ښه حکومتداري په نړيوال پرمختيايي ادبياتو کی يوه نوي کليمه ده چي هغه ددي لپاره استعماليږي چي څنګه ولسي ادارې يا حکومت له ولس سره اړيکي ټينګي کړي او ولسي منابع اداره کړي.
ښه حکومتداري د پريکړي کولو داسي پروسه ده چي پواسطه يي کړي پريکړي عملي کيږي. حکومتداري دنړيوال، ملي او مهالي همږغي او يا د ټولني د بيلابيلو سکتورونو تر منځ تفاهم ته هم ويل کيږي.
د ښي حکومتداري مفکوره تر ډيره بريده د يوي داسي نموني په حيث رامنځته کيږي چي موږ يوغير موثر اقتصاد يا سياسي جوړښت له يو موثر اقتصاد يا سياسي جوړښت سره مقايسه کوؤ. دا مفکوره د حکومت او چارواکو په مسؤليتونوباندي متمرکزه وي تر څو دوی وکولای سي چي د خلکو اړتياوي پوره کړي
د ښېحکومتداري دا نوي مفکوره د يوه هيواد په پرمختګ او ابادی کي د کليدي رول په لرلو سره تر ټولو مهمه ګڼل سوي ده. د ښيحکومتداري اهميت هر ځای او په هرمملکت کي ډير مهم دی، که هغه پرمختللي هيوادونه دي او که مخ پر ودي.
په افغانستان کي دښي حکومتداري اهميت او اړتيا نوره هم زياتيږي چيري چي لږپرمختګ، په لوړه کچه بيوزلي، څولسيزي جګړه او ناارامی او د ښېحکومتداري نشتوالي هيواد د نړيوال کيفيت د پای په کتار کي درولی دی.
د طالبانود رژيم تر نسکوريدو ورسته کله چي افغانستان د پرمختګ په لورنوی سفر پيل کړ، نږدي ټوله اداره په هيواد کي له منځه تللي وه. افغانستان په هر ډګر کي پرمختګ تقريباً له صفر څخه پيل کړ. په هيواد کي صنعت، زراعت، تعليم، صحت او نور سکتورونه کلونو کلونو کورنۍ جګړي د تباهي تر پولي رسولي وؤ. دداسي يو سفر پيل طبعاً ډير ستونزمن او له کړاونو سره مخ وؤ. خو خوشبختانه دا ځل د حالاتو د بدلون په خاطر افغانان يواځي نه وؤ بلکه نړيواله ټولنه له دوی سره اوږه پر اوږه ولاړه وه. د نړيوالو له لوري د ډيرو زياتو مرستو ژمنه تر سره سوه تر څو دافغانستان اساسي انفراسترکچريا جوړښت بيا ورغول سي او هيواد د پر مختګ په لور سفر پيل کړي.
دنړيوالو د مرستو د لړۍ له پيل سره سم په افغانستان کي ددې مرستو د پرځای کاروني پوښتنه هم د ډيری خلکوپه ذهن کي موجوده وه. ددوی دا پوښتنه ځکه پر ځای وه چي په افغانستان کي داسي يو قوي ميکانيزم نه وؤ چي ددي مرستو د پرځای لګيدو له پروسي څخه نظارت وکړي. او دا نظارت هلته کيدای سوای چي په هيواد کي قوي اداري شتون لرلای. دښي حکومتداري نشتوالي ډيری خلک په لومړي سر کي انديښمن کړل ځکه چي د هيواد اداره ډيره نوي وه.
دنړيوالو مرستو له پيل څخه د ښېحکومتداري په رامنځته کيدو خورا ډير فشار اچول سوی دی. نړيوالي ټولني هم په افغانستان کي د ښي حکومتداري په رامنځته کيدو ډير ټينګار کړی او کوي يي. خو که حقيقت ته ځير سو حالاتو هغومره بدلون ندی کړی څومره چي يي بايد کړی وای. ځکه افغانستان ته چي په کومه کچه نړيوالي مرستي راغلي، د هغو د پر ځای استعمال اوس هم يوه پوښتنه ده او د نړيوالي ټولني له لوري د ښې حکومتداري په رامنځته کيدو ټينګار هم تر ډيره بريده د کاغذ په مخ پاته سوی دی نه د عمل په ډګرکي.
که موږ په تيرو کلونو کي د ناارامی زياتوالي ته ځير سو، نو له ډيرو نورو لاملونو سره سره يي يو عمده لامل د ښې حکومتداري نشتوالی هم دی. ځکه چي د نړيوالو مرستو په راتګ سره په افغانستان کي د خلکو اقتصادي پرمختګ په منصفانه ډول نه دی ترسره سوی. يو لورته ځيني خلک ډير زيات شتمن سول حتی دوی به خپله هم کله ددومره زياتي شتمنی د لاس ته راړو تمه نه وي لرلي. او بل لور ته په کليوالو سيمو کي بيا ډيری خلک حالاتو لا دومره پسي وځپل چي خپل هر څه يي له لاسه ورکړل.
په خاصه توګه بيا د هيواد په جنوب ختيځ او جنوبي ولايتونو کي چيرته چي ناارامي ډيره زياته ده او ددي ولايتونو خلک ډیر ځيني اغيزمن سوی دی.
په افغانستان کي د طالبانو او ددوی په څير د اورپکو ډلو په ضد ترټولو موثره لار چي کنترول يي کړي هغه يوه داسي اداره ده چي اساس يي په ښه حکومتداري ولاړ وي. په دي ترتيب ددې هيواد د ځپلو خلکو لپاره د پرمختګ او په خپلو پښو ددريدو چانسونه لا زياتيږي.
د ښېحکومتداري تر ټولو مهم کار د حساب دهي داسي يو سيستم دی چي خلک پري باور ولري ځکه چي دنظام اصلي خاوند ولس دی او دوی بايد ځيني راضي واوسي. ولس ته دحکومت او ادارې احتساب او ځواب دهي يو ښه حکومت او اداري ته امتياز ورپه برخه کوي
په افغانستان کي متاسفانه د حکومت او ادارې مسؤليت او ځواب دهي د ولس په وړاندي تر اوسه پوري د هيواد په معاصر تاريخ کي هيڅکله هم نه تر ستر ګو کيږي. د اداري او حکومت احتساب په هيواد کي دښې حکومتدارۍ د رامنځته کولو لپاره اساس جوړوي.په واقيعت سره دي هدف ته د رسيدو لپاره د حکومت په چوکاټ کي دننه او له حکومت څخه دبانديبايد يو قوي ميکانيزم وجود ولري چي دا د غښتلي مدني ټولني او خپلواکو رسنيو د شتون په صورت کي امکان لري ترڅوپه فعاله توګه د احتساب غوښتنه وکړای سي.
د ښي حکومتداري د رامنځته کيدو لپاره سياسي او شخصي تعهد او خواهش لمړی شرط دی. که چيري د هيواد ولسمشر او دده وزيران پخپله له داسي کړنو څخه ډډه وکړي چي د خلکو په ذهنونو کي پوښتني راپيدا کوي اود حکومت په چارو کي د شفاقيت ملګرتيا وکړي او تر خپل لاس لاندي کسانو باندي ټينګار وکړي نو د پرمختګ چانسونه راپيداکيږي.
د قانون حاکميت ددي لړی دويم مهم ګام دی چي د ښي حکومتداري په رامنځته کولو کي مهم رول لري. په دولتي چارو کي تر هغه وخته ښوالی نسي راتلای تر څو چي د قانون حاکميت نه وي او ولس په دي ډاډه نسي چي له دوی سره به منصفانه چلند کیږي.
په هيواد کي د قانون حاکميت او احتساب (حساب دهي) هغه وخت په سمه توګه ترسره کيدای سي چي ددولت دري ګوني قواوي لکه مقننه، اجراييه او قضايه په ګډه سره ددي لپار کار وکړي. په يواځي سر يوه اساسي قوه هم بدلون نسي راوستلای.
هيڅوک هم نه وايي چي په افغانستان کي دي په يوه شپه کي ټول نظام اصلاح سي او ټول اداري فساد دي له منځه ولاړ سي. خو کله چي هڅي سوي او اصول په نظر کي نيول سوي، پرمختګ سوی. د دوامدار پرمختګ لپاره د ښي حکومتداري لپاره ترد بريالی تجربو څخه کار اخيستل کيدای سي. ددي کار کيلي د افغانستان د حکومت او د چارواکو په لاس کي ده تر څو احتساب له خپل ځان څخه پيل کړي او خپل ځانونه د ښې حکومتدارۍ اود احستاب نظام د قوي کولو لپاره وقف کړي.
په افغانستان کي د ښې حکومتداري او حساب دهي لپاره دوامداره او موثره هڅي ډيري اړيني دي. په هيواد کي ټول ښکيل اړخونه که هغه په سياسي لحاظ وي او که په نژادي، کلتوري او ټولنيز، بايد د ښه حکومتداري په رامنځته کولو کي فعال رول ولوبوي.
د ادارې او حکومت د شفافيت لپاره په هيواد کي د ملي احساس شتون اساسي عنصر دی. د نظام شفافيت عدل او انصاف رامنځته کوي. د نظام په شفافيت کي د ولس رول هم ډير مهم دی. ځکه چي حکومت له ولس څخه جوړ دی. او که ولس د شفافيت په رامنځته کولو کي د حکومت مرسته وکړي نو خپل ځان ته د پرمختګ لاري خلاصوي. اداري نظام او حکومتداري بايد خلکو ته د عدل او انصاف په ورکولو کي لازمي کړني ترسره کړي. په داسي کولو سره د حکومت او ولس تر منځ د باور فضا رامنځته کيږي . کله چي باور موجود وي نو بيا د پرمختګ لپاره ښه زمينه برابره وي.
په افغاني ټولنه کي د ځينو خلاو شتون لکه سياسي او نژادي توپيرونه د هيواد په سياسي او ټولنيزډګر کي د آتش فشان په څير دي او که اداره اوحکومت په نظام کي د عدل او انصاف تقاضاوي پوره نکړي نو دا آتش فشان کيدا سي وچوي او پايلي به يي د هيواد لپاره بيا ډيري تباه کونکي وي.
د افغانستان قضايي سستم اوس په يوه داسي پړاو کي قرار لري چي پري د هيواد هيڅ يو وګړی هم اعتبار نلري. بډي او رشوت پکښي خپل عوج ته رسيدلي. ولس له عدل او انصاف څخه په کامل ډول بي برخي او مايوسه دی. د قضايي پريکړو اساس په بډو ولاړ دی. قاضيان او څارنوالان يا خو تر فشار لاندي پريکړي ترسره کوي او يا بډي او رشوت اخلي. د جنوب ختيځ او جنوب لويديځ حوزو په کليوالو سيمو کي خلک خپلي دوسيې د حکومت په ځای د دولت د مخالفينوته وړاندي کوي تر څو انصاف لاسته راوړي. دا ددولت په قضايي سستم باندي د ولس بي اعتمادي څرګندوي. ځکه لومړی خو دوی دا تمه نلري چي انصاف به ورسره وسي او دوهم په محکمي په پريکړه کولو کي دومره ځنډ راولي چي ولس ته د زغملو وړ نه وي.
په اوسني حالاتو کي د هيواد په قضايي سستم کي بيړني ريفورم ته اړتيا ليدل کيږي تر څو د دولت دا مهمه قوه خپله سپيڅلي دنده په ښه او د انصاف د اصولوسره سم تر سره کړي ترڅو خلکو ته عدل او انصاف ورکړای سي. د قضايه قوې بي طرفي او د انصاف اصول پلي کول د ښه حکومتداري په رامنځته کولو کي اساسي رول لوبولای سي. د نړۍ په ډيری هيوادونو کي قضايه قوه د اجرايه قوې له واک څخه ازاده ده. کله چي حکومت داسي کړني ترسره کوي چي د ولس په ګټه نه وي نو د نوموړي هيواد ستره محکمه مداخله کوي او حکومت دي ته مجبوره وي چي خپله پريکړه بدله کړي.
په ورستيو کلونو کي د شفافيت د نړيوالي ادارې يا ټرانسپيرنسي انټرنيشنل په راپورونو کي افغانستان د نړۍ له هغه هيوادونو څخه يو ګڼل سوی چي اداري فساد پکښي خپل عوج ته رسيدلی دی. ددي ادارې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو په کلني راپورونو کي افغانستان د نړۍ د اداري فساد لرونکو هيوادونو په کتار کي په لومړی مقام کي قرار لري.
په اوسني حالاتو کي د ښې حکومتداري د رامنځته کولو لپاره بايد داسي بيړني ګامونه اوچت کړل سي چي ښې پايلي ولري او د ډير اهميت وړوي. په هيواد کي د ښي حکومتداري اړتيا چي نن ورځ څومره ډيره ده په پخوا کي هيڅکله هم نه وه.
اوس لا وخت سته تر څو موږ خپل مسير ته تغير ورکړو او د ښي حکومتداري لپاره ګامونه پورته کړل سي. له 2014 کال څخه ورسته چي له افغانستان څخه د ايساف ځواکونو د وتلو کال دی حالات کيدای سي ډير کړکيچن واوسي. د هغه وخت د حالاتو سره د مبارزي لپاره موږ سر له اوسه بايد کار پيل کړو تر څو د نړيوالو د وتلو په صورت کي موږ پخپلو پښو دريدلي واوسو. او دا کار هله کيدای سي چي په هيواد کي د اداري فساد مخه ونيول سي، د ښې حکومتداري لپاره عملي ګامونه پورته سي او ولس په خپل حکومت باوري سي چي دوی به انصاف ته لاس رسی ولري.
دنړۍ په ډيری هيوادونو کي چي نظام يي د ډيموکراسي پراساس ولاړ دی، ښه حکومتداري ډير اهميت لري. په ټاکنو کي هر کانديد يا ګوند ولس ته خپله تګلاره واضح کوي. د اوليتونو پراساس ولس هغه چاته رايه ورکوي چي ددوی له خوښي سره سمه تګلاره يي د ځان لپاره ټاکلي وي.
په افغانستان کي د ولس د سياسي پوهي کچه د نړۍ د ډيموکراتيک هيوادونو په پرتله کمه ده. زموږ د ولس سياسي بلوغت هغي کچي ته ندی رسيدلی چي رايه د خپلو اوليتو په پام کي نيول سره ورکړي. خو په راتلونکو ولسمشري ټاکنو کي به ښه حکومتداري د هر کانديد د تګلاري د سر ټکی وي او بايد وي هم ځکه چي ښه حکومتداري به په دي حساس وخت کي د هيواد راتلونکی مسير ټاکي. که چيرته موږ په دي ډګر کي پرمختګ وکړ نو د هيواد پخپلو پښو درولو خوب به مو ډير ژر رښتيا سي.
په راروانوټاکنو کي يو ځل بيا پريکړه د ولس په لاس کي ده چي داسي چاته رايه ورکړي کوم څوک چي په هيواد کي د خپلو لنډ مهاله او اوږد مهاله پروګرامونو په لرلو سره وکولای سي د حکومتداري په ډګر کي پرمختګ رامنځته کړي.
موږپوهيږو چي داهرڅه په يو وار نه سميږي بلکه د يوي سيمتيماتيکي پروسي له لاري چي په منظم ډول سره عملي کړای سي بدلون راتلای سي
سيد کمال شاه
کندهار