پښتنو له انګریزي استعمار سره زیات و کم یوه نیمه پیړۍ چګړې کړي دي. په دې جګړو کي یې تر سلو زرو زیات شهیدان ورکړي، کورونه او ښارونه یې سره لمبه سوي او تباه سوي دي، او د خپلو وینو او سرونو په بیه یې د استعمارګرانو د آرام خوبونه حرام کړي دي. په دې تحریکونو کي یو هم د سید احمد بریلوي او هندوستاني مجاهدینوتحریک دی، چي زیات و کم اتیا کاله یې دوام وکړ او کله کله به یې د مجاهدینو د لښکرو شمیر تر پنځه لس زرو تنو واوښت او د انګریزانو د جنرالانو په سطح کسان به پکښي ووژل سول. د سید احمد بریلوي تحریک تهخپلو استعمارګرو دښمنانو او هغو ملایانو او پیرانو چي د دغه تحریک په وجه یې خپلي ګټي په خطر کي لیدلې، د وهابیانو نوم ورکړ او ځیني تاریخ لیکونکي یې اوس هم په دغه نامه پیژني.
سید احمد بریلوي د ۱۷۸۶ کال د نوامبر په میاشت کي د هند د اتارپردیش د ایالت د رای بریلي په سیمه کي د سید محمد عرفان په کهاله کي، چي پخپله یو صوفي او یوې مشهوري صوفي کورنۍ ته منسوب وو، وزیږیدی. پلاریې په ۱۷۹۹ کي، چي سید احمد ایله دیارلس کلن وو، وفات سو. سید احمد د ځوانۍ د پیل له کلونو څخه د اقتصادي ستونزو سره مخامخ سو. د څه وخت لپاره له خپلو څو تنو خپلوانو او ملګرو سره د کار د پیدا کولو لپاره لکنهو ته ولاړ خو لږه موده وروسته یې د روحاني لاري د تعقیبولو لپاره، چي د وړوکوالي څخه یې مینه ورسره درلوده، د ډهلي پر لور مخ ونیوی او د هند د مشهور صوفي او عالم، شاه عبدالعزیز، په خدمت کي حاضر سو. د سید احمد بریلوي نیکونو او پلار د شاه عبدالعزیز د نیکه شاه عبدالرحیم او پلار شاه ولي الله سره د پیری او مریدی اړیکي درلودل، نو ځکه د هغه په خدمت کي د بریلوي حاضریدلو او منل کیدلو کومه خاصه ستونزه نه درلوده. سید احمد، په ډهلي کي د لږ وخت تیرولو وروسته، د شاه عبدالعزیز پر لاس بیعت وکړ او هغه په دریو مشهورو صوفي طریقو، نقشبندیه، قادریه او چشتیه کي شامل کړ. له بیعت څخه وروسته خپل پیر هغه ته د مراقبې بیل بیل درسونه ورکړل او کله چي یې د شغل برزخ په نوم وطیفه ورته ښودله او له سید احمد څخه یې وغوښتل چي د مراقبې په وخت کي دي خپل شیخ په نظر کي ولري نو هغه سمدستي پر شاه عبدالعزیز باندي اعتراض وکړ چي د دې کار او بت پرستی توپیر په څه کي دی. ځکه چي د بت پرستۍ په صورت کي یو سړی ډبري ته سجده کوي او په هغه بل صورت کي یوه تصویر ته د زړه په تل کي ځای ورکوي، درناوی یې کوي او پرستش یې کوي. شاه عبدالعزیز ډیر کوښښ وکړ چي خپل نوي مرید ته قناعت ورکړي خو هغه د قرآني ایتونو ، احادیثو او د اجماع امت په استناد د دلایلو غوښتنه کوله. شاه عبدالعزیز په پای کی خپل مرید ته تسلیم سو او هغه ته یې وویل چي لوی خدای تاته ولایت انبیا در بخښلی دی. Sayyid Ahmad pp 62-63
سید احمد د دوو کالو لپاره خپلي پلرنۍ سیمي رای بریلي ته ولاړ او له هغه ځایه د ټونک د نواب امیر خان په پوځ کي، چي د ده مشر ورور سید ابرهیم خدمت پکښی کاوه، شامل سو. د ټونک د نواب سره یې څو ځله په پوځي عملیاتو کي برخه واخیستله او دا د هغه په راتلونکو پوځي عملیاتو کي ډیر ګټور ثابت سول. سید احمد تر ۱۸۱۸ کال پوري د امیر خان په پوځ کي خدمت وکړ او بیرته ډهلي ته ستون سو.
که څه هم چي په هند کي پخوانیو مشهورو صوفیانو د اسلام په تبلیغ، ترویج او پراخولو کي تر جنرالانو، سپه سالارانو او پاچاهانو ډیر رول لوبولی وو، خو دا وخت صوفیزم په هند کي تر ټولو د فاسدې موسسې بڼه غوره کړې وه او د دې پر ځای چي خلک سمي لاري ته وبولي د بدعتونو او خرافاتو په رواجولو کي یې ونډه اخیسته. سید احمد دغه صوفیان په کلکه وغندل. هغه کتاب ص ۸۵
کله چي ځیني پیران او شیخان، چي د اسلام او شریعت په خپرولو کي یې ډیره زیاته ونډه درلوده ، وفات سول نو ځای به یې زامنو ته پاته سو. د پیرۍ او مرشدۍ دغه میراثي شکل دغي موسسې ته یو ډول تجارتي شکل ورکړ. د شیخانو زامنو د خانقاه څخه د خپل شهرت او پیسو تر لاسه کولو لپاره کار اخیستی او ورو په ورو د فساد خواته روان سول.هغه کتاب ص ۲۹
له بلي خوا څرنګه چي مسلمانان په هند کي په اقلیت کي وه، نو د ډهلي او نورو سیمو د مسلمانو واکدارانو د کمزوره کیدلو سره سم هندوانو تعرضي دریځ ونیوی، او یو شمیر مسلمانان یې جذب کړل. هندوانو د مسلمانانو ښځي په زور په نکاح کولې او خپل مذهب ته یې اړولې. یو هندو لیکوال لیکي چي په یوه شاهي فرمان کي د مسلمانو نجونو دغه راز په زور واده کول غیرقانوني بلل سوي دي او په هغه فرمان کي یوازي د کشمیر په سیمه کي دغه راز څلورو زرو جبري ودونو ته اشاره سوې ده. هغه کتاب ص ۳۳
دغه راز مسلمان سویو هندوانو له هندو نجونو سره ودونه کول او هغوی به خپل مذهبي رسوم او عقاید ورسره راوړل او میړونو به یې هم، چي له اسلام سره یې ژوره اشنایی نه درلوده کرار کرار د هغوی لاره غوره کړه.
دا باید وویل سي چي په ډیرو زیاتو وړو کلیوالي سیمو کي مسلمانانو د هندوانو د بتانو عبادت کاوه. د تنګسې په وخت کي به یې د دې پر ځای چي د خدای څخه مرسته وغواړي مړو او ژوندیو پیرانو ته به یې پناه وروړه. دوی یوازي د پیرانو په معجزو او کرامتونو باندي عقیده درلوده. داسي مسلمانان لا هم وه چي خپل هندو نومونه یې ساتلي وه اوټول هندو رسوم یې پر ځای کول. د هندوانو د ډیوالي او ډشیرا په نوم مراسم یې پالل او د هندوانو د خدای کریشنا د زیږیدني ورځ جنم اشتمي یې لمانځله. هغه کتاب ص ۳۶
په دغه راز سختو حالاتو کي، چي له یوې خوا مسلمانان د هندوانو د جشنونو او ورځو په لمانځلو لګیاوه او حتی د هغوی د بتانو څخه به یې مرستي غوښتلې. بلي خواته به د پیرانو په عبادت لګیا وه او ټول وخت به یې په زیارتونو او قبرونو کي تیریدی، د پیرانو او شیخانو په لنګرونو کي تجارت روان وو او د بیسوادو کلیوالو او ښاریانو له ناپوهۍ څخه ګټي اخیستل کیدلې. پیرانو او شیخانو د دې پر ځای چي خلک سمي لاري ته وبولي نور یې هم د خرافاتو خواته تشویقول او خپلي ګټي یې ور څخه اخیستلې.
سید احمد په صراط مستقیم کي، چي د هغه د نصحیتونو او خطبو مجموعه ده، او د هغه مرید او ملګري مولوي شاه اسمعیل را غونډ کړي دي، دغو پیرانو او شیخانو ته صوفی نما ملحدین ویلي دي. دی وایی د حق د لاري ډیر لوی خنډ هغه صوفي شعار ملحدین دي چي چي د شریعت سره له مخالفت څخه هیڅ ویره نه لري بلکه د شریعت سره مخالفت یې خپله لاره ګرځولې وي. په خلکو کي یې داسي بدعتونه رواج کړي وي چي اکثر یې د شرک معادل وي. صراط مستقیم ص ۹۰
سید احمد ډهلي ته د رسیدلو سره سم په اکبر آبادي جومات کي، چي مخکي یې هم هستوګنه پکښي کړې وه، ځای ونیو. دلته د شاه عبدالعزیز د کورنۍ دریو مهمو غړو، مولوي شاه اسمعیل، مولوي عبدالحي او مولوي محمد یوسف له هغه سره بیعت وکړ او په دې توګه یې ډیر ژر شهرت د ډهلي څخه بهر نورو لیری او نیژدې ځایونو ته خپور سو. د سید احمد بريلوي پر لاس باندي له ډهلي څخه نیولې تر کلکتې، حیدراباد او پونې پوري په لس هاوو زرو او وروسته په سل ګونو زرو کسانو، چي د هغه په څیر یوه ریښتوني مرشد ته تږي ته ناست وه، بیعت وکړ. هغه په کال ۱۸۲۱ کي د خپلو دریو سوو ملګرو سره د حج په نیت روان سو او دې سفر یې څه باندي دوه کاله ونیول. د حج دغه سفر د سید احمد په ژوند کي ډیر مهم دی او د هغه پر راتلونکو تبلیغاتو او عملیاتو باندي یې ژوره اغیزه درلودلې ده. ډیر لویدیځ محققین په دې عقیده دي چي پر سید احمد باندي په دغه سفر کي د وهابي عقایدو تر اغیزې لاندي سو. په داسي حال کي چي د هغوی دغه عقیده په دوه لحاظه غلطه ده. لومړی دا چي هغه صراط مستقیم د حج له سفر څخه مخکي ترتیب کړی او خپل اصلاحي نظریات یې پکښي راوړي وه او په مکه شریفه کي د هغه مرید مولوي عبدالحي په عربي ژبه ترجمه کړ. په مکه شریفه او مدینه منوره کي علماوو د هغه ډیر زیات قدر وکړ. او دوهم دا چي مکې شریفي ته د سید احمد د سفر پر مهال د سعودي عربستان مقدس ښارونه د عثماني ترکانو تر کنټرول لاندي وه. ټول نجدي وهابیان تعقیبیدل او بندیانیدل. نو په داسي حالت کي دا لیري خبره ده چي سید احمد به د هغه ځای له وهابي علماوو سره تماسونه ټینګ کړي او د هغوی تر اغیزې لاندي به راغلی وي… حقیقت دا دی چي دا دواړه تحریکونه په یو ډول مشابه شرایطو کي منځته راغلي دي. دواړو پر قرآن شریف او احادیثو باندي تکیه کول. دواړو ویل چي د اسلام ټاکلي اصول دي رعایت سي. په دې اصولو کي د خدای پر یوالي باندي ټینګار سوی دی او له بدعتونو څخه د پرهیز کولو توصیه کوي. د عبدالوهاب کتاب التوحید او د شاه اسمعیل تقویت الایمان پر اساسي اصولو باندي د ټینګار په برخه کي تقریبا یو شان نظر لري. The Wahabi Movement in India pp 21-22
سید احمد په ۱۸۲۴ کال کي بیرته هند ته ستون سو. دوه کاله یې د هند بیلو بیلو سیمو ته سفرونه وکړل او دا ځل یې ټول وخت د هند له خاوري څخه د مسلمانانو تر کنټرول لاندي سيمي ته د هجرت کولو لپاره په تبلیغ کولو تیر کړ. فتحپور، ګوالیار او ټانک ته یې سفرونه وکړل. په ګوالیار کي مهاراجا دولت راو سیندیا په خپل قصر کي میلمه کړ او هلته یې د هغه له اخښي هندو راو سره ډیري اوږدې خبري وکړې، او د مرستو وعدې یې تر لاسه کړې. وروسته سید احمد له سرحد څخه هندو راو ته یو ډیر مهم لیک واستاوه. د ټانک نواب امیر خان او د هغه زوی وزیرالدوله د سید احمد ډیر ټینګ ملګري وه او د هغه له تحریک سره یې راز راز مرستي وکړې. سید احمد له ټانک څخه د راجپوتانې د دښتونو، سیند او بلوچستان له لاري د ۱۸۲۶ کال په نوامبر کي پیښور ته ورسیدی. وهابي ص ۴۳
د سید احمد سره نه د سیند میرانو ملا وتړله او نه د شکارپور حکمران سید محمد کاظم شاه د مرستي وعده ورسره وکړه بلکه هر یوه به د هغه تحریک ته د شک او تردید په سترګه کتل. سید احمد وروسته کندهار ته سفر وکړ، خو نه د کندهار سردارانو له هغه سره ملا وتړله او نه د هغه ښار علماوو د سید احمد خبري واوریدلې او ټول وخت یې د هغه د عقایدو او نظریاتو او د سیکهانو په مقابل کي د جهاد د امکاناتو په باره کي په بحثونو تیر کړ. سید بالاخره کابل ته ولاړ. که څه هم چي د کابل خلکو د هغه ډیر زیات درناوی وکړ خو سرداران په خپلو کي په داسي شخړو لګیا وه چي د سید احمد د مذهبي اصلاحاتو او د جهاد خبرو ته یې د توجه کولو وخت نه درلود. سید احمد په کابل کي له پنځه څلویښتو ورځو تیرولو څخه وروسته د پیښور پر لور روان سو او په هر ځای کي یې د سیکهانو پر ضد تبلیغ کاوه ، په پیښور کي له لږ تم کیدلو څخه وروسته په هشنغر کي دیره سو. نوایمعارک ص ص ۷۸-۷۹
په هشنغر او نوښار کي د سید احمد بریلوي د دیره کیدلو سره سم له هري خوا پښتانه ورته را ټول سول او، تر هر چا مخکي، د سیکهانو مهاراجا رنجیټ سینګه عکس العمل وښود. هغه د خپل جنرال بُد سینګه په مشری لس زره عسکر ور ولیږل. د سیکهانو او سید احمد د مجاهدینو ترمنځ لومړی جنګ نوښار ته نیژدې په اکوړه کي وسو. سید احمد پر سیکهانو باندي د شپې یرغل وکړ او پنځه سوه عسکر یې ورڅخه ووژل، خو څرنګه چي هم د مجاهدینو شمیر ډیر کم وو او هم یې ښې وسلې نه درلودلې نو د سیکهانو په متقابله حمله کي یې ماته وخوړه.
سید احمد د دې جګړې څخه لږ وروسته د هنډ د مشر ښادي خان یوسفزي په بلنه په هنډ کي دیره سو. ښادي خان او د هغي سیمي ځینی نورو خانانو غوښتل چي د سید احمد له مجاهدینو څخه د لوټ او تالان لپاره کار واخلي او د سیکهانو پر تجارتي مرکز هزرو باندي یې یوه لویه حمله وکړه. سید احمد د چور او تالان لپاره خپل ملک نه وو پرې ایښی بلکه لوړ اهداف یې درلودل. هغه که هر څومره پښتانه له دغه راز حملو څخه منع کول هغوی منع نه سول. سیکهانو په متقابلو حملو لاس پوري کړ او که له پښتنو قبایلو سره د مجاهدینو ملاتړ نه وای ښایی ډیر درانه تلفات یې لیدلي وای. دې پیښي سید احمد دې حقیقت ته متوجه کړ چي د ده او قبایلي خانانو د اهدافو تر منځ ډیر زیات توپیر موجود دی، او په حقیقت کي همدغه د اهدافو توپیر وو چي په راتلونکو پوځي عملیاتو کي یې محاسبې خرابولې. سید احمد فیصله وکړه چي د جهاد رهبري مستقیما په خپل لاس کي واخلي او له دغه ځایه څخه یې خپل ځان امام اعلان کړ. د امامت له اعلان سره سم د پښتنو ځینو مهمو مشرانو او اتیا زرو قبایلی خلکو له هغه سره بیعت وکړ. په دې بیعت کي د پیښور سرداران یارمحمد خان او پیرمحمد خان هم شامل وه. سید احمد یو ځل بیا پر نوښار باندي، چي بُدسینګه پکښي دیره وو، حمله وکړه. خو د پیښور د سردارانو د خیانت په وجه یې ماته وکړه او پنجتار ته ولاړ. Wahabi Movement pp 46-49
سیداحمد د سوات او بونیر سیمو ته سفرونه وکړل، په پښتني قبایلو کي یې د جهاد لپاره تبلیغ وکړ. د کشمیر، کاشغر او بخارا مشرانو ته یې لیکونه ولیږل. شاه اسمعیل امب او سیتانې ته سفرونه وکړل او په دې ترڅ کی یې د شینکیاري په سیمه کي د سیکهانو یوه لوی لښکر ته ډیره سخته ماته ورکړه او ښې اولجې یې ترلاسه کړې. خو سید احمد د پیښور له سردارانو سره د حساب تصفیه کولو ته ځکه مجبور وو چي هم یې د ده په مقابل کي پښتانه قبایل پارول او هم یې د هغو مجاهدینو پر کاروانونو او مهماتو باندي حملې کولې چي د هندوستان څخه د سید احمد سره د مرستو لپاره را روان وه. سید احمد د ۱۸۲۸ کال د مې په میاشت کي د اتمانزو په جنګ کي د پیښور سردارانو ته سخته ماته ورکړه خو د پیښور د نیولو پلان یې ځکه پریښود چي بیا هم ځیني قبایلي مشران وتښتیدل او سید احمد ته معلومه سوه چي د ده د عملیاتو د ناکامیدلو یو علت دا دی چی خلک، په تیره بیا قبایل، د ده د جهاد په اهدافو نه پوهیږي. سید احمد د ۱۸۲۹ کال د فبروري په میاشت کي په پنجتار کي یوه لویه مذهبي غونډه را وبلله او په هغې کي فتح خان پنجتاري، د زیدي اشرف خان او د هنډ ښادي خان برخه درلوده.
ښادي خان ډیر ژر د سیکهانو ملګری سو او هغوی ته یې پر پنجتار باندي د حملې بلنه ورکړه. د سیکهانو حمله بریالۍ نه سوه او سید احمد د هنډ ښادي خان ته د سزا ورکولو فیصله وکړه. پر هنډ باندي یې حمله وکړه او ښادي خان په جنګ کي ووژل سو.Wahabi Movement P 52
بیلیو وایی چي ښادي خان د هنډ په جنګ کي نه دی وژل سوی بلکه سیداحمد د جنګ څخه ، ښادي خان ته د سزا ورکولو لپاره، د هنډ پر لور وخوځیدی سید احمد سره په دې عملیاتو کي د چارغولې ملکان میربابو او مبین هم ملګري وه.د ښادي خان او د سید احمد د لښکرو ترمنځ نښته وسوه او سید احمد د روغي جوړي غوښتنه وکړه، او د سوات داخوند صاحب په منځګړتوب یې له هغه سره سوله وکړه، او وروسته یې ونیوی او وې واژه. AGeneral Report on the Yusafzais p 87له دغه ځایه څخه سید احمد بیا د پنجتار خواته ولاړ او هلته یې فتح خان ډیر تود هرکلی وکړ. فتح خان د سید احمد بریلوي د تحریک سره ډیري زیاتي او پر وخت مرستي وکړې او د سید احمد د تحریک په وجه یې قدرت هم ډیر زیات سو. د رنجیټ سینګه د زور او زرو او خانانو او قبیلوي مشرانو ترمنځ د بې اتفاقیو د اچولو د پالیسیو له امله ډیرو خانانو کمزوري وښودله خو یوازي فتح خان د هغه په مقابل کي لکه غر ودریدی او کله چي رنجیټ سینګه هغه ته د دریو لکو روپیو د جاګیر او د ټولو یوسفزیو د خانی ورکولو پیشنهاد وکړ او له هغه څخه یې په مقابل کي صرف د نښانې په توګه په کال کي د یوه آس او یوه باز غوښتنه وکړه نو فتح خان په جواب کي ورته ولیکل چي آسونه او بازان د پاچاهانو په دربارونو کي د شته منو نجباوو سره وي . زه یو غریب زمیندار یم ؛ دغه راز شیان او تحفې نه لرم. خو که دي خوښه وي نو یوه ښه چاغه غوا یا غویی درلیږلای سم( یوه سیکه مشر ته د چاغ غوایی د استولو پیشنهاد ډیر سخت سپکاوی دی) Settling of the Frontier p 109 بیلیو لیکي چي د سید احمد تحریک په ډیرو پښتني قبایلي خلکو کي طرفداران پیدا کړل خو د هغه له سختو مذهبي اصولو او مقرراتو سره قبایلو جوړه نه سوه کولای. او تر ټولو سخته خبره چي پښتنو ته د منلو وړ نه وه هغه دا چي سید احمد پښتانه مجبورول چي خپلي لوڼي او خویندي د هغه هندوستاني مجاهدینو ته واده کړي. سرکښ افغانان د هغه سره مخالف سول، او نور یې چا پر خبره چنداني غوږ نه نیوی. AGeneral Report PP 87-88
د بیلیو خبري له غرضه خالي نه دي او ځیني نور انګریز لیکوالان هم دا خبره تاییدوي چي د سید احمد بریلوي په باب د بیلیو دا لیکنه چي وایی د سید احمد بریلوي استازو د پښتنو نجوني په زور ځانونو ته واده کولې پر آوازو او تورونو ولاړه ده. او دا هم نه ده معلومه چي د سید احمد بریلوي په مقابل کي د ځینو خانانو مقاومت د هغه د اجتماعي اصلاحاتو په مقابل کي عکس العمل وو او که هغوی د خپلو خانیو د ګټو او مناسباتو څخه دفاع کوله. Settling the Frontier P 102دا خبره ښايی پر ځای وي چي قبایلو ته به د سید احمد ځینی ټینګ مذهبي مقررات زیاتره د منلو وړ نه وه خو که د بیلیو د خبرو سره سم د هغه پیروانو او استازو د پښتنو ښځي په وچ زور هندوستاني مجاهدینو ته واده کولای نو د پښتنو په محافظه کاره او پر عنعناتو باندي ټینګه ټولنه کي یې د نولسمي پیړۍ تر دریمي لسیزي پوري په هیڅ توګه ژوند نه سو کولای، او ښایی په لومړیو کلونو او حتی لومړیو میاشتو کي له منځه تللی وای. ځکه چي دوی په سیمه کي نه قومي اساس درلود، نه له چا سره په ژبه پوهیدل او پر دې برسیره لا د سوات د اخوند صاحب او د پیښور د علماوو له مخالفت سره هم مخامخ ول او د پیښور علماوو خو یې یو ځل د کفر فتوا صادره کړې وه؛ او د سیکهانو او په وروسته کي د انګریزانو په څیر قوتونو سره هم جنګیدل.
د سید احمد بریلوي د تحریک د ماتیدلو علت له یوې خوا د قبایلي خانانو پرله پسې خیانتونه وه، چي زیاتره یې د لوټ اولجو او خپل شخصي اقتدار لپاره جنګیدل، د قبایلي خلکو ناپوهي، چي د سید احمد د جهاد د ماموریت په اهدافو نه پوهیدل او چي څه یې خپلو مشرانو او خانانو ورته ویل هغه یې کول. له بلي خوا سید احمد او د هغه مجاهدین د داسي منظمو قواوو سره مخامخ سول چي د ده قوت له هغو سره په هیڅ صورت د مقایسې وړ نه وو. په لومړي سر کي د سیکهانو ډیر لوی او منظم پوځي قدرت، چي د سید احمد ایله جاري مجاهدینو په هیڅ توګه مقاومت ورسره کولای نه سو او په وروسته کي د انګریزيانو پوځ ، چي هم به یې شمیر زرهاوو ته رسیدی او هم په عصري وسلو او توپونو سمبال وه، د مجاهدینو سره مخامخ سو. انګریزانو به د مجاهدینو د هري وړې حملې په مقابل کي د پښتنو واړه او لوی کلي سوځول، په سل ګونو او حتی په زرګونو تلفات به یې ور اړول او هغوی مجبور وه چي د انګریزانو سره د مجاهدینو پر ضد موافقتنامې لاسلیک کړي، او پر مجاهدینو باندي مخ را واړوي.
سید احمد او له هغه سره ملګري هندي مجاهدین د ډیرو عالي اهدافو لپاره جنګیدل. هغوی ته د هند په خاوره کي د ژوند تیرولو لپاره نسبتا ارام شرایط برابر وه او زیاتره مشران یې د ډیرو لویو اشرافي کورنیو غړي وه. هغوی پر ځان باندي د ژوند ښه شرایط په لوی لاس حرام کړي وه او پښتونخوا په غرونو کي یې د انګریزانو له توپخانې او عصري وسلو سره ډغري وهلې. د سید احمد پیروانو د هغه له شهادت څخه وروسته زیات و کم اویاکاله خپل مقاومت او جهاد ته دوام ورکړ. پخپله انګریزان هم په خپلو رپوټونو کي دې حقیقت ته اشاره کوي” دا هندوستاني مجاهدین د مولوي عبدالله تر مشرۍ لاندي جنګیدل. د دوی شمیر په لومړي سر کي نهو سوو تنو ته رسیدی، چي اکثر یې ډیر افراطي متعصب مذهبي خلک وه او هر وخت د خپل ژوند قربانولو ته تیار وه. یوازي د دغه ډول عقیدې خلک کولای سي چي په هندوستان کي خپل کورونه پریږدي او په دغه سختو غرنیو علاقو کي دیره سي. دا کسان د هغو خلکو سره چي دوی یې په منځ کي اوسیږي د ژبي، عاداتو او دلچسپیو له مخي ډیر زیات توپیر لري او د ژوند په هغو لږو وسایلو ګوزاره کوي چي مولوي یې ورته برابروي. دوی په داسي شرایطو کي ژوند کوي چي په هیڅ توګه د هندوستان خلکو ته ورته نه دی… مولوي پخپله په دغو غرونو کي څلور کاله تیر کړل.دی د هغه مولوی عنایت علی خان وراره دی چي موږ ته یې په ۱۸۵۷ کال کي د نارینجي په علاقه کي ډیر زیات تکلیف راکړ، او ډیر لایق سړی وو”.Frontiers and Overseas Expeditions p 252
د ښادي خان خپلوانو او د هنډ نورو خانانو د پیښور سردار یارمحمد خان د سید احمد سره جنګ کولو ته وهڅاوه او د مرستو او سړیو ژمني یې ورسره وکړې. خو سید احمد د زیدي په جګړه کي دې متحدو قواوو ته ماته ورکړه او یارمحمد خان، چي سید احمد د سیکهانو سره د هغه د ملګرتوب له امله یارو سینګه باله، د ۱۸۲۹ کال د سپټمبر په میاشت کي په جنګ کي ووژل سو.
د سید احمد بریلوي او یارمحمد خان هغه جنګ د نورالدین په یوه چاربیته کي، چي د فوکلوري سندري شکل یې غوره کړی دی، ډیر ښه بیان سوی دی. په دې چاربیته کي د ډاکټر بیلیو د نظر په خلاف، چي وایی پښتانه قبایل او عام خلک د سید احمد بریلوي او د هغه له اصلاحاتو سره مخالف وه، د سید احمد بریلوي محبوبیت څرګند دی.
روان شه یارمحمد سید وباسي له پنجتاره
سید له بری ورکړې الهي پروردګاره
روان شه امیرخان سرداره دربه کړمه زر
له ما سره روان شه یوسفزو ته برابر
سید رانه ملک واخیست راله وګټه دوتر
زر پاڅه روانیږه سستي مه کوه سرداره
روان شه یارمحمد سید وباسي له پنجتاره
سید له بری ورکړې الهي پروردګاره
سردار ویل وطن به درله وګټم امیره
لاسونه مي له تا سره راښکلي دي په ږیره
تاڼه به د سید کړمه له هنډه هواګیره
په مخ کښي پیشخانه سبا له کوچ کوم له ښاره
سید ته بری ورکړې الهیی پروردګاره
روان شه یارمحمد له امیرخان سره یارانو
توپونه تله په ګاډو زنبورک په شترانو
بې عدله بادشاهي ده غور نشته د خوارانو
دیره شه په نوښهر سترګي یې سرې وې له خماره
سید ته بری ورکړې الهی پروردګاره
……………………………………
آسونه زنبورک شهین خیمي شوې ورنه پاتي
خټک خلیل مهمند پیاده راغله په ماتي
ماڼۍ د یارمحمد د خالقداد شولې میراتي
ساته ځان نورالدینه د سیدانو له آزاره
سید ته بری ورکړې الهی پروردګاره. د پښتونخوا د شعر هارو بهار ص ۶
سید احمد بریلوي، د خپل تحریک د غښتلي کیدلو لپاره، له څه وخته د کشمیر سیمه په نظر کي نیولې وه او د زیدي د جنګ څخه دوه کاله مخکي یې مولوي شاه اسماعیل د هزاره سیمي ته لیږلی وو. خو شاه اسماعیل د ځینو محلی خانانو د مخالفت په وجه پرمختګ ونه سو کړای. د زیدي د جنګ څخه وروسته د سید احمد بریلوي مټي یو څه غښتلي سول او یو ځل بیا یې د کشمیر د نیولو تکل وکړ؛ د خبل خوا ته یې پر مختګ وکړ خو د سیکهانو جنرال هری سینګه ډیر ژر خپلي قواوي هغي سیمي ته ولیږلې او د کشمیر د نیولو نقشه بریالۍ نه سوه. سید احمد ښایی په نظر کي درلودل چي په کشمیر کي یو دایمي مرکز جوړ کړي ځکه چي هلته مسلمانانو د ډیره وخته راهیسی حکومتونه کړي وه او د مسلمانانو ډیر غټ اکثریت پکښي اوسیدی.
سید احمد بریلوي په خبل کي د اوسیدني په وخت کي د سیتانې له سیدانو سره تماسونه ټینګ کړل او دا ځای تر ډیره وخته پوري د سید احمد بریلوي د تحریک مرکز وګرځیدی. د سیدانو مشر سید اکبرشاه او د هغه کورنۍ د سید احمد بریلوي سره بیعت وکړ، تر مرګه دې تحریک ته وفادار پاته سو او خپل مالي امکانات یې د سید احمد بریلوي او د هغه د تحریک په اختیار کي ورکړل. سید اکبرشاه، چي په هغه سیمه کي یې پخپله د یوه پیر او مرشد حیثیت درلود او کورنۍ یې د څه باندي دریو پیړیو راهیسي هلته لنګر چلولی وو، سید احمد بریلوي ته د سیمي د قبایلي خانانو په باره کي بشپړ معلومات ورکړل او هغه ته یې وویل چي د قبایلي خانانو ژمني زیاتره موقتي وي او پر هغوی باندي اعتماد په کار نه دی.Wahabi Movement p 54
نور بیا