سردار محمد همدرد

ټولو ته معلومه ده چې له ۲۰۰۰م میلادي کال راهیسي په نړۍ کې سیاستونه په خورا چټک تغیر کې روان دې ، د سپټمبر یوولسمه يې پیلامه ګڼل کیږي. کله چې امریکا دنړۍ د زبرځواک په توګه د نړۍ سیاسي سټیج ته را ودانګل او دې ډګر کې يې ښکاره  سیال هم نه درلود لومړی يې القاعده د ختیځ بلاک یعني د وخت شوروي اتحاد د ماتي لپاره وکاورل چې مشر يې اسامه بن لادن په خپله د روسانو سره جګړې لپاره افغانستان ته راولېږه ، دروسانو له ماتې وروسته يې سمدستي اسامه خپل دښمن وباله او دپاکستان په ایبټ اباد کې يې وواژه . امریکا په نړۍ کې د غچ اخیستني پالیسي غوره کړه د اسامه له وژلو او دطالبانو دحکومت تر ړنګولو وروسته په سیمه کې نور هم تاوتریخوالی زیات سو، ښه بېلګه يې افغانستان کې داسي حکومت رامنځته کړ چې دخپل ټول نظامي ځواک او مالي ملاتړ سره ـــ سره په دې ونه توانېده چې افغانستان کې ډاډمن امنیت رامنځته کړي حتی اوس نړۍ ته پرې شرمینده دي.

له دې وروسته يې منځني ختیځ کې  د سیاسي پسرلي په نوم هیوادنو کې غیر قانوني لاسوهنې پیل کړې او لومړی يې پر عراق باندي حمله وکړل. وروسته مصر ، یمن ،  لیبیا ، سوریه ، اوکرین او حتی نن سبا یې سعودي هم له داسي برخلیک سره مخ کړی دی. د امریکا او متحدینو د منفي سیاستونو په پایله کې داعش رامنځته سو،ډېر ژر يې منځني ختیځ کې پرمختګ وکړ او په نړیواله ستونزه بدل سو ، داعش دومره تونده او افراطي پالیسي غوره کړي چې د ډېرو لویو دولتونو لکه روس او چین  پام يې ځانته راواړوه. په سیمه او نړۍ کې د امریکا ، متحدینو او مخالفینو غچ اخیستونکي سیاست دومره ناوړه اغېز پر ځای پرېښود چې حتی د دې اور لمبې تر خپله امریکا او اروپا پوري ورسېدې.

په دې نیژدې څو میاشتو کې په سیمه کې نوي سیاسي لوبې پیل سوي دي ، دبېلګې په ډول ، پاکستان چې  د امریکا ډېر نژدې دوست بلل کېده د امریکا په کانګریس کې د یوه ترهګر هیواد په توګه وبلل سو.

د پاکستان سره چې دځینو مرستو ژمنې سوي وې هغه لغوه یا وځنډول سوې.

 هند چې د پاکستان سرسخت مخالف هیواد دی ، امریکا ورسره پراخه نوي سیاسي او نظامي اړیکې پیل کړې او هم هند او افغانستان یو بل ته ډېر نژدې سول. هند پاکستان کې د بلوڅو آزادي غوښتونکو لپاره راډیو ، سایټ او اپلیکیشن جوړ کړ چې پدې سره پاکستان ته نور هم په خپل کور دننه کې ستونزي ډېري سوې دکشمیر پر پوله ورته هند پوځي چمتوالی نیسي ، د افغانستان سره دهند حسنه اړیکو او پراخو مادي او معنوي مرستو پاکستان خورا وارخطا کړی دی ، دا چې پاکستان په نړۍ کې دمنزوي کېدو په لور روان دی  ، نو يې د خپل خواږه ملګري امریکا له سرخت رقیب روسیې سره دوستانه اړیکې ونښلولې او تېره ورځ يې د ګډو نظامي تمریناتو او مانورو لپاره یوه دوه سوه کسیزه ډله پاکستان ته راغله  دې ته ورته په سیمه کې ستونزي نوري هم په زیاتېدو دي ، امریکا او نړیوالي ټولنې ته په کار ده چې په نړۍ کې په ځانګړې توګه اسلامي هیوادنو کې د غچ اخیستنې له سیاست څخه راووځي او نړۍ کې د امن او دنورو هیوادنو خپلواکې ، مذهبي او نژادي درناوي  لپاره کار وکړي ، که نه ډېر ژر به نړۍ کې دریمه نړیواله جګړه رامنځته سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *