تاند، دوشنبه، د جدي ۱۶مه: د ولسي جرګې غړی سید احمد سیلاب وايي، د سختو واورو ورېدو له کبله د کابل – کندهار پر لویه لار زرګونه مساپر بند پاتې دي.
نوموړي نن د ولسي جرګې به عمومي غونډه کې خبرداری ورکړ که دغه لاره خلاصه نه کړای شي، انساني ناورین به رامنځته شي.
نومړي وویل، د کابل – کندهار پر لویه لار د واورې اورېدو له کبله تېره ورځ څو باروړونکي موټر هم چپه شوي دي چې افغان سوداګرو ته یې سلګونه زره افغانۍ تاوان اړولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کابل- کندهار لویې لارې په اوږدو کې د غزني په کوتل شمس جان ساحه کې د سختې واورې له کبله د یو ماشوم د مړینې خبر هم ورکول شوی دی.
له بلې خوا د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي تاند ته وايي، د کابل- کندهار لویه لار په مقطعي ډول د واورو له کبله بندېږي، خو تر اوسه دا لار په دایمي ډول نه ده تړل شوې.
نوموړی وايي، وزارت له تېرې ورځې راهیسې هڅه کوي چې په دغه لار مساپر او باروړونکي موټر ایسار پاتې نه شي، له همدې کبله یې له واورې څخه د کابل- کندهار د لويې لارې پاکولو کار پیل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د سختو واورو ورېدنو له کبله تېره شپه د کابل هوايي ډګر پروازونه ځنډېدلي دي او د هېواد د ځینو ولایتونو لارې هم تړل شوې دي.