تاند- ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د سېلونو له کبله لږترلږه ۲۰ تنه مړه شوي او ۱۰ نور بې درکه دي.

د ملګروملتو د بشري مرستو د همږغۍ اداره وايي، په ځینو سیمو کې خلک مرستو ته سخته اړتیا لري او یو شمېر خلک په سېلونو کې بند پاتې شوي دي.

راپورونه وايي چې د جمعې په ورځ په کندهار کې د ۳۰ ساعتونو په لړ کې ۹۷ میلي متره باران واورېده.

د ملګروملتو په وینا په کندهار ښار او دغه راز په دامان، ارغنداب، ژېړۍ، سپین بولدک او ډنډ ولسوالیو کې لا هم یو شمېر کسان بې درکه دي.

راپورونه وايي چې امنیتي ځواکونو له سېلونو څخه د خلکو په ژغورلو کې فعاله ونډه اخیستې ده.

د ملګروملتو په وینا په کندهار کې لږترلږه ۲۰ تنه مړه شوي او شاوخوا ۲ زره کورنۍ زیانمن شوي دي.

د دې ادارې په وینا یوازې په کندهار ښار کې ۶۰۰ کورونه زیانمن شوي دي.

ملګري ملتونه وايي چې په ارغنداب کې له ۵۰۰ تر ۶۰۰ کوچیان د سین پر غاړه سېل محاصره کړي چې فوري مرستې ته اړتیا لري.

د کوچیانو ډېر څاروي هم ضایع شوي دي.

په هلمند کې هم سېلونو زیات تاوانونه اړولي دي.

د دغه ولایت چارواکي په لشکرګاه کې د ۸ تنو مړینه تاییدوي.

په فراه ولایت کې بیا سېلونو مالي زیان ډېر اړولی دی.

اټکل کېږي چې په راتلونکو ورځو کې، چې هوا تودېږي، ښايي سېلونه لا زیات شي ځکه چې سږنۍ واورې، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې بې سارې وې، د ژمي په وروستیو کې اورېدلي چې ورپسې هوا تودېږي او ژر ویلي کېدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *