تاند- د افغانستان د دفاع وزارت پر نوې ودانۍ نژدې ۱۵۵ ملیون ډالره لګېدلي، خو له دومره زیات لګښت سره سره زلزله ضد نه ده.
په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د سرمفتش د هغه راپور له مخې، چې نن /پنجشنبه/ خپور شو، د افغانستان د دفاع وزارت ودانۍ تر لومړني اټکل ۱۰۶ ملیون ډالره ګرانه او ۵ کاله ناوخته جوړه شوه.
د سرمفتش (سیګار) په راپور کې همداراز ویل شوي:«دا ودانۍ د قرارداد مطابق جوړه شوې او داسي ښکاري چې ښه جوړه شوې وي. موږ ځیني عیبونه پکې وینو چې د هغې د کلکوالي په اړه دي، په تېره بیا د زلزلې په وخت د ودانۍ د جلاکوونکو برخو.»
په ۲۰۰۹ میلادي کال د دې ودانۍ د کار د پیلېدو په مهال په پام کې وه چې په ۴۸ ملیونه او ۷ لکه ډالره تمامه او په ۱۸ میاشتو کې بشپړه شي.
د سیګار د راپور له مخې، دا پروژه هغه مهال د ځنډ ښکار شوه چې د افغانستان ملي اردو د نژدې یو کال په مخه قراردادیان پرې نښودل چې د ودانۍ د جوړېدو سیمې ته لاړ شي. وروسته هوا، امنیت او د پیسو د نشتوالي په شان عوامل د افغانستان د دفاع وزارت د نوې ودانۍ د جوړېدو خنډ شول.
دا پنځه منزله ودانۍ سږ کال (لمریز) بشپړه او افتتاح شوه.
په ودانۍ کې د قوماندې مرکز، خوړنځایونه، د زرو کسانو لپاره ادیتوریم، درملځي او نورې اسانتیاوې شاملې دي.
خو د سیګار راپور وايي چې د زلزلې په وړاندې مقاومت د دې ودانۍ د جوړولو په وخت په پام کې نه دی نیول شوی، په تېره بیا د ودانۍ سره جلاکوونکې برخې زلزله ضد نه دي.
افغانستان یو زلزله لرونکی هیواد دی. د تېر (۲۰۱۵) م کال د اکتوبر په ۲۶ مه د ریښتر په کچه ۷ اعشاریه ۵ درجې زلزلې په افغانستان او پاکستان کې په سلګونو کسان مړه کړل. د دسمبر په ۲۵مه ۶ اعشاریه ۳ درجې زلزلې هم یو شمېر کورونه ونړول او مرګ ژوبلې یې پېښې کړې.
که داخبر رښتياوي بايد ساختماني انجنيران اوهغه چاچې دخپلوعایداتو لپاره قانون تر خپو لاندې کړئ سختې څخه سخته جزا وويني ترڅو نورو د بيت المال غلو ته د خطر زنګ و اوسي