څلور کاله کیږی چې وطن ته راستون شوی یم، له هغې لومړي ورځې راهیسې تر تېرې پنجشنبې پورې مې اتصالات کاراوه، ښايي پر اتصلات ډېرې خبرې به وې چې ماته یې دویم سیم راکولو لپاره پیغام ولېږه. ور سره لیکلي و، ستاسو د اوسني او نوي سیکارټ ترمنځ به لګښت نیمايي وي . دا پیغام زما مېرمنې ته هم راغلی و، هغې ویل یو ځل یې ته ترلاسه کړه بیا به زه ور شم. کله چې په جلال اباد ښار کې مخابراتو څلور لارې ته ورغلم، د اتصالات دفتر بهر ډېر خلک ولاړ و، ګڼه ګوڼه او سره ګرمي وه، پکی هم یوازې چوپړاسي ته اېښی و، خلک په لکو پښو شل شوي و، که یو نیم به یې ملګری راغلو هغه به هسې ور ننوت.ځینې خلکو به شور جوړ کړ، چې ولې یو کس وروسته راځي او له ټولو مخکې ځي.

نورو دا شکایت هم کاوه چې خپلو ګاګانو ته په درنه نه ګوري، خو که اریبا ته ورشې هورې د خپلو ګاکانو ډېر خدمت کیږي. زما زړه هم تنګ و، خو دې خبرې چې یو کار دې پیل کړ په نیمايي کې یې مه پرېږده، ټینګ نیولی وم، نه مې غوښتل چې له سیم کارت اخستلو پرته لاړ شم. بالاخره له بیروني کتار څخه لاړو، پر شیشو واوښتو او بل لین کې ودرېدلو، بوډا به پوښتنه کوله، که د چا به بل کار و، هغوی یې مخکې کول او د هغو خلکو بخت کوټه و چې زما په څېر سیم کارټ ورته وتلی و. په دا منځ کې به کارکونکي هم پاڅېدل، یوې بلې کوټې ته به ننوتل پته یې نه لګېدله چې څه کوي. د یوه هزاره ورور زړه تنګ شو، همغه دروازه یې وټکوله چې دغه کار کونکي ور ننوتل، بل لوړ دنګ کارمند چې همدې کوټې ته روان و، له لاس یې ونیو ورته ویې ویل دروازه ولې ټکوې، هغه وویل شکایت کوم، کارمن سور شین شو، شکایت د څه لپاره کوې، هزاره ورور وویل، یوه اوونۍ کیږي، سیم کارټ مې کار نه کوي له بل چا سره تړل شوی دی، خو تاسو تراوسه دا سیم کارټ راته خلاص نه کړ، هغه بیا وویل، زموږ پورې رارسېدلی نه یې.

یو بل چا وویل، رسېدل څنګه وی دا موږ له سهار راسې درته ولاړ یو، کار مو نه کیږي. د اتصالات کارمن چې له د مخه غوسه شوی و، ویې ویل هغه ځای ته لاړ شئ چې ستاسو کار په کې وشي.

زه ور مخته شوم، ورته ومې ویل، وروره لږ دفتري اصول زده کړه، ولې خپل ګاکان یا مشتریان په دښمنانو درته بدلوې، ته د څه لپاره یې، که بل اتصالات دفتر وی، خو تاته به څوک نه راتلل. څو خبرې هغه وکړې څو زما له خولې ووتلې، خلکو شور جوړ کړ، ګرمي وه، یوه اوبه وغوښتلې، کارمن یې وویل بیرون په پیسو درته اوبه واخلئ. ما چې د خلکو حال لید غوسه راغله غوښتل مې د هغوی نظرونه واخلم، څو انځورونه مې واېستل، د اتصالات بوډا چپړاسي خپل یوه کارمن ته وویل، هغه وویل، ته ولې بې اجازې انځورونه اخلې. ما ورته وویل، له انځورونو به مې منع کړې، خو له شکایت به مې کله منع کړې. همدا نن په تاسو لیکنه کوم ویل یې ویې کړه، څه دې چې زړه وي، زه چې یوه بل سیمکارټ لپاره ورغلی وم، خپل مبایل مې خلاص کړ، د اتصالات سیم کارټ مې ترې وباسه د دوی په مخ کې مې مات کړ. ترې را روان شوم. زما سره یو بل ملګری چې په کونړ کې له ځايي رسنیو سره همکار دی، هغه هم له سیم کارټ اخستلو پرته را ووت. ګړۍ ته مې کتل لس نیمې بجې وې، د لمر خاته لور ته به سل متره تللی نه وم چې د اریبا په دفتر ور ننوتم، پام مې د اوبو ترموس ته شو، اول مې دوه ګیلاسه اوبه پر سر واړولې. خلک په څوکیو کې وار(نوبت) ته ناست و، زما نمبر چې راورسېد، داسې دوه سیکارټونه مې ترې واخستل چې یو بل ته په دقیقه کې له یوې افغانۍ کم مصرف لري.

ور سره دا عامه اړیکو د یوه پوه دا خبره را په زړه شوه چې خپل ګاکان یا مشتریان په دښمنانو مه بدلوئ. که دغو کارمنانو سم سلکو کړی وی، ما به نن دوه سیمکارټونه درلودل، مېرمن مې چې دوه سیم کارټونه لري، بل به یې هم ترلاسه کړی و، هغه بل کونړي ملګري به هم یو سیمکارټ اخستی و، خو ددوی د بې پروايي له امله شپږ سیم کارټونه ناچله شول، یا د یوه سیم کاټ په ماتولو سره ما د دوی شپږ سیم کارټونه مات کړل، ما د بلې شبکې سیم کارټ واخست، د اتصالات تاوان خپل وشو، خو که دا ډول بې پروايي کوي، ممکن هره ورځ داسې خپل ګاکان له لاسه ور کړي او ځانته یې په دښمنانو بدل کړي. هغه د داسې شبکې چې ډېر مینه وال لري په زرګونو خلک په کې روزي پیدا کوي. د یوه ګاک سره بې پروايي، د زرګونو خلکو له روزۍ او دندې سره بې پروايي ده.

7 thoughts on “سیمکارټونه چا مات کړل / ودان پرهېز”
  1. په [ګاګانو] باندې پوه نه شوو، ما ته ترې د پنجابیانو د چټلو مسالو بوی راځي.

  2. ګاک دومره سخته کلمه نه ده چې ته پوی شوي نه یی، که په مشتري پوهیږي د عربانو او ایرانیانو بوی نه ترې در ځي، نو په ګاک هم بویه پوی یې

  3. ډیره ښه لیکنه مو کړی . زما خو همدومره د وسه وشول چی د اتصلاتو منجر عاطف لطیفی ته می ستاسو لیکنه ورولیګله . خدای دی وکړی چی خپل کارکونکی په دفتری اصولو او مقراراتو باندی پوه کړی

  4. ملګری خبری خو دی ډیری پخی معلومیږی خو د ژورنالیزم د اصولو سره سم نه ته او نه هم تاند ویب پاڼه دا حق لری چی بیله کومو ښکاره شواهدو دوه مخابراتی شرکتونه سره مقایسه او یو تر هغه بل بد وبولی زړه ته می لویږی چی یا هم ته او یا هم د کورنی بل کوم غړی دی د اریبا سره کار کوی که نه نو د اتصالات شکایت کافی وه د اریبا نوم اخستل او د هغه صفت کول د هیڅ اصولو سره سم نه دی، پاته دی نه وی چی زه خپله یو ددغو دوو مخابراتی شرکتو چی تاسو یاد کړل د سیمکارتو څخه استفاده نه کوم.

  5. رښتیا چې اتصالات کارکونکی اوس مغرور شوی دی، خپلو مشتریانو ته د صداقت خدمت نه کوی
    هیله ده د اتصالات مشران یی ولولی

  6. شاغلیی هیواد دا لیکنه نه د تاند رپوټ دی او نا زه رپورټر یم، ما خپل لیدلي کتلي سره ټول کړي او لیکنه مې ترې جوړه کړې ده. پاتې شوه د اریبا خبره، هغه ډېره یاده شوه، په اتصالات پسې هم ډېرې خبرې وشوې، خو ما نه د اریبا او نه د اتصالات پرضد هرڅه راخیستي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *