د خوړو نړیوال پروګرام د کندوز له بې خایه شویو سره مرسته کوي

تاند، جمعه، د ثور ۱۲مه: له ماشومانو د ملاتړ نړیوال بنسټ یا سیف دي چلډرن وايي، د ۲۰۲۰ کال په اپریل او می میاشت کې به د افغانستان ۷ میلیونه او ۳۰۰ زره ماشومان د خوړو له کمښت سره مخامخ شي.

 د دغه سازمان په تازه راپور کې راغلي، په داسې وخت کې چې د افغانستان ماشومان د خپل بدن د ایمني سیسټم د پیاوړتیا لپاره اړتیا لري په دغه هیواد کې د قرنطین له امله بیې لوړې شوې دي او خلک کورونو ته د خوړو برابرولو کې له ستونزو سره مخ دي.

 دغه سازمان ویلي، د کورونا له بحران سره په افغانستان کې له پنځو میلیونو زیاتو ماشومانو بشري مرستو ته اړتیا لرله او دا جګړه ځپلی هیواد د بحران په اوږدېدو سره د ماشومانو لپاره په خطرناک هیواد بدلېدونکی دی.

د سیف دي چلډرن موسسې د افغانستان مسوول تیموتي بیشپ وايي، چې په افغانستان کې د قرنطین منفي تاثیرات دوه چنده زیات شوي دي او بې وزله خلک یې د خوړو له جدي ستونزې سره مخ کړي دي: (( موږ اندیښمن یوو چې د کورونا وبا په افغانستان کې د لوږې په یو توپان بدله نه شي، نړۍ باید افغانستان کې کورنیو ته د خوړو برابرولو لپاره جدي لاس په کار شي))

ښاغلی بیشپ وايي، معلومه نه ده چې د کورونا بحران څومره دوام کوي، خو په وینا یې هر څومره دوام که وکړي، افغانستان لپاره به خطرناکې پایلې ولري: (( زیاتو افغانانو ته کورونا دومره خطر نه دی لکه څومره چې لوږه د دوی ژوند ګواښي.))

 دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تازه له نړیوالو مرستندویانو سره د کورونا د بحران له کبله د اقتصادي ستونزو د مهال په اړه تماسونه نیولي او ګڼ لوري يې په افغانستان کې مرستو ته هڅولي دي.

دمګړۍ په افغانستان کې د کورونا مثبتې پېښې ۲۳۳۹ ته رسېدلي دي خو لوی او واړه ښارونه له یوې نیمې میاشتې راهیسې قرنطین یا نیمه قرنطین حالت کې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *