تاند- د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرپلټونکی وايي، افغانستان له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۴ پوري هر کال له ۳ ملیارده تر درې ملیارده او درې سوه ملیون ډالرو په ارزښت بهر ته صادرات کړي دي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د سرپلټونکي دفتر (سیګار) په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې افغانستان تېر کال (۲۰۱۴) د امریکا متحدو ایالتونو ته د ۶۳ ملیون ډالرو صادرات کړي خو امریکا تېر کال افغانستان ته د ۷۸۲ ملیون ډالرو په ارزښت مالونه صادر کړي دي.
سیګار دا هم ویلي چې له زیات تجارتي کسر سره سره افغانستان په تېرو درو میاشتو کې د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره هڅو ته دوام ورکړی دی.
سیګار وايي، افغانستان به د مرسته والو هیوادونو له کومکه پرته اوس په کورني ناخالص تولید کې ۴۱ فیصده کسر ولري.
مرستندوی هیوادونه له افغانستان سره د خپلو ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې مرسته کوي او د دغه هیواد ولسمشر محمد اشرف غني په دې لټه کې دی چې د سیمې د هیوادونو ترمنځ اقتصادي همکارۍ پراخې شي او افغانستان د سیمې په ترانزیتي څلور لارې بدل کړي.