د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا خاص سرمفتش جان سوپکو

تاند، سه شنبه، د اسد ۸مه: د افغانستان د بیا رغونې په چارو د امریکا ځانګړی مفتش (سیګار) وايي، که څه هم د افغان ځواکونو پر تمویل او تجهیز ۱۸ ملیارده ډالر لګول شوي خو دا ځواکونه لا هم له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

د سیګار رئیس جان سوپکو د سي ایس آی ایس په نوم د ستراتیژیکو مطالعاتو نړیوال مرکز ته وینا کې وویل، متاسفانه افغانستان کې د ملګرو ملتونو او امریکا پر نظامي مرستو هیڅ څار موجود نه و او همدا وجه ده چې افغان ځواکونه لا هم په یوازې توګه د ترهګرو د مقابلې وړتیا نه لري.

نوموړی وايي، پر افغان ځواکونو ۶۰۰ زره مختلفې وسلې، ۷۰ زره نقلیه وسایط او موټر او ۲۰۰ الوتکې ویشل شوي، خو په اطمینان سره وایم افغان ځواکونه به له هوکړې وروسته طالبانو سره سوله ونه شي ساتلی: (( زموږ څېړنه دا ده چې د ناټو او امریکا هڅې پلان شوې نه وې او افغان ځواکونه اوس په یوه ستونزه کې پاتې دي، دوی همدا اوس هم بهرنیو تخنیکي، مسلکي او مالي مرستو ته اړ دي))

خو دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب وايي، افغان ځواکونه دا مهال د ټول هېواد د جګړې ډګرونه خپله مدیریت کوي او بهرني ځواکونه په شمول د امریکایانو له دوی سره یوازې د مرستندویانو رول مخته وړي.

2 thoughts on “سیګار: له ۱۸ ملیارده ډالري مصرف وروسته لا هم افغان ځواکونه پوره تجهیز نه دي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *