د سید اکبر شاه دغه مشوره، هم د سید احمد بریلوي په ژوند او هم د هغه له شهادت څخه وروسته، په ډیرو ځایونو کي صحیح ثابته سوه. د امب واکمن مشر پاینده خان تناولي، په لومړي سر کي سید احمد ته د هغه له سیمي څخه پر کشمیر باندي د حملې کولو او نیولو لباره بلنه ورکړه خو کله چي سید احمد د امب له لاري د کشمیر د نیولو فیصله وکړه نو پاینده خان سمدستي خپله لاره بدله کړه او د سیکهانو په مقابل کي یې خپله کمزوري پلمه کړه. دغه راز خانانو او مشرانو هم د سید احمد د عشر او هم د مذهبي اصلاحاتو سره مخالفتونه پیل کړل. که څه هم د عشر ټولولو او مذهبی اصلاحاتو په لاره کي د سید احمد بریلوي د ملګرو عملیات تر ډیره ځایه بریالي وه او خانان او مشران یې پر خپلو وعدو باندي وفا کولو ته په زور مجبورول. په دغه وخت کي د امب څخه تر پنجتار پوري ټوله سیمه د سید احمد بریلوي تر کنټرول لاندي راغلې وه، مګر د هوتي مردان احمد خان د سید احمد بریلوي په مقابل کي بیرغ پورته کړ او د ماتي تر خوړلو وروسته په پیښور کي د سردار سلطان محمد خان سره یو ځای سو او هغه یې د سید احمد په مقابل کي جګړې کولو ته وهڅاوه. سلطان محمد خان د خپل مشر ورور یارمحمد خان له وژل کیدلو راهیسی د سید احمد بریلوي سره دښمني درلوده او دوه ځله یې د سید احمد پر قواوو باندي یرغلونه وکړل. په لومړۍ جګړه کي یې د هزاره په سیمه کي ماته وخوړه او په دوهمه جګړه کي یې، چي د مایار په علاقه کي وسوه، داسي ماته وخوړه چي د سید احمد قواوو تر پیښور پوري تعقیب کړ او پیښور یې د ۱۸۳۰ کال د اکټوبر په میاشت کي ورڅخه ونیوی.
سید احمد بریلوي کولای سوای چي پیښور اشغال کړي او هلته د خپلو عملیاتو مرکز جوړ کړي، خو هغه د پیښور د چارو واګي بیرته سلطان محمد خان ته وسپارلې او خپله یوه وړه قوه یې هلته پریښودله. د سید احمد بریلوي ډیرو زیاتو ملګرو انديښنه وښودله، ځکه چي د سلطان محمد خان پر وفاداري ی�� باور نه درلود. مګر سید احمد بریلوي ښایی غوښتل چي د سلطان محمد خان خودخواهي د پیښور د حکومت په ورسپارلو کراره کړي او په دې توګه هم د پیښور له خوا زړه بیغمه او هم د نورو عملیاتو لپاره د خپلو جنګي میړونو قوه وسپموي. سید احمد بریلوي د سید اکبرشاه هغه توصیه هیره کړې وه چي دپښتنو قبایلو په خانانو ډیر باور او اعتماد په کار نه دی.
سید احمد بریلوي خپل استازی مولنا مظهر علي، له یو څه قواوو سره، په پیښور کي پریښود او پخپله د پنجتار خواته ولاړ. سلطان محمد خان، لکه څرنګه چي انتظار یې ایستل کیدی، د سید احمد بریلوي سره خیانت وکړ او د خپلو ملګرو خانانو او مشرانو په مرسته یې په یوه ناڅاپي حمله کي د سید احمد ټول ملګري په یوه شپه قتل کړل. سید احمد بریلوي ته وروسته معلومه سوه چي د پنجتار فتح خان هم چنداني په پوست پاک نه دی او د مهابن په قبایلو هم ډیر باور نه دی په کار، نو یې په بالاکوټ کي د عملیاتو د مرکز جوړولو فیصله وکړه. خو هغه لا خپل د مرکز او مورچلونو چاري بشپړي کړي نه وې چي رنجیټ سینګه د خپل زوی جنرال شیر سینګه په مشرۍ یوه لویه قوه ور ولیږله. شیرسینګه د بالاکوټ قلا ونیوله او په هغه جګړه کي سید احمد بریلوي، مولوي شاه اسماعیل او د سید زیات وکم دیارلس سوه ملګري ووژل سول. A General Report pp 92-93
ګل محمد شاعر د بالاکوټ جنګ او د سید احمد بریلوي وژل کیدل په خپله یوه چاربیته کي بیان کړی دی.
سید احمد شاه بادشاه دي بولي بهرام خان مولوي
په کونهار جنګ دی کونهار شه په تا بوستان مولوي
سید احمد شاه بادشاه دي بولي څنګه حال دی نه
ده وې مردود وهم راکړی خدای اقبال دی نه
د اسلام ننګ نشته غالب خلق ارزال دی نه
د زیړو توپي خلاصیدې پرې شهینان مولوي
په کونهار جنګ دی کونهار شه په تا بوستان مولوي
د زیړو توپي خلاصیدې چي درزهاروو نه
مزکه آسمان شو ترګمی چي دروند غبار وو نه
د مولوي صاحب په لاس کي ذوالفقار وو نه
چي له مردود سره یې شه جنګ په سپین میدان مولوي
په کونهار جنګ دی کونهار شه په تا بوستان مولوي
سید احمد شاه بادشاه روان شه کوز شولګري وته
کفار پرې ډیر شو دی یې پرې نه ښو خبري وته
حورو پیالې ورلره راوړې زر تر زرې وته
خدای دي له څیلمي تاسو کاندي جنتیان مولوي
په کونهار جنګ دی کونهار شه په تا بوستان مولوي.
د سید احمد بریلوي او مولوي شاه اسماعیل وژل کیدل د دغه تحریک په تاریخ کي تر ټولو لوی ګوزار وو. که څه هم چي د تحریک نورو مشرانو او د سید احمد پیروانو بیا هم، لومړی د سیکهانو او وروسته، د انګریزي استعمار پر ضد خپلو مبارزو او جګړو ته دوام ورکړ خو په حقیقت کي یې هیڅ وخت بیا هغه پخوانی زور او برم پیدا نه کړ. د تحریک مشران او نور غړي لومړی د بالاکوټ څخه د ناندیر پر لور وخوځیدل او لس میاشتي هلته پاته سول. څرنګه چي د هغه ځای قومي مشرانو او خانانو یې ښه هرکلی ونه کړ او حتی دوی پر قومي مشر باندي شکمن سول نو پنجتار ته، چي مخکي سید احمد خپل د فعالیتونو مرکز پکښي جوړ کړی وو، وخوځیدل. هلته هم د ستونزو سره مخامخ سول او د امب د خان پاینده خان په بلنه هغي سیمي ته ورغلل. مجاهدین ډیر ژر متوجه سول چي پاینده خان یوازي د خپل رقیب خان د وهلو لپاره د دوی له وجود څخه ګټه اخلي، ځکه یې نو د امب سیمه پریښودله او په سیتانه کي د خپل زاړه دوست سید اکبرشاه سره، چي تر مرګه پوري د سیداحمد بریلوي تحریک ته وفادار پاته سو، دیره سول. د تحریک غړي تر ۱۸۳۸ کال پوري په سیتانه کي پاته سول. البته په دغه وخت کي هم د قبایلو ځینو خانانو، په زیاته بیا فتح خان، د مجاهدینو د آزارولو او د مرستو د کاروانونو له لوټلو څخه، چي د مجاهدینو دپاره یې حیاتي اهمیت درلود، لاس نه اخیست. مجاهدینو بالاخره له فتح خان سره د جنګ کولو فیصله وکړه او په هغه جنګ کي چي د ټوپي په کلي کي وسو، فتح خان د مجاهدینو ټول لښکر تباه کړ او د هغوی مشرنصیرالدین په جنګ کي ووژل سو. له دې جنګ څخه وروسته، د مجاهدینو مشري یوه بل نصیراالدین ته، چي په ډهلي کي د یوې مشهوري روحاني کورنۍ غړی وو، وسپارل سوه.
دا وخت د امیردوست محمد خان او انګریزانو ترمنځ اړیکي خراب سوي او انګریزانو امیرته د جنګ اعلان ورکړی وو. امیر له مجاهدینو څخه د مرستي غوښتنه وکړه. څرنګه چي نصیرالدین او د بریلوي د تحریک نور مشران د انګریزیانو پر ضد له هر چا سره لاس یو کولو ته تیار وه نو له زرو تنو ملګرو سره د افغانستان پر لور وخوځیدی. پخپله یې ډاډر ته نیژدې مرکز ونیوی او خپل درې سوه ملګري یې د غزني څخه د دفاع لپاره د هغه ښار شاوخواته ولیږل. کله چي انګریزي قواوو د غزني پر قلا باندي یرغل وکړ او هغه یې فتح کړه د نصیرالدین درې سوه مجاهدین ټول په هغه جنګ کي ووژل سول. Wahabi Movement p 86
نصیرالدین او د هغه باقي پاته ملګرو ځانونه سیتانې ته ورسول. مجاهدینو هغه د خپل مشر په حیث وټاکی، خو هغه ډیر ژر وفات سو او د تحریک مشرتوب اولاد علي او د هغه ورور ولایت علي پر غاړه واخیست. په سیتانه کي د مجاهدینو دغه کلونه یو څه د آرامی او د هند څخه د رارسیدونکو مالي مرستو او د مجاهدینو د لښکرو سره د نورو داوطلبو ځوانانو د یو ځای کیدلو کلونه وه. عنایت علي خپلي قواوي را غونډي کړې او په هغه سیمه کي یې ډیری زیاتي کلاوي او کلي د سیکهانو له کنټرول څخه وایستل. البته د ۱۹۳۹ کال د جولای په میاشت کي د رنجیټ سینګ له مرګ څخه وروسته د سیکهانو د مشرانو ترمنځ بې اتفاقیو او پرله پسې کودتاګانو د سیکهانو مرکزي حکومت ډیر کمزوری کړی وو او که چیري پښتنو تر یوه واحد بیرغ لاندي حرکت او مقاومت کړی وای نو ښایی چي، د سیداحمد بریلوي د ارزو سره سم یې، د انګریزي استعمار په مقابل کي یو ډیر قوي سنګر ایجاد کړی وای. خو پښتانه او د هغو خانان زیاتره د خپلو قبیلوي او قومي ګټو لپاره جنګیدل. په افغانستان کي د پښتنو مرکزي دولت پخپله د کابل، کندهار او هرات د قدرت پر مرکزونو ویشل سوی وو، چي نه یې له مجاهدینو سره مرسته کولای سوای او نه مجاهدینو له هغوی سره منظم اړیکي درلودل. د پښتني قبایلو مشرانو او خانانو ټولو ځانونه واړه او لوی پاچاهان ګڼل چي چا له سیکهانو او چا له انګریزانو سره اړیکي درلودلې او چا ځانونه مستقل بلل او یوازي یې ل خپلو قومي او شخصي ګټو څخه دفاع کوله. هر وخت له هر هغه چاسره اتحاد کولو ته تیاروه چي د دوی قومي، او زیاتره آني، ګتي یې خوندي کولې. عنایت علي په دغو شرایطو کي، بیا هم، دونه قوت پیدا کړی وو چي د سیکهانو قوماندانانو ته یې لیکونه واستول او له هغوی څخه یې د تلسلیمیدلو غوښتنه وکړه. ځینو سیکه مشرانو هغه ته نرم او د روغي جوړي له کلماتو ډک جوابونه او لیکونه واستول او ځینو یې غوښتني رد کړې. د ۱۸۴۶ کال په اوړي کي د سیکهانو یوه لویه قوه د پکلي سیمي ته ورسیده. د پښتنو ځیني قبایلي قواوي د مجاهدینو څخه بیلي او له سیکهانو سره یو ځای سوې او کله چي مجاهدینو له هغوی څخه د عشر غوښتنه وکړه نو دوی په جواب کي ورته وویل چي یو ځل سیکهانو ته ماته ورکړی او بیا به نو موږ عشر درکړو. د مجاهدینو د نسبتا کم شمیره او په سپکو وسلو سمبالو عسکرو په مقابل کي نهه سوه سپاره او پنځه زره پیاده سیکهان راووتل او د هغوی تر شا دوولس زره پښتانه قبایل، چي په ښکاره د مجاهدینو ملګري او په پټه یې له سیکهانو سره تفاهم درلود، ولاړ وه. په لومړي سر کي داسي ښکاریدله چي مجاهدین به د سیکهانو د منظمو عسکرو او درنې توپخانې په مقابل کي مقاومت ونه کړای سي او حتی یو ځل خو یې بیرغ هم پر مځکه ولویدی خو ډیر ژر د جنګ نتیجه د مجاهدینو په ګټه سوه او د سیکهانو منظمو پوځونو د ځانونو د خلاصولو لپاره لار نه سوای پیدا کولای او په زرهاوو مړي یې ورکړل.
په منافقو خانانو کي، چي د سیکهانو طرف یې نیولی وو، نواب خان تناولي، مدد خان او محمد علی خان ونیول سول او ټول یې عنایت علي ته را وستل خو هغه د امیر خان په منځګړتوب ټول وبخښل.Ibid pp 110-111
عنایت علي او د سید احمد بریلوي نورو پیروانو په سیتانه کي د سید اکبرشاه او د هغه د څلورو وروڼو په مرسته، چي ټولو د مجاهدینو له تحریک سره بیعت کړی وو، خپل د تبلیغاتو او عملیاتو مرکز جوړ کړ. په ۱۸۴۸ کال کي چي د سیکهانو دولت له بشپړي کمزوری سره مخامخ سو، او حتی نور د دولت حساب نه ورباندي کیدی، انکرېزانو پیښور په مستقیمه توګه لاندي کړ او په دې توګه ټول پښتانه، مجاهدین، د سوات اخوند صاحب او سید اکبر شاه له یوه لوی او مستقیم خطر سره مخامخ سول. د سوات اخوند صاحب په سیدو کي د سوات او بونیر د قومي مشرانو یوه لویه غونډه راوبلله. په دې غونډه کي د باجوړ او دیر خانانو هم برخه درلوده او اخوند صاحب رابللي جرګې ته وویل: “اوس هغه وخت را رسیدلی دی چی موږ د خپل شاوخوا خطرونو او تهدیدیونو ته متوجه سو. برټانیه زموږ په خاوره کي دننه خپلي منګولي ټینګوي. موږ باید خپل اختلافات او دښمنۍ شاته پریږدو او د هغوی په مقابل کي پ یوه اواز ړجنګیږو. کنه نه موږ موږ به د اسلام د دغو دښمنانو غلامان سو. دا د وخت ضرورت دی چي موږ باید یو اسلامي دولت جوړ کړو. دا سي یو دولت چي نه یوازي اسلامی وظایف سرته ورسوي بلکه زموږ ګټي خوندي کړي او موږ د برټانیې له تابعیت څخه وساتي. که موږ لږ معطلي او ټنبلي وکړو نو تاوانونه به یې ووینو. او بیا به د ژغورني لپاره هیڅ چاره نه وي او د ټولو بدو عواقبو مسولیت به مو په غاړه وي”
د اخوند صاحب دغي وینا خپله اغیزه وښندله او د یوسفزیو خانانو او مشرانو په یوه آواز د یوه اسلامي دولت د جوړیدلو د غوښتني ملاتړ وکړ.
خو د امیر ټاکل ډیره حساسه موضوع وه. د غوڼدي ګډون کونکو له اخوند صاحب څخه وغوښتل چي د دغه نوي تاسیسېدونکي اسلامي دولت مشرتوب پر خپله غاړه واخلي. خو اخوند صاحب دغه مسولیت ته غاړه نه ایښودله او په عوض کي سید اکبرشاه، چي یو منلی محترم مذهبي او سیاسی مشر وو، د اخوند صاحب په پیشنهاد، د نوي دولت د مشر په حیث وټاکل سو. The Story of Swat pp 46-47
د سوات د اخوند صاحب په پیشنهاد جوړ سوی حکومت له لومړۍ ورځي د ستونزو سره مخامخ وو؛ ځکه چي دا حکومت د پښتنو پر خپل قبایلي زور او غوښتنو ولاړ نه وو. منظم پوځ یې نه درلود. مشران یې د پښتنو له خپل قومي ترکیب څخه نه وه راوتلي. هر مشر او خان د زمان د شرایطو او غوښتنو او خپلو قبیلوي اړتیاوو او دلچسپیو سره سم دغه اسلامي حکومت ته کله ډیر او کله لږ پوځونه او مالي مرستي ورکولې. د پښتنو پوځي قواوي به کله تر پنځه ویشتو زرو پوري ورسیدلې او کله به یې دوه زره هم نه سوای پوره کولای. تر څو چي په ۱۸۵۷ کي د سید اکبر شاه د ناڅاپي مړیني سره د سوات اسلامی حکومت پر مخ سقوط وکړ. ځکه چي اخوند صاحب نه د سیداکبر شاه د زوی مبارک شاه ملاتړ وکړ او نه یې خپل مشر زوی عبدالحنان ته اجازه ورکړه چي د سوات د اسلامی حکومت د مشرتوب چاري پر غاړه واخلي.
سید اکبرشاه په داسي وخت کي وفات سو چي انګریزان په هند کي په خپل پوځ کي د ښورښ او له عمومي قیام سره مخامخ وه. دوی د اکبرشاه مړینه یوه نیکمرغه پیښه بولي او وایی چي که په هغه وخت کي سید اکبرشاه ژوندی وای او د سرحد پښتانه د یوه مشر تر بیرغ لاندي را غونډ سوي وای نو د دوی لپاره به دا یوه لویه فاجعه وای، ځکه چي دوی د اباسین پر پوري غاړه یوازي درې کنډکه عسکر درلودل. د بیلو بیلو قبیلو ترمنځ شخړو او جګړو د دغه راز یوه اتحاد مخه ونیوله او د سوات قبایلو تر ۱۸۶۳ کال پوري چنداني لویی ستونزي پیښي نه کړې. Afghan and Pathan p 83
انګریز مورخین او رپوټ لیکونکي وایی چي که په دغه وخت کي، چي د هغوی له پوځ څخه پنځه پنځوسمه یاغي سوې پیاده قوه هم د پښتنو سیمي ته ورغلې وه، سید اکبرشاه او د سوات اخوند صاحب لاسونه یو کړي او د انګریزانو پر ضد یې جهاد اعلان کړی وای نو ډیري لویی ستونزي به یې پیښي کړي وای. خو نه د سوات اخوند صاحب او نه د سوات مشرانو سید اکبر ته دا موقع ورکوله چي د انګریزانو څخه یاغي سوې منظمه قطعه دي په لاس کي ولري. اکبرشاه وفات سوی وو او د سوات خانانو، د اخوند صاحب په مرسته، لومړی د اکبرشاه زوی مبارک شاه له سوات څخه وایستی او وروسته یې د یاغي سویو عسکرو پنځه پنځوسمه قطعه د سوات له سیمي څخه پسي واخیستله. هغوی د کشمیر لاره ونیوله او غوښتل یې چي د مهاراجا ګلاب سینګه څخه پناه وغواړي، خو کشمیر ته له رسیدلو څخه مخکي ټول په لاره کي تباه سول. Expedtitions p 213
د پیښور کمیشنر ډګرمن ایډوارډز Lieut.Colonel H.B. Edwardesوایی که په دغه وخت کي د سوات اخوندصاحب د اسلام د یوه قهرمان په حیث رامخته سوی او زموږ پر ضد یې جهاد اعلان کړی وای، په داسي حال کي چي د پنځه پنځوسمي یاغی سوي قطعې مرسته هم ورسره وای، نو زموږ په اتباعو کي به یې داسي مذهبي جذبه را پیدا کړې وای چي کرارول به یې تقریبا غیر ممکن وای خو اخوند د کراری لاره ونیوله او د سید اکبرشاه زوی او یاغي سوي عسکر یې یو ځای له سوات څخه وایستل.Iibid p 353
د سوات اخوند صاحب تر ۱۸۶۳ کال پوري، چي انګریزانو پر بونیر او شاوخوا سیمو باندي د پنجدره یا امبیله کوتل په نوم عملیات پیل کړل، زیاتره په خپل عبادت اخته وو، ځکه چي د هندوستاني مجاهدینو د عقایدو سره یې اختلاف درلود او ځان یې د هغوی له جنجالونو څخه نسبتا لیري ساتلی وو. خو د همدغه کال د اکټوبر په میاشت کي د بونیر پر سیمه باندي د سر نیویل چمبرلین Sir Neville Chamberlain په قومانداني عملیاتو له پیل کیدلو څخه مخکي د بونیر ملکانو او مشرانو اخوند صاحب ته په جهاد کي د برخي اخیستلو بلنه ورکړه نو اخوند صاحب هم مجبور سو چي له هغوی سره ملګری سي. ځکه چي، که اخوند صاحب د مهابن او بونیر له خلکو سره ملاتړ نه وای کړی نو په ټوله سیمه کي د پښتنو مشري د سید اکبرشاه زوی سید مبارک شاه اخیستله. د انګریزي استعمار پر ضد هغه عملیاتو کي، چي ښایی د هندوستاني مجاهدینو د مبارزو په لړ کي یو له تر ټولو لویو او له تلفاتو څخه ډک عملیات وي، څه باندي لسو زرو پښتنو، د خپلو خانانو او ملکانو تر مشرۍ لاندي، برخه واخیستله.Report on the Tribes of Dir… pp 74-75
اخوند صاحب په دغه وخت کي یوه اعلامیه خپره کړه او وې ویل چي هر څوک چي د ده له کمپ څخه وتښتي د هغه ټوله شته مني به ضبطیږی. هغه د بونیر د قبایلو دا پیشنهاد رد کړ چي ویل یې د انګریزانو سره باید یو څه روغه جوړه وسي او وې ویل چي که له دښمن سره هر ډول موافقه وسي دی به یې ونه مني.Expeditions p 270
انګریزانو د هندوستاني مجاهدینو پر ضد، چي دا وخت یې یوازینی هدف د هند له ټولي خاوري څخه د انګریزي پوځونو ایستل وه، د امبیله په څیر سخت او پراخ عملیات نه وه کړي. په هیڅ ډول نورو عملیاتو کي یې نه په دغه شمیر عسکر د جنګ میدان ته ایستلي او نه یې په دغه اندازه پیسې لګولي وې. په حقیقت کي دا عملیات یوازي د هندوستاني مجاهدنیو د ریښو ایستلو ته متوجه وه. پخواني عملیات به هم د قبایلو د ښورښونو او حملو ختمولو او هم به د مجاهدنیو ځپلو ته متوجه وه او زیاتره هدف به یې ځکه قبایل وه چي هغوی به د مجاهدینو ملاتړ کاوه. خو د امبیله په عملیاتو کي اصلي هدف د مجاهدینو ځپل وه ځکه چي هغوی د انګریزانو پر ضد قبایل سره یو موټی کړي و Wahabi Movement p194
نور بیا