تاند- د افغانستان د بیارغونې د څارنې لپاره د امریکا سرمفتش وايي، د افغانستان د سړکونو د جوړولو او مراقبت کمزوري بهیر ته په کتو په تېره څه باندې یوه لسیزه کې د افغانستان پر سړکونو د امریکا د ملیاردونو ډالرو لګښت د ضایع کېدو له خطر سره مخامخ دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د بیارغونې خاص سرمفتش جان سوپکو (سیګار) په یوه راپور کې ویلي، امریکايي ادارو له ۲۰۰۲ څخه تراوسه پوري د افغانستان د سړکونو پر جوړولو ۲ ملیارده او ۸۰۰ ملیون ډالره ولګول، خو نه مراقبت او د طالبانو بلوا دا سړکونه د له منځه تګ له خطر سره مخامخ کړي دي.

roadپه راپور کې یادونه شوې، سره له دې چې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (یوایس ایډ) او دفاع وزارت (پینتاګون) په افغانستان کې پر سړکونو په ملیاردونو ډالر لګولي، خو دوی د اوږدې مودې لپاره د دغو سړکونو په ساتنه کې زیات بریالي نه ول.

د سیګار په راپور کې راغلي«که ټاکل شوې وي چې افغانستان داسي اقتصاد ولري چې په ۲۰۲۰ م کال کې د نړیوالو د مرستو له پای ته رسېدو وروسته په ځان متکي وي، باید د دغه هیواد مواصلاتي لارې ښې کړای شي. خو له بده مرغه د افغانستان لویې لارې چې له یوې خوا د اقلیمي شرایطو له کبله زیان ویني او له بلې خوا په وخت ترمیم کېږي نه، تر دې هم زیاتې د یاغیانو د ماینونو په وسیله له منځه ځي.

د دې راپور له مخې، د افغانستان په سلو کې ۵۴ جوړ شوي سړکونه ترمیم او بیارغونې ته اړتیا لري.

د امریکا پوځ ویلي چې د افغانستان حکومت د سړکونو د ساتنې توان نه لري.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د خاص سرمفتش په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د ماینونو او ورانکاریو له کبله د کابل – کندهار لویه لار نور ترمیم کېدای نه شي بلکې باید له سره ورغول شي.

په دې راپور کې د افغان چارواکو په قول ویل شوي چې د افغانستان په سلو کې ۲۰ سړکونه بیخي ویجاړ شوي او ۸۹ فیصده نور هم په بد حالت کې دي.

د دغو سړکونو د ترمیم او مراقبت لپاره د کال ۱۰۰ ملیون ډالرو ته اړتیا ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *