تاند، یکشنبه، د عقرب ۱۹مه: سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي چې امریکا له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستانکې د مخدره توکو پر ضد د مبارزې برخه کې ۸ میلیارده او ۹۴۰ میلیونه ډالر لګولي دي.

 سیګار ویلي، په افغانستان کې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو پر مهال تولید شوي مخدره توکي د دغه هېواد د ټولو صادراتو  له پیسو لوړ وو.

 سیګار وایي که څه هم په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې ۲۰ سلنه د کوکنارو کښت راکم شوی خو لا هم افغانستان د کوکنار د تولید له کبله دویم لوی هېواد دی او اوس کوکنار د افغانانو د معیشیت اساسي توکی ګرځېدلی دی.

 راپور وايي، افغانستان کې د کوکنارو په کښت، قاچاق، ټولولو او سوداګرۍ بوخت کسان د افغانستان د ملي اردو له سرتېرو زیات دي.

 خو د سیګار راپور په داسې حال کې ورکول شوی چې شنونکي په امریکا نیوکه کوي چې د مخدره توکو کاروبار ته یې په افغانستان کې وده ورکړې ده.

دوی وايي، نه پوهېږي چې امریکا دا نهه میلیارده ډالر د کوکنارو په ضد مبارزه کې چېرته لګولي دي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *