوړیږي او په ځینو سیمو کې مربا ورڅخه جوړیږي. د ونې قد ېې تر ۳.۵ متره پورې لوړیږي، نامنظمې له ازغیو ډکې څانګر لري. د اسید لرونکي ډول ګلان ېې له بهر څخه ارغواني او په داخل کې سپین رنګ لري لکه د سیترون دیامانت ډول (Diamante) د کوم میوه چې اسید لرونکې ده. د کومو ډولونه ېې چې میوه خوږده لکه کورسیکان (Corsican) ډول ګلان ېې کریمي سپین رنګ لري. د میوې شکل ېې بیضوي یا هګۍ ته ورته ده او له ۱۲ تر ۱۵ سانتي متره پورې اوږدوالی لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *