تاند- په افغانستان کې د امریکا د مرستو د سرپلټونکي دفتر وايي چې د افغانستان د قانون د ټینګښت او انتظام لپاره د امریکا شاوخوا ۲۰۰ ملیون ډالره مرسته بې درکه شوې ده.

په افغانستان کې د جان سوپکو په مشرۍ د امریکا د بیارغونې د څارنې ادارې (سیګار) تر اوسه پوري په افغانستان کې د امریکا د ملیاردونو ډالرو د ضایع کېدو قضیې څرګندې کړي دي.

په افغانستان کې د قانون د ټینګښت او انتظام بسپنه یا فنډ په ۲۰۰۲ میلادي کال تاسیس شو او پر هغه د څارنې مسوولیت د ملګروملتو د پرمختیايي ادارې په غاړه و.

دا بسپنه د افغانستان د پولیسو د ۱۱۹ مرکز جوړېدا، د پولیسو معاش او په پولیسو کې د جندر د مساوات  ته ځانګړی شوې ده.

د امریکا د مرستو د څارنې د سرمفتش دفتر وايي چې د دې بسپنې له مامورینو سره د مرکو او د ملګروملتو د پرمختیايي ادارې د اسنادو له مخې ورته څرګنده شوې چې شاوخوا دوه سوه ملیون ډالره ضایع شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *