تاند- په جوزجان، بادغیس، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېل په اثر په لسګونو تنه مړه شوي او په زرګونو کورونه زیانمن شوي دي.
په جوزجان ولایت کې د سېل د جاري کېدو په نتیجه کې لږترلږه ۴۰ تنه مړه شوي دي.
د جوزجان ولایت د امنیه قومندانۍ ویندوی عبدالمنان رووفي رسنیو ته وویل چې د سختو بارانونو او سېل له کبله تېره شپه د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې څلوېښت تنه مړه شوي دي.
د ده په وینا سېل د جوزجان ولایت د قوش تپې، خواجه دوکاه او درزاب سیمې او دغه راز د ولایت د مرکز شبرغان ځینې برخې زیانمن کړي دي.
رووفي وویل چې د قوش تپې، او درزاب ولسوالیو ګڼ شمېر سېل ځپلو خلکو د ولایت مرکز ته پناه وړې ده.
د سرپل ولایت په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې هم د ورښتونو له کبله تېره شپه ۱۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او ویل کېږي چې په لسګونو نور بې درکه شوي دي.
د سوزمه قلعه اوسېدونکي وايي چې سېل شاوخوا ۲۵۰۰ کورونو ته زیان اړولی دی.
د راپورونو له مخې د سوزمه قلعه ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ ودانۍ اوبو لاندې کړې ده.
په بادغیس کې چارواکي وايي چې د سختو بارانونو د اورېدو له کبله ۸ تنه مړه شوي دي.
د دوی په وینا په وژل شویو کسانو کې یوه ښځه او څلور ماشومان هم شامل دي.
د لومړنیو راپورونو له مخې دا اته تنه د یوې کورنۍ غړي دي.