تاند، جمعه، د عقرب ۱۰مه: د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د درملوګ کمپنۍ د بایومتریک ماشینونو په تړاو به د هرې هغې پلټنې هرکلی وکړي چې د ټاکنو د روڼتیا سبب ګرځي.

کمېسیون دا خبرې وروسته له هغې وکړې چې د حامد کرزي اړوند کابل نیوز ټلویزیون د درملوګ د قرارداد، فعالیت، ماموریت او بایومتریک ماشینونو اړوند د امریکا د ځانګړي مفتش سیګار د پلټنو د پیل خبر ورکړ.

کابل نیوز ویلي، سیګار د بایومتریک ماشینونو معیار او بیې هم څېړي.

 نن جمعه د ټاکنو کمېسیون غړو په دې اړه وویل، دوی د هر راز پلټنو هرکلی کوي خو دا پلټنې باید د تخنیکي چارو په اړه وي، نه دا چې سیاسي لاسوهنه وانګیرل شي.

پر درملوګ شرکت تور دی چې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون ته یې غیر معیاري بایومتریک ماشینونه ورکړي دي چې له کبله یې ډېرې تخنیکي ستونزې رازېږېدلې دي.

همدا راز ویل کېږي چې درملوګ شرکت افغانستان ته بایومتریک ماشینونه په چین کې به ډېره کمه بیه او کم معیار جوړ کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *