تاند، شنبه، د اسد ۱۲مه: د افغانستان پر بیا رغونې د امریکا مفتش سیګار په خپل تازه راپور کې وایي، د افغان ځواکونود بایومټریک پروسې له پيل راهیسې تر دې دمه د ملي اردو له لیکو څخه ۴۲ زره خیالي نومونه ایستل شوي دي.

سیګار زیاتوي، د روان ۲۰۱۹ میلادي کال وروستیو دریو میاشتو کې د ملي پوځ د سرتېرو په شمېر کې د تېر ۲۰۱۸ کال په پرتله د پام وړ کموالی لیدل کېږي.

راپور وايي، د ۴۲ زره خیالي پوځیانو د نومونو ایستل کېدو د فساد هغه زمینه له منځه وړې ده چې له امریکا او د هغې له ملګرو هېوادونو سره په افغانستان کې کېده.

د خیالي سرتېرو خبره یوازې په ملي اردو کې نه بلکې لا هم د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې خیالي معلمین، خیالي پولیس او خیالي مامورین د افغانستان د حکومت لپاره د فساد ضد مبارزه کې لوی چلنج دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *