د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا خاص سرمفتش جان سوپکو

عکس: جان سوپکو –

تاند- له افغانستانه د ټولو محاربو نړیوالو ځواکونو د وتلو په درشل کې سیګار یا په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د سرپلټونکي دفتر خبرداری ورکړ چې په دغه هیواد کې د امریکا د ملیاردونو ډالرو پروژې له خطر سره مخامخ دي.

د سیګار د مشر جان سوپکو له راپور سره سم، د امریکا له لوري په ۱۰۴ ملیارد ډالرو اکثره جوړې شوې پروژې ممکن ضایع شي ځکه چې د افغانستان حکومت یې ساتلی او حمایه کولی نه شي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د خاص سرمفتش دفتر یا سیګار په یوه راپور کې، چې پرون یې خپور کړ، وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونه له مالي نظره په خپلو پښو ولاړ نه دي.

راپور خبرداری ورکوي چې د مرسته کوونکو هیوادونو له مرستې پرته د افغانستان حکومت د خپلو اداري او دغه راز پرمختیايي چارو د مصرف لویه برخه نه شي پوره کولی.

دا هم ویل شوي چې د امریکا متحد ایالتونه په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد هراړخیزه ستراتیژي نه لري او د مخدرو موادو پر ضد عملیات نور د امریکا د متحدو ایالتونو لپاره لومړیتوب نه لري.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د کوکنارو کر او د تریاکو تولید سو کال تر تېرو کلونو زیات و.

د شفافیت د نړیوالې اداري په وروستي راپور کې د اداري فساد له پلوه افغانستان د اخر له خوا څلورم هیواد ګڼل شوی چې فساد پکې زیات دی.

په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د څارلو لپاره سرمفتش جان سوپکو بیا بیا خبرداري ورکړي چې له دغه هیواده د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به د بیارغونې د پروژو څارنه لا ګرانه شي.

سیګار، چې په ۲۰۰۸ میلادي کال په افغانستان کې د امریکا له لوري د ملیاردونو ډالرو د څارنې لپاره جوړ شو، د اداري فساد، د افغانستان د حکومت د ظرفیت، د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیا، د قرادادونو د ادارې، ستراتیژۍ او پلان جوړونې په شمول اووه مسلې له زیات خطر سره مخامخ تشخیص کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *