تفرقه واچوه او حکومت وکړه، فیل هم په مړۍ مړۍ کولو تر ستوني تېرولای شې. دا د ښکېلاک ډېر پخواني شعارونه او تګلارې دي.

د جغرافیوي تسلط او کنترول پر سر اختلافونه یو وخت د اروپايي هېوادونو حساسه موضوع وه او اروپا یې پېړۍ پېړۍ په جګړه کې ښکېله کړې وه.

تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته او د تولید په پراختیا سره اروپایانو ته د خپل منځي اختلافونو د لرې کولو او  د ګډ بازار د جوړولو او ګډو تشکیلاتو فکر پیدا شو. همدا وو چې اروپا ګډ بازار، ګډ پارلمان او ګډې ټولنې رامنځته شوې او په دې سره نور جغرافیوي تسلط خپل ارزښت له لاسه ورکړ.

پر جغرافيې د تسلط پر سر اختلاف او کړکېچ اوس هم په اسیايي هېوادونو کې دود دی او علتونه یې هم دوه دي. یو د ښکېلاک د تفرق تګلار او بل وروسته پاتې والی.

افغانستان هم د تاریخ په اوږدو کې کله نا کله له خپلو ګاونډیانو سره د یوشمېر سیمو د کنترول او واک پر سر اختلافونه او جګړې درلودې؛ خو دغه اختلافونه د نولسمې او شلمې پېړیو په لړ کې له یوشمېر ګاونډیانو سره د پولو په ټاکلو سره راکم کړای شول، خو له پاکستان سره اوس هم دغه اختلاف پخپل ځای پاتې دی.

انګرېزانو د اتلسمې پېړۍ په نیمايي کې د هند د نیولو دوکتورین په لاره واچول، لومړی هغه لویه وچه یې په قومي او مذهبي جګړو اخته او وروسته یې اشغال کړه. هغه مهال افغانانو هند د خپل سنتي تسلط برخه ګڼله. انګرېزان وېرېدل او په دې پوهېدل چې هند له منزوي کېدو پرته نیول او ساتل کېدای نه شي، نو همدا وو چې پېښور او د هند لویدیزې سیمې یې سکانو ته وسپارلې او پښتونستان یې هم له افغانستانه جلا او د هند په ادارې پورې وتاړه.

همدا راز یې د افغانستان د واکمنو او درباریانو ترمنځ اختلاف، تربګنیو او جګړو ته لمن ووهله او په دې توګه انګرېزانو پر هند د افغانستان د مرستې لار وتړله او تر ۲۰۰ کلونو یې پر هغه هېواد په ارامه زړه حکومت وکړ.

تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته انګرېزان کمزوري شول او نور یې نه شوای کولای د هند د خپلواکۍ غوښتونکو په وړاندې مقاومت ته دوام ورکړي، نو همدا وو چې هند ته د خپلواکۍ ورکولو په تکل کې شول؛ خو په عین حال کې انګرېزانو نه غوښتل چې یو غښتلی هند دې خپل ترشا پرېږدي او دغه هېواد دې بیا د مسلمانانو او افغانانو تر سنتي واکمنۍ لاندې راشي. دلته یې د یوه عایق په توګه د پاکستان، کشمیر او پښتونستان مساله راپورته او د تل لپاره یې په سیمه کې د نفاق او تربګنۍ زړی وکاره او د یو غښتلي هند او افغانستان د جوړېدو مخنیوی یې پرې وکړ.

تر دې وروسته دا درې سره هېوادونه په تربګنۍ او اختلاف اخته دي، یو پر بل جغرافیوي ادعاګانې لري او په دا منځ کې تراوسه د پښتونستانیانو او کشمیریانو برخلیک ورک دی.

دغه کشمکش تر ډېره د سیمې د پراختیا مخه نیولې او په سیمه کې د نیابتي جګړو او د زبرځواکونو د راتلو او سیالۍ سبب شوی هم دی. دغه کشمکش په سیمه کې له پرمختګ او پراختیا پرته له منځه تلای نه شي. په سیمه کې پرمختګ د دې سبب کېږي چې د سیمې ټول قومونه او هېوادونه پر ځان بسیا، مجبوریتونه یې لرې او ترمنځ یې مراوده او راکړه ورکړه زیاته شي.

دا مهال د سیمې ټول هېوادونه او یا د لویې اریانا هېوادونه د پرمختګ او پراختیا په حال کې دي، اومه تولیدي او انرژیکي توکو او خپل منځي مارکېټ او راکړې ورکړې ته شدیده اړتیا لري. دوی دې هدف ته د رسېدو لپاره اړ دي چې پخپلو هېوادونو کې کورنی سیاست اصلاح کړي او باغي سیمو او قومونو ته په خپلواکۍ او امتیاز قایل شي.

پښتونستان او کشمیر ته یې  باید ازادي ورکړل او ورسره جوخت په سیمه کې لکه د اروپا ټولنه د ګډو تشکیلاتو مساله هم رامنځته شي.

دغه ګډ تشکیلات کېدای شي ګډ سیاسي، اقتصادي او ټولنیز تشکیلات لکه پارلمان، دفاغي تشکیلات، ګډې اقتصادي پروژې، ګډ مارکېټونه او ګډ بازار، ګډې مدني ټولنې، ګډ پوځي تشکیلات، ګډ کاري فرصتونه او نور اوسي.

په دغو ګډو تشکیلاتو سره کېدای شي د اریانا هېوادونه چې افغانستان یې په زړه کې او نور لکه هند، پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ترکیه، ازربایجان او نور یې په حاشیه کې راځي، د نړۍ پر یو زبرځواک بدل او د نړۍ لومړی درجه بازار رامنځته کړي.

لکه څنګه چې د دې سیمې ټول هېوادونه مسلمان مېشته دي نو ورسره کېدای شي اسلامي تمدن بیا وغوړېږي.

په دغه سیمه کې د هند، پاکستان او افغانستان اختلافونو لویه ستونزه رامنځته کړې او د سیمې د پراختیا مخه یې هم ډب کړې ده. دغو اختلافونو ته نړیوال زبرځواکونه هم لمن وهي او غواړي چې د چین او روسيې د نفوذ او پراختیا مخه پرې ونیسي.

چین د تبت پر سر له هند سره ستونزه لري او هند بیا له پاکستان سره د کشمیر پر سر ستونزه لري، افغانستان بیا د پښتونستان پر سر له پاکستان سره ستونزه لري. پاکستان او چین د هند په وړاندې او افغانستان او هند بیا د پاکستان پر وړاندې ولاړ دي. دا د کشمکش مثلثونه پرته له دې بله د حل لار نه لري چې لاندې شویو سیمو ته ازادي ورکړل شي او دا کار هغه وخت کېدونکی دی چې د سیمې هېوادونو ترمنځ باور او پرمختګ رامنځته شي.

سیمه دا مهال بن بست ته داخل شوې او تر هغه چې د سیمې د پرمختګ او پراختیا په لار کې نوی قدم پورته نه شي، نو دغه بن بست ماتېدونکی نه دی.

نوی قدم به دا وي چې د سیمې د براختیا لپاره له سیمه ییزو اقتصادي، سیاسي، پوځي او نورو امکاناتو ګټه واخلو او د سیمې هېوادونو ترمنځ د کشمکش او اختلاف ځای د همکارۍ، برابرۍ او د مساعدت سیاست او تګلار ونیسي.

افغانستان، ایران او پاکستان په دا منځ کې تر نورو ښه چانس لري، ځکه د پښتنو او پنجابیانو ترمنځ به د پښتونستان مساله پای ومومي، د تقابل سیاست به د همکارۍ پر سیاست بدل شي او پاکستان او افغانستان به د یو ستراتيژیک عمق پرځای دوه عمقه ولري او افغانستان کولای شي د کشمیر مساله هم په سوله ییزه بڼه هواره کړي او پاکستان به هم د هند پرمخ خپلې تړلې دروازې پرانیزي.

ایران به هم له چین او جاپان سره وتړل شي او په دې توګه روسیه او چین به هم له لنډې لارې د هند سمندر ته لار پیدا کړي.

همدا راز دغه هېوادونه به د ترکیې او روسیې له لارې له اروپا سره وتړل او په دې توګه د نړۍ نوی ستراتيژیک او ځواکیز انډول به ورسره رامنځته او د نړۍ امنیت به هم وړسره ډاډمن او پیاوړی شي.

افغانستان به بیا هم په دې منځ کې د زړه رول ولري او د دې مشترکې ادارې او تمدن کوربه او مبتکر به وي.

له دې کار پرته د دې سیمې د یووالي، بشپړې خپلواکۍ او پرمختګ لپاره بله لار نشته او لکه څنګه چې د ختیځ فیلسوف علامه اقبال لاهوري ویلي دي:

اسیا یک خطه یی آب و ګل است

ملت افغان در آن پیکر دل است

از ګشاد او ګشاد آسیا

از فساد او فساد آسیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *