د پوهنې وزارت

د USAID امریکايي ادارې له لوري د افغانستان د بیارغونې د مرستو د سرمفتش دفتر(سیګار) ته په استول شوي تفصیلي لیک کې د پوهنې د اوسني وزیر اسدالله بلخي هغه خبرې چې وزارت ته له راتګ وروسته یې د ولسي جرکې په عمومي غونډه کې کړې وي چې ګواکې په پخوانۍ اداره کې د پراخ فساد له کبله ګڼ شمیر خیالي ښوونکي او ښوونځي موجود دي، په کلکه رد کړې دي او دا خبرې یې بابیزه بللې او د افغانستان د تیر ۱۴ نظام تر ټولو ستره لاسته راوړنه یې معارف په ګوته کړی دی.

د وزیر بلخي ددغو څرګندونو په پایله کې د افغانستان د معارف د نظام تمویل کوونکی ادارې اندیښمنې شوې چې ګواکې د دوی مرستې په تیرو کلونو کې بې ځایه او د شخصي خلکو جیبونو ته تللې او له همدې کبله یې د امریکا متحده ایالاتو له انکشافي ادارې څخه په یوه لیک کې غوښتې و ، څو په دې باب توضیحات ورکړي.

د معارف په نظام کې د امریکا د مرستو د پر ځای لګیدو او شفافیت په اړه د USAID ددغه لیک له خپرولو سره سم، د پوهني پخواني وزیر فاروق وردک په یوه اعلامیه کې په کلکه ددغه لیک دفاع کړې او پخوانۍ اوازې یې بابیزه او د معارف د نظام په زیان بللې دي.

د پوهنې د پخواني وزیر له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کاږي، هغه تورونه چې د افغانستان د پوهنې د معاصر نظام پر پاکه لمن لګول شوي وو، د دې لامل شول چې د یو شمېر هیوادوالو او ځینو نړیوالو مرستندویانو ذهنونه مغشوش کړي او د پوهنې د نظام روان بې ساری پرمختګ سست کړي.

اعلامیه د USAID ادارې ته د سیګار د ځوابیه لیک په استناد کاږي: (( د هغو رسنیو راپورونه چې پر بنسټ یې د سیګار لیک را استول شوی، له حقیقت څخه لیرې دي او هېڅ داسې شواهد نه دی پیدا شوي چې د امریکا متحده ایالاتو له لوري دې په شوې مرسته کې پر غبڼ او اختلاس دلالت وکړي،))

په اعلامیه کې دغه شان راغلي چې له شک پرته د افغانستان د پوهنې نظام د نورو ټولو برنامو په پرتله ډېر بریالی و چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې یې په ملیونو نجونو او هلکانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده؛ چې دغه پرمختګ د بېلابېلو بنسټونو په سروېګانو، لکه د ایشیا فونډېشن په کلنۍ سروې کې هم څرګند شوی دی

د اعلامیې له مخې، (( د نړیوال پرمختګ لپاره د امریکا متحده ایالاتو ادارې (USAID) څېړنو هېڅ داسې شواهد نه دي ترلاسه کړي چې د بودجې پر ناسم مصرف دې دلالت وکړي.))

په اعلامیه کې پر هغو رسنیو هم نیوکه شوې، چې له مسلکي قضاوت پرته د ځینې کړیو په اشاره یې له دغه مکتوب څخه تحقیقې راپور جوړ کړ چې ګواکې دا ټولې مرستې حیف میل شوې دي، په داسې حال کې چې ددغو مرستو د پر ځای لګیدو په اړه دواړه امریکایي ادارې ډاډ څرګندوې چې ددوی د مرستو د حیف میل کیدو په اړه هیڅ لاسوند نه دی موندل شوی.

د پوهنې د پخواني وزیر له مطبوعاتي دفتر د خپرې شوې اعلامیې سره ضم هغه لینک هم رسنیو ته د سند په توګه استول شوی چې د سیګار او USAID ادارو په دې اړه تفصیلي ډاډ له خپلو مرستو څرکند کړی دی.

ددغه راپور په اړه د پوهني اوسني وزیر اسدالله بلخي تر اوسه څه نه دي ویلي چې نوموړې ولې هغه مهال داسې څرګندونې کړې وي چې د بهرنیو تمویل کوونکو اندیښنه او بې باوري یې رامنځته کړه او په پایله کې یې هغه تورونه ثابت هم نه شول او په خپله د سیګار او USAID ادارو له لوري په کلکه د نوموړي تورونه رد شول.

د USAID ادارې لخوا لیږل شوی مکتوب لینک

One thought on “سیګار د پوهني د اوسني وزیر د مکاتبو او فساد تورونه رد کړل”
  1. هغه پښتو متل دۍ کوم چی وایی: تر څو چی رښتیا را رسی ،درواغ کلی ورانوی، دلته همداسی وشول چی ښاغلی بلخی پخپله چانټه کی له توپیر او کیني برته بل څه نه لرل نو یی درواغو ته پناه وروړله،دلته یی هم دهماغه زړی طریقی څخه کار واخیست په پوره بیشرمۍ یی درواغ وویل او د خپلو اظهاراتو په اړه یی هیڅ مسولیت هم ونه منلو،دوی همدغه د ناروغ او ړانده ذهنیت څښتنان هیڅوخت هم دی ته حاضر ندی چی د یوه پښتانه بریا ومنی او یایی وستایی، له بده مرغه دوی ټول په یوه ډیره وړه دایره کښی خپل ذهن مصروف ساتی او هغه دا چی باید هیڅوخت کوم پښتون ونه ستایل شی او ټولی ښیګڼی د په دوی کی وی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *