سید یوسف حلیم

تاند- سید یوسف حلیم نن د افغانستان د سترې محکمې د عالي شورا د غړي په توګه د وفادارۍ له لوړې وروسته د دې محکمې ريیس وټاکل شو.

ښاغلی حلیم تیره میاشت له ولسي جرګې څخه د سترې محکمې د عالي شورا د غړي په توګه د باور رایه ترلاسه کړه.

ده ته نن د اجرايي رييس له لوري د سترې محکمې د غړي په توګه لوړه ورکړای شوه او وروسته د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د سترې محکمې رييس وټاکل شو.

ولسمشر د ښاغلي حلیم د لوړې په مراسمو کې  د سترې محکمي مسوولانو ته ډاډ ورکړ چې نوموړی او حکومت یې د سترې محکمې دهلو ځلو او اصلاحاتو بشپړ ملاتړ کوي.

1نوموړی تردې وړاندې د عدلې وزارت په بیلابیلو برخو کې دندې ترسره کړې دي.

د سترې محکمې شورا نهه غړي لري چې د افغانستان د اساسي قانون په اساس د دې شورا غړي د ولسشمر لخوا معرفي او د ولسي جرګې له له خوا له رایې ورکولو وروسته په کار پیل کوي.

ښاغلي حلیم په کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي لیسانس ترلاسه کړی او ماستري یې د ایران د ازاد اسلامي پوهنتون د افغانستان له څانګې اخیستې ده.

دی، په ننګرهار کې زېږېدلی او په پښتو، دري او انګلیسي ژبو تسلط لري.

2 thoughts on “سید یوسف د سترې محکمې د رييس په توګه لوړه په ځای کړه”
  1. خه شو چې دا تشه هم ډکه شوه که نه نو داسې څوکیو ته خو ډېر خلک په ویښه خوبونه ویني .

  2. درنو لوستونکو!

    السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

    ښاغلی محمد یوسف حلیم زه له نږدې پېژنم، څه موده مې ورسره له نږدې کارکړی، د ‌ډېر ښه اوحلیم طبیعت څښتن دی، ژوره مطالعه یې درلوده او د علمي موضوعاتو په اړه به یې ښه ژور معلومات ورکولای شول.
    الله تعالی دې ورسره مل شي چې د سترې محکمې په ریاست کې هم هماغسې حلیم او دقیق وي، د الله تعالی له امر او عدالت سره سمې فیصلې وکړي.
    یا الله ته ټولو ته د سمو کارونو توفیق راکړه!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *