تاند- د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتش په یوه راپور کې وویل، د امریکا پوځ له دې سره سره په نژدې ۱۵ ملیون ډالره د ګودامونو د جوړولو مخه ونه نیولی شوه، چې په دې احتمال پوهېدل چې له دې ودانۍ څخه به ايتلافي ځواکونه کار وانخلي.

سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د خاص سرمفتش دفتر پرون وویل، دا ودانۍ، چې د ۱۴ ملیونه او ۷ لکه ډالرو په لګښت د کندهار په هوايي ډګر کې جوړې شوي، څلور لوی ګودامونه، اداري خونې او نامعلوم شمېر نور تاسیسات لري.

دا ودانۍ، چې ۱۷۳۵۲۸ فوټ مربع پراخوالی لري، په ځنډ جوړې شوې او د هغه هدف لپاره استعمال نه شوې چې ورته جوړېدلې.

ټاکل شوې ده چې اوس دا ودانۍ د افغانستان حکومت ته وسپارل شي.

سیګار ویلي چې له امریکايي قومندانانو په دې باب پوښتنه کوي، سره له دې چې امریکا په ۲۰۱۳ کال له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو پرېکړه کړې وه، ولي یې د دغو ودانیو پر جوړولو پیسې ولګولې.

ټاکل شوې وه چې په دغه ځای کې د ناټو او امریکايي پوځیانو د خوراکي موادو، تېلو او نورو لوژیستیکي وسایلو د توزیع مرکز جوړ شي.

د دې ګودامونو د جوړولو قرارداد په ۲۰۱۰ کال دوو ترکي شرکتونو ته ورکړای شوی و.

دا په افغانستان کې د امریکا د پیسو د ضایع کېدو په اړه د سیګار د راپورونو د لړۍ وروستی مورد دی.

اړوند خبرونه

سیګار وايي، د افغان پولیسو لپاره د امریکا ۲ سوه ملیون ډالره ضایع شوي

سیګار:امریکا نه پوهیږي چې د افغانستان کوم ځای کې یي روغتیايي مرکزونه جوړ کړي

د ځینو مسوولینو او سیګار ادارې د وروستیو تورونو په اړه وضاحت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *