تاند – په امریکا کې مېشت افغان لیکوال او څېړونکی ډاکټر سید خلیل الله هاشمیان وایي چې د بچه سقاو پلویانو د سپتمبر په ۱ نېټه د حبیب الله کلکاني پرځای د بل چا هډوکي را اېستلي او بیا یې خاورو ته سپارلي دي.‌

په یوه لیکنه کې، چې په انټرنټ کې خپره شوې ده، ډاکټرهاشمیان ویلي چې نوموړي د خپل عمر لومړي ۶۰ کالونه (له ۱۹۱۷ څخه تر ۱۹۸۰ پورې) په کابل کې تېر کړي دي او شاهدي ورکوی چې د سقاو زوی او ملګري یې د کابل ښار په مرنجان غونډۍ کې نه دي ښخ شوي.‌

ښاغلي هاشمیان ویلي، مرنجان تپه یوه مشهوره تپه ده چې د درانیو، محمدزیو، او وروسته د بارکزیو د سلسلې واکمنانو پرې ډېر مجلسونه، جرګې او ناستې کړي دي. ډاکټر هاشمیان وایي چې د اعلیحضرت محمدنادرشاه نیکونه په یاده غونډۍ کې ښخ شوي دي او د دغې کورنۍ له پاره یې فوق العاده اهمیت درلود چې په دې صورت کې یې دا ناشونې کوله چې د یوه غله او د هغه د ملګرو د جسدونو د ښخولو له پاره دې نور ټول کابل پرېږدي او د خپلې کورنۍ له مړو سره دې یې په یوه غونډۍ ښخ کړي.‌

همدارنګه، ډاکټر هاشمیان وایي چې د سقوي حرکت یوه پلوي او د ملي امنیت پخواني رییس امرالله صالح د یادې ادارې له ریاست څخه د هغه له لیرې کېدلو څخه وروسته له سي اېن اېن تلوېزیون سره په یوه مرکه کې ویلي وو چې خواوشا ۳۰۰ نیول شوي طالبان یې په خپل لاس وژلي دي، ایا دوی ویلی شي چې د وژل شویو طالبانو د ښخولو له پاره یې د نظار شورا د قوماندان احمدشاه مسعود مقبره ټاکلې وه چې ځواب یې نه دی.‌

ویل کیږی چې حبیب الله کلکاني چې په بچه سقاو مشهور دی یو قطاع الطریق او غل و چې په ۱۹۲۹ کال یې د انګرېزانو په مالي او وسله واله مرسته د افغانستان د ترقي غوښتونکي پاچا امان الله خان د واکمنۍ پر ضد قیام وکړ او هغه یې مجبور کړ چې واک پرېږدي. له ۹ میاشتې واکمنۍ څخه وروسته کلکاني د غازي نادرخان په مشرۍ د سلطنتي ځواکونو له خوا ونیول شو او له ملګرو سره یې یوځای په کابل ښار کې په دار وځړول شو خو دا معلومه نه ده چې جسدونه یې څه شول.‌ د سقوي حرکت پلویانو د روان کال د سپتمبر په ۱ نېټه د نوموړي جسد ته منسوب تابوت د کابل ښار د شهر آرا په تاریخي غونډۍ کې ښخ کړ چې د ډېرو خلکو غوسه او عکس العملونه یې راوپارول.‌

په دې هکله د تاند راپور 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *