تاند- د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د خاص سرمفتش د دفتر په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې په وروستیو درو میاشتو کې د طالبانو د کنټرول ساحه تنګه شوې ده.

د دې ادارې د معلوماتو پر اساس د سږ کال د مې په نیمايي کې طالبانو د افغانستان ۵۹ ولسوالۍ په کنټرول کې لرلې خو اوس دا ډله ۴۹ ولسوالۍ په لاس کې لري.

سیګار وايي، د هغو ارقامو له مخې، چې په افغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندې قاطع ملاتړ ماموریت ورکړي، په وروستیو درو میاشتو کې د افغانستان حکومت د هیواد له ۴۰۷ ولسوالیو څخه پر ۲۲۶ ولسوالیو بشپړ کنترول درلود چې په سلو کې تر ۵۵ یو څه زیات دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د خاص سرمفتش د دفتر په وینا د دې معنا دا ده چې په تېرو درو میاشتو کې صفر اعشاریه ۷ سلنه خاوره د افغان امنیتي ځواکونو له کنټروله وتلې ده.

دا له ۲۰۱۵ م کال را په دې خوا چې سیګار په افغانستان کې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو په اړه څېړنې پیل کړي دي، تر ټولو کم حد دی.

د سیګار پر اساس د افغانستان ۴۹ ولسوالۍ، چې په سلو کې ۱۲ کېږي، د دولت د وسله والو مخالفانو په لاس کې دي.

خو ۱۳۲ نورې ولسوالۍ د حکومت، طالبانو او نورو وسله والو ډلو ترمنځ لاس په لاس کېږي.

د طالبانو د کنټرول ساحه په دې خاطر کمه شوې چې ۱۰ ولسوالۍ، چې پخوا د دې ډلې په لاس کې وې، اوس لاس په لاس کېږي.

د نفوس له نظره د افغانستان د حکومت د کنټرول اندازه کمه شوې نه ده او لا هم د پخوا په شان ۶۵ اعشاریه ۲ فیصده نفوس د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې اوسي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د خاص سرمفتش د راپور له مخې، په وروستیو میاشتو کې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات زیات شوي دي.

د دې ادارې پر اساس، د افغانستان د امنیتي وضعیت د خرابېدو او د مرګ ژوبلو د ډېرېدو یو علت په افغان پولیس او ملي اردو کې ځینې ستونزې دي.

که څه هم د سیګار په راپور کې د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو د زیاتېدو یادونه شوې خو د وژل شویو پوځیانو د شمېر یادونه نه ده شوې.

په اصل کې وروسته له دې چې تېر کال امریکا د افغانستان د حکومت له دې غوښتنې سره موافقه وکړه چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مرګ ژوبلو شمېر به نه اعلانوي، د دغو ځواکونو د تلفاتو شمېر بیا نه دی اعلان شوی.

خو سیګار د قاطع ملاتړ ماموریت په قول ویلي چې سږنی دوبی د مرګ ژوبلو له نظره بې ساری و.

روانه اوونۍ د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس وویل چې یوازې په اګست میاشت کې تر ۱۰۰۰ زیات افغان ځوانان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

سیګار وايي چې په وروستیو درو میاشتو کې افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو پر ضد په جګړه کې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی خو دا تاییدوي چې دغو ځواکونو د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې پر ضد ځینې پرمختګونه کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *