تاند، شنبه، د دلوې ۱۲مه: سیگار د امریکا کانګریس ته په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي، د ۲۰۱۹ کال په وروستیو دریومیاشتو کې پر افغان او امریکايي ځواکونو د طالبانو بریدونه په بې ساري ډول زیات شوي وو، خو په مقابل کې یې پر دغې ډلې هوايي بریدونه هم له ۲۰۱۰ کال څخه د راوروسته مودې په پرتله خورا لوړ شوي دي.

د سیګار د راپور له مخې پر طالبانو ۸۲۰۴ مؤثر بریدونه شوي چې د تلفاتو شمېر یې ۷۶۸۵ تنو ته رسېږي.

د افغانستان په بیا رغاونه د څار اداره یا سیګار وايي، د ۲۰۱۹ کال په لومړیو کې چې د سولې مذاکرات پيل شوي وو، د طالبانو لخوا بریدونه کم وو، خو د مذاکراتو په لغوه کېدو دا بریدونه بیرته لوړ شول او د ولسمشریزو ټاکنو په موده کې له جون څخه تر سپټمبره پورې دغو بریدونو درانه تلفات واړول.

په راپور کې چې تېره ورځ نشر شو راغلي چې ۲۰۱۹ کال کې ۲۳ امریکايي سرتېري وژل شوي او ۱۹۲ نور ژوبل شوي دي.

په راپور کې دافغانستان وضعیت نسبتا ښه ارزول شوی او وايي چې د کال په لومړیو دریو میاشتو کې د وروستیو دریو میاشتو به پرتله ۲۰ سلنه ملکي تلفات کم وو، همدا راز راپور وايي چې د کال په وروستیو شپږو میاشتو کې افغان ځواکونو هم پر طالبانو غلبه حاصله کړې او لاسته راوړنې یې زیاتې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *