تاند- د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش اداره (سیګار) وايي، په دې هیواد کې انتحاري حملې او هدفي وژنې زیاتې شوي دي.

سیګار په خپل تازه راپور کې، چې نن /سې شنبه/ یې خپور کړ ویلي چې دا دوه ډوله حملې په افغانستان کې په بې ساري ډول ډېرې شوي دي.

سیګار وايي چې هدفي بریدونه د تېرو کلونو په پرتله په سلو کې ۳۵ او انتحاري په سلو کې ۷۸ ډېر شوي دي.

د سیګار د راپور تر خپرېدو یوازې یوه ورځ وړاندې پرون په کابل کې د افغان هوايي ځواک دوه کارکوونکي ترور شول.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې (سیګار) د سږ کال د جون په لومړیو کې د ملګروملتو د سرمنشي د راپور پر اساس د افغانستان حالات بې ثباته بللي دي.

خو وايي چې امنیتي پېښې د تېر کال په پرتله کمې شوي دي.

سیګار وايي چې ملګروملتو د ۲۰۱۸ د فبرورۍ له ۱۵ څخه د همدې کال د مې تر ۱۵ پورې په درست افغانستان کې ۵ زره ۶۷۵ امنیتي پېښې ثبت کړي چې د تېر (۲۰۱۷) کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې ۷ لږې دي.

 راپور زیاتوي، په افغانستان کې په متوسط ډول د ورځې تر ۶۳ زیاتې امنیتي پېښې شوي خو تېر کال د امنیتي پېښو متوسط څه باندې ۶۹ و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *