تاند- د چین سینهوا خبري اژانس د کابل ښار په زړه کې د شنبې د ورځې خونړۍ حملې ټولو افغانانو ته ټکان ورکړ او دا پیغام یې درلود چې طالبان نورې حملې هم کوي.
اژانس د شناندو په قول وايي، د طالب سختدریځو د شنبې د ورځې خونړۍ حمله لومړنۍ حمله نه وه او نه به وروستۍ وي.
شنونکي باور لري چې د طالبانو په منځ کې افراطي عناصر به د تېرو کلونو په شان په راتلونکي کې د افغانانو هدف ګرځولو ته دوام ورکړي.
کتونکي وايي، طالبان په دې ډول حملو- چې پرون یې په کابل کې وکړه – له یوې خوا غواړي خپل قدرت وښيي چې د ډېرو خلکو وینې بهیولی شي، له بلې خوا غواړي چې د سولې لپاره روانې هلې ځلې تخریب او خنثي کړي.
د وروستیو راپورونو له مخې، طالبانو د کابل په پرونۍ حمله کې تر ۱۰۳ زیات افغانان وژلي او ۲۳۵ نور یې ژوبل کړي دي.
دوی تر دې وړاندې د تېرې اوونۍ د شنبې او یکشنبې ترمنځ د کابل تر ټولو په پرتمین هوټل انترکانتینینټل کې د ۱۴ بهرنیانو په شمول ۲۲ تنه ووژل او په لسګونو نور ژوبل کړل.
سینهوا زیاتوي، طالبانو په داسې حال کې پر ښاریانو خونړۍ حملې زیاتې کړي چې د امریکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونو پر طالبانو فشار زیات کړی دی.
افغان او امریکايي چارواکو ویلي چې د پسرلي تر راتګ مخکې پر طالبانو فشار زیاتوي چې د هغوی د حملو پلانونه ګډوډ کړي.
سینهوا وايي، د طالبانو د حملو یو بل هدف دا دی چې خلکو ته وښيي چې امنیت نه لري او حکومت د ولس په وړاندې بدنامه شي.
د پوهنتون استاد عبدالقهار سروري سینهوا اژانس ته وویل، د طالبانو د حملو، په تېره بیا د شنبې د ورځې د حملې یو اساسي هدف دا و چې امنیتي ادارې خورا کمزورې دي، او د حملو د کشف او شنډولو توان نه لري.
د ښاغلي سروري په وینا په وژونکو تروریستي حملو کې د طالبانو هدف له یوې خوا د خپل قدرت ښودل دي؛ له بلې خوا د ولس په منځ کې د حکومت بدنامول. دوی غواړي چې خلکو ته دا پیغام ورکړي چې حکومت یې امنیت نه شي ساتلی.
خو په دې برخه کې د طالبانو تر حملو هم یو شمېر سیاسي مخالفان، په تېره بیا هغوی چې دولتي چوکۍ په لاس نه دي ورغلي، زیات منفي رول لوبوي.
دا کسان د تلویزیونونو او راډیوګانو له لوري د سیاسي کارپوهانو په نوم معرفي کېږي او د دې پر ځای چې د طالبانو جنایتونه وغندي، د طالب د جنایت په خاطر حکومت او امنیتي ادارو ته بد رد وايي. د دوی دا کار طالبان خونړیو تروریستي حملو ته لا زیات هڅوي.