د کورنیو چارو وزارت د سیمه‌ییزو پولیسو مشر علي‌شاه احمدزي ویلي، چې د ملي پولیسو او پوځ ترڅنګ به سیمه‌ییز پولیس هم د ټاکنو امنیت ټينګښت په موخه خپله ونډه ولري. د نوموړي په وینا سیمه‌ییز پولیس به د رایې ورکولو په مرکز کې فزیکي موجودیت ونه‌لري؛ خو د امنیت ټينګښت په موخه به خپله دنده تر سره کړي.

د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر دې دمه پنځه‌ویشت زره سیمه‌ییزه پولیس پر دندو بوخت دي. که څه هم د هېواد په ځینو برخو په ځانګړي توګه په کندز ولایت کې د سیمه‌ییزو پولیسو له ناوړه چلند څخه ځايي اوسېدونکو شکایت درلودلی؛ خو په ډېری سیمو کې دغه پولیس توانېدلي د کلیو امنیت په ټيڼګښت پراخه ونډه ولري.

تر ډېره بریده په هغو کليو او بانډو کې، چې سیمه‌ییز پولیس پر دندو بوخت دي د پخوا په پرتله امنیت یې ښه شوی دی. خو په ټاکنو کې د دغو پولیسو دخالت د دې ترڅنګ، چې ځینې ګټې لري؛ په سمه توګه یې نه اداره کول کولای شي ننګونې له ځانه سره ولري، چې د ټاکنو پر پایلو به منفي اغېز ولري.

مثبت اړخ

د ټاکنو امنیت ټينګښت په برخه کې د سیمه‌ییزو پولیسو تر ټولو مثبته برخه په کلیو او بانډو کې د دوی ښه رول پورې تړاو لري. د وسله‌والو طالبانو فعالیت پراخیدو اصلي ځالې په کلیو او بانډو کې دي، چې په ۲۰۱۱ زېږدي کال کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لوی قوماندان جنرال مک‌کرسټل له لوري د دغو ځالو له منځه تګ او د وسله‌والو طالبانو فعالیت مهارېدو په موخه د سیمه‌ييزو پولیسو طرحه وړاندې شوه. له افغانستان څخه وړاندې د مک‌کرسټل له لوري دغه طرحه په عراق کې عملي شوې وه، چې مثبته پایله یې درلوده. تر ډېره بریده دغه نسخه په افغانستان کې هم کامیابه ده، چې کېدای شي له همدې کامیابۍ څخه د ټاکنو امنیت خوندیتوب په برخه کې هم کار واخیستل شي.

منفي اړخ

د دغې ښېګڼې تر څنګ منفي اغېز هم لري. د سیمه‌ييزو پولیسو ډېری غړي هغه کسان دي، چې پخوا د شوروي پر وړاندې په جهاد او له هغې وروسته په کورنیو جګړو کې یې ونډه درلوده او د یوه لوري په توګه پاتې شوي دي. د هېواد په بېلابېلو برخو کې سیمه‌ییز پولیس اوس هم د یوه لوري په توګه موجودیت لري، چې د کندز ولایت په څېر ځینې نورو سیمو کې د خلکو ځورول او کړول هم په همدې لړ کې دي. که څه هم د دغو پولیسو مشر ښاغلي علي‌شاه احمدزي یادونه کړې، چې دوی به د رایې ورکولو په مرکزونو کې فزیکي موجودیت ونه‌لري؛ خو دا وېره په بشپړه توګه پر خپل ځای پاتې ده، چې د سیمه‌ییزو پولیسو له لوري دې په ټاکنو کې لاسوهنه وشي او له یوه مشخص نوماند څخه لاسوهنه وکړي.

د لاسوهنې لارې

د تېرو ټاکنو تجربو او امنیت ټينګښت ته په کتو سره دغه لاسوهنه د دغو لارو تر سره کېدای شي:

لومړۍ او مهمه موضوع یوه ځانګړي نوماند ته د رایې ورکولو په موخه د سیمې اوسېدونکو تهدیدول دي.

دویم دا، چې په یوه مشخصه سیمه کې له یوه ځانګړي نومانده د ملاتړ په موخه د ګډوډيو رامنځته کول دي. لدې امله، چې سیمه‌ییز پولیس ټول پر وسلو سمبال دي دا توان لري، چې د لنډې مودې لپاره د ستونزې رامنځته کولو له لارې د سیمې امنیت له ستونزو سره مخ کړي او لدې لارې د رایو صندوقونه د خپل خوښې نوماند په ګټه ډک کړي.

درېيم هغه هم دا؛ د دې ترڅنګ، چې سیمه‌ييز پولیس کولای شي د یوه ځانګړي نوماند په ګټه د سیمې اوسېدونکي وګواښي، دا توان هم لري په هغه سیمه کې، چې د دوی د خوښې نوماند مخالفین او مخالف رای ورکوونکي زیات وي د رایې ورکولو مرکزونو ته د دوی له تګ څخه مخنیوی وکړي.

حل لاره

د دې لپاره، چې توانېدلي و اوسي د ټاکنو امنیت ټينګښت په موخه کوټلی ګام مو پورته کړی وي باید د ملي ځواکونو ترڅنګ په افغانستان کې مېشت له نړۍوالو ځواکونو څخه هم ملاتړ ترلاسه کړو. په ټاکنو د سیمه‌ییزو پولیسو له لاسوهنې مخنیوي په موخه به تر ټولو غوره لار دا و اوسي، چې د ټاکنو په ورځ د یوې سیمې سیمه‌ییز پولیس یوازې د لنډې مودې لپاره بلې لرې سیمې ته و استول شي، څو له یوه لوري د خلکو اندېښنه له منځه تللې وي او له بل لوري توانېدلي و اوسي رڼې ټاکنې تر سره کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *