تاند، شنبه، د قوس ۲مه: د افغانستان په بیا رغونې د امریکا د څار اداره یا سیګار وايي، سږ کال پر افغان ځواکونو له خپلو صفونو څخه ۴۹ نفوذي بریدونو بریدونو کې ۱۶۷ سرتېري وژل شوي دي.
د سیګار په تازه راپور کې راغلی چې یوازې له جون څخه تر اګست پورې د افغان ځواکونو په لیکو کې ۳۰ نفوذي بریدونه شوي دي چې دا تر جون وړاندې د دریو میاشتو په پرتله بې ساري ارقام دي او په دغو دریو میاشتو کې له نفوذي بریدونو ۸۷ سرتېري وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په دې تړاو کوم غبرګون تر اوسه نه دی ښودلی خو د راپورونوله مخې سږ کال په سرپل، ننګرهار، کندهار او غزني کې ګڼ داسې بریدونه شوي دي.