تاند، جمعه، د ثور ۱۲مه: د افغانستان پر بیا رغاونه د څار مفتش سیګار د امریکا کانګرس ته په خپل راپور کې د افغانستان د روغتیايي سیسټم په ضعف، لوږه، د ماشومانو د خوارځواکۍ، جګړې له کبله د ناورین راپورته کېدو خبرداری ورکړی دی.
د سیګار مشر جان سوپکو ویلي، د کورونا بحران او ورسره د افغانستان د طبي سیسټم احتمالي ناورین کولی شي چې په افغانستان کې د امریکا د سولې هڅې زیانمنې کړي.
راپور کې ویل شوي چې د کورونا ویروس بحران نه یوازې افغانستان سخت زیانمن کړی دی، بلکې د سولې هلې ځلې یې هم پیچلې کړې دي او افغانستان ته د بشردوستانه مرستو تر څنګ د سوداګریزو توکو لېږد هم سخت شوی دی.
د جان سوپکو په خبره په افغانستان کې بې شمېره زیان راپورته کوونکې پدیدې لکه د روغتیايي سیستم کمزوري، خوارځواکي، ګڼې ناروغۍ، داخلي بې کوره شوي، ایران سره د پولې شریکوالی او روانه جګړه هغه څه دي چې په دغه هېواد کې به راتلونکو میاشتو کې لوی ناورین راپورته کړي.
جان سوپکو همدارز ویلي، په افغانستان کې د بیو لوړوالی به بحران لا سخت کړي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د ماشومانو د ملاتړ نړیوال بنسټ هم په افغانستان کې د لوږې د توفان د راپورته کېدوخبرداری ورکړی دی.
دمګړۍ افغانستان د کورونا له کبله ۲۳۳۹ متاثر شوي کسان لري خو د لوږې او اقتصادي بحران له کبله د افغانستان نیمايي وګړي تر منفي تاثیراتو لاندې دي.