سهار په هوټلګي کې مېلمه پالو تختونه او مېزونه سمول. په زړو غاليو، ګيلمانو او سطرنجيو کې ځانګړی ظرافت پروت و. هرې خواته د تېر زمان د رښتينولۍ او آرامښت فضا خوره وه. يوازينی مشتري يې سېرېنا وه. کله به يې سترګې دروازې، کله ورېځو ته واړولې. بيا به له سوړ اسويلي سره په مېز پرېوتله. زېړو اوږدو وېښتانو به يې مخ پټ کړ. يو وخت يې غږ واورېد:
په فرش شوي ميدان کې امريکايي سرتېرو د تن په تن جنګ چلونه زده کول. د قوماندان غږ داسې و لکه له لوډسپيکره چې وځي. په دويم پوړ کې يو افسر د افغانستان نقشې ته سور سر کوږ نيولی و. موبايل يې وترنګېد. له ها خوا غږ راغی:
– کارتره انډيواله سلام! يره! راووځه لږ کار مې درسره دی!
چرچرکان په سيالۍ چرېدل. سلسلې د دهلېز په هندارې کې وکتل. خپلو غوښو ته يې پزه مونجه شوه. کوټې ته يې خوله ونيوله:
– مورې! دا ظفر کاکا ناوخته نه که؟
رابرټ په ويډيو سکايپ کې له يوې نجلۍ سره خبرې کولې:
– حم، ای د زړه سره! لږ صبر وکه درځم!
هغې تور اوږده وېښتان شاته ټېلوهل. شنې سترګې يې نورې هم تېرې کړې:
– نه نه، خبره ختمه ده. زما طلاق او زما پيسې راکه! که نه ټولې دونيا ته دې لوڅوم.
– اوح زما د ځيګر ټوټې! ولې دې دا نازک اندامونه په چينجيو پېرزو دي په ما نه؟
– ډارول پرېده! زه پکې پخه يم.
دا مهال سېرېنا راغله. رابرټ مخ تېز وڅرخوه:
– حم، ته نه ګورې زه مصروف يم؟
– صيب! ويم خبره ډېره عاجله ده. افغان دولت سفارتونو ته په مکتوب کې ليکلي چې خارجيان افغانان ځوروي. وايي که موږ ونيول د قوانينو مطابق جزا ورکوو. او د څرخکو په ګرځېدو ام په قار دي.
– ښه، نو؟
– سرمحقق شريف کنه.
رابرټ له مقابل لوري سره خبرې قطع کړې. مکمل راتاو شو:
– حم، باور مې نشي. يانې افغانانو ام ددې فارمولې سره علاقه مندي پيدا کړې. د چا دپاره؟
– ممکن د چانه يې پيسې اخېستې وي. زما په روسانو شک کېږي. صيب اوس به پوليس اغه ساتي. ويم څه کوو؟
رابرټ تر لږ چورت وهلو وروسته وويل:
– زه به يو تن سره وغږېږم چې مطبوعاتي کنفرانس جوړ کي. د افغان دولت ملاتړ به وکي. خو داسې خبرې به ام وکي چې د مذهبي کړيو قهر وپاروي.
– هاهاها، ويم ډېر عالي! اغوئ به ګډوډي جوړه کي…
– هو کنه، پوليس دې بيا خپل مرداری پاکوي. موږ به خپل کار کوو.
– صيب! ويم سفارت په قار نشي.
– حم، اغه ماته پرېده!
دا وخت سېرېنا ته زنګ راغی. هغې غوږ ونيو. د ټلفون له بندولو سره يې په اندېښنه وويل:
– په ښار کې چاودنې شوي. ويم لکه چې څوک رانه مخکې شول.
∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞
شريف په اينټرنېټ کلب کې د يارو په نوم نوی ادرس جوړ کړ. خانو ته يې د کاتېرينا له سترګو سره وليکل (ابدي مينه) غوښتل يې پوه شي چې مقابل لوری څوک دی؟ د هغې خوا ځواب راغی:
– اوو ګرانه! ښه شو چې په بل نوم غږېږې. ما همدا غوښتل.
شريف له خندا شين واوښت. مېز ته يې کلک سوک ورکړ. د څنګ کوټنۍ نه ځوان غاړه اوږده کړه. ده وليکل:
– زښت زيات خوشحاله شوم! د باور وړ نده. کيسه وکړه؟
– کيسه داسې ده چې اول مې ډاکټران وخندول. بيا مې ورسره ولمبل. اوس استراحت کوم.
– بې سارې ده. اغې دوا کمال وکه! ښه دی چې د لمبا دپاره اوبه وې.
– ما خپله اغوئ الته بوتلل. زه د اوبو لاندې ډېر وخت پاتې کېدی شم. ګرانه! تا څه وکړه تا؟
– يره اغه دوا مې خوړه. د تکليف سرعت مې نور هم زيات شو.
– اوو ګرانه! دا څه وايې؟ اغه نيم بوتل دې وخوړ؟
– نه، د تجزيې د چټکتيا دوا يادوم. يره بښنه غواړم! نيم بوتل مې مېرمنې ته ساتلی دی.
– ښه؟ زما باور نشي! ته داسې نه کوې. هغه د تصور نه پورته مضره دوا ده.
– پوهېږم پوهېږم. مه وېرېږه! اوس مې نظر بدل شو.
– ډېر ښه شو ګرانه. مه يې ساته چې بيا دې نظر بدل نشي! ښه، اوس څه کوې اوس؟
– زه باوري يم چې ستونزه وي د حل لاره هم شته.
– اوو ګرانه! باور ښه دی خو… ځه خپله ښه پوېېږې. د ځناورو يار ته به دې هغه اله نه وي اخېستې؟
– هغه ستا د تربورانو کره دی. که نه، اوس به يې ستونزه حل وای.
– اووو، دا څه وايې؟؟؟؟؟؟
– زه کوشش کوم چې بېرته يې راولم.
– نه نه نه نه نه، بل چاته وظيفه ورکړه چې رايې ولي. پوه شوې؟
– پوه يم. خو بل څوک به يې وکړي؟
– ته لکه چې په خبره نه يې.
شريف خدای پاماني وکړه او ووت.
∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞
درېواړو همصنفيانو تر ډېره د مکتب دوره يادوله. له خندا چپه چپه اوښتل. په څنګ کوټې کې نجيبې ته خوب نه ورته. په منظم او پاک تخت غونجه ناسته وه. شريف او بختيار د تېر په ياد آن غېږه ونيوله. اوس يې هم بختيار چپه کړ. درب يې کوټه ولړزوله. په دېوالونو کې تابلو ګانې وکړپېدلې. ظفر يوه شېبه د کاسې په څټ چمبه ووهله. درېواړو په ګډه سندرې وويلې. هلته رابرټ په کمپيوټر کې د دوئ انګړ څاره. نژدې سهار و چې شريف نجيبې ته مخامخ په تخت کېناست:
– ته لا ويښه يې؟
– نه، امدا اوس پاڅېدلمه.
هغې په خپل مخ لاس تېر کړ. وروځې او باڼه يې سم کړل. د خورو زلفو په راټولولو لګيا شوه. د غومبري تور خال يې داسې برېښېده لکه په ګلپاڼه چې مماڼه پرته وي. شريف يې په سيل نه مړېده. هغې وپوښتل:
– مالې څه خبره ده چې دسې ګورې؟
– يره زه د دونيا تر ټولو نېکبخته سړی يم.
– څه پوه شوې؟
– تا سره مينه لرم.
– داح، پوښتنه دې کړې چې زه درسره مينه لرم که نه؟
– په اغه کار نلرم. خو زه تاسره دهرې ثانيې نه خوند اخلم.
د نجيبې په سترګو کې اوبه وځلېدلې. تر ژور تنفس وروسته يې وويل:
– مالې غږېږې به ماته، زړه کې به دې بل څوک وي؟
– يره دا نو…
– اغه خارجۍ مرداره يادوم.
– سېرېنا؟ ظالمې، په ما دې داسې ګومان کېږي؟
– بلا د اغه نه وېرېږي چې پزه يې بيېږي. مالې ما کې څه کمی دی؟
د نجيبې زړه ډک شو. د شريف هم ټټر وپړسېد. لږ ور وڅخېد:
– يو کمی شته. حورې جنت کې وي. ته دلته پيدا شوې يې.
د هغې اوښکې په مخ وکولېدلې. د خوب په نخودي رنګه کميس يې لامده خالونه کېښودل. په سلګيو کې يې غږ واېست:
– ځکه دې يارانې اچولي؟
– يره په تاڅه شوي؟ ولې باور نه کوې؟
– مالې ته چې هر څه ووايې سترګې دې دروغ نه وايي. بل، ته اوس اغه نه يې چې بې ما خوب نه درته.
شريف هر څه زغملی شو خو د نجيبې ځورېدل يې له حوصلې پورته وو. په نمجنو سترګو يې غېږې ته را جوخته کړه. د پروفيسر سره د پېژندګلوي ټوله کيسه يې ټکي په ټکي وکړه. د ځوانۍ د دوا په هکله يې وويل:
– يره يوه ورځ يې پوښتنه وکړه چې دا د شپې درباندې څه کېږي؟ مالې وړوکتوب کې مې دغسې يو ماشوم سره جنګ وکه. بيا يې ځوان ورور راغی زه او زما نيکه يې ووهلو. چې اغه لاړ نيکه مې د بې وسۍ نه وژړل. بيا دونه مې د زړښت نه کرکه وشوه چې په خوب کې تې وېرېږم. پروفيسر صيب غلی سر وخوځوه. يره تصادفاً په امدا شپه بيا امغسې شوم. درې ساعته مې څوک نه پېژنده. دا ځل نو اغه لوی ريسک واخېست. امغه دوا يې راکړه، چې ټولې دونيا نه يې پټه کړې وه.
شريف کيسه ختمه کړه. خو د پاتې نيم بوتل او د خپل تکليف د زياتېدو يې څه ونه ويل. د نجيبې غريو نيولی غږ ووت:
– او ما نه دې پټه کړې وه. هو نو، مالې که زه دې په ياده وم ماته به دې ام دوا راوړې وه!
– داح لېونۍ! ته مې څنګه په ياده نه وې؟ اغه يې نه مني. بل، مالومه ام نه وه چې دوا ګته لري که تاوان.
– ځوانېدل ام تاوان لري؟ بيا، مالې هر څه چې کېدل په دواړو به کېدل. اوس خو…
نجيبه بيا په سلګيو شوه. د شريف هڅو هېڅ نتيجه نه ورکوله. هغه باور مکمل له لاسه ورکړی و.
∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞
په اوسپنيزو نغريو شپږ لوی لوی ديګونه اېښي وو. تر لاندې د سرو سکروټو غمي ځلېدل. په څنډو کې يې ځېنو نيم سوزه لرګيو لا هم نری لوګی کوه. پخليګر د شريف په امر کله د وريجو غوري او کله د قورمې او سابو قابونه ډکول. ځوانانو د لويې خېمې مېزونو ته چلول. د شاوخوا کورونو ماشومانو له لېرې سيل کوه. دا مهال د سلسلې زنګ راغی. شريف له ګڼې ګوڼې ووت. هغې هلته د دېوال بېخ ته په زوره زوره ژړل:
– پلاره چېرې يې؟
– يره د خوريانو خيرات کې يم کنه. ولې ولې؟ څه خبره ده؟
– اوستاذ ناکامه کړمه.
– په کمپيوټر کې به لوبې څوک وکي؟ درس مه وايه!
– اته سواله مې حل کړه.
– حل خو دې کړه، خو څو يې صيي وه؟
– اغه جوابونه ندي کتلي.
– يره تومت مه وايه! اېڅ استاد په پټو سترګو نومرې نه ورکوي.
– ته خو خبره واوره! اغه وايي څو چې دې پلار د ځوانۍ دوا رانکي والله که رانه کاميابه شې.
– د ځوانۍ دوا؟ دا، داسې به نه وي.
– په خدای، په قوران!
– دا څه احمق دی! ته ودرې، زه د پوهنځۍ ريس ته وويمه.
هغه په موبايل کې ګوتې ووهلې. غوږ ته يې ونيو. تر سلام وروسته يې وويل:
– يره دا ستا د کيميا استاد مې لور ناکامه کړې.
– بح بح، ډېره په زړه پورې ده. زه د بلې نه وېرېږم. ښه ځه دا لور دې په واسطو فارغه شو. په واسطو يې کار پيدا که. نو اغه کار به کوي څوک؟
– نه، داځل يې سوالونه حل کړي.
– بح بح، دا خو يې لويه توره کړې. خيرات څه وخت خورو؟
– يره ته ملنډې پرېده! فساد دې د ادارې نه ورک که!
– هه هه هه لکه چې تا ام د شخصي ګټې دپاره په استادانو تور لګول پيل کړه.
– ای د ملايکو ريسه! اغه ځای په ځای ناکامه کړې. پارچه يې ليدلې ام نده.
– بح بح، ډېره په زړه پورې ده. ښه نو ويې نه فرمايل چې ولې يې دا ميلي خيانت کړی؟
– وايي اول دې پلار ماته د ځوانۍ دوا راکي بيا دې…
– هو رښتيا، زه ام خبر شوی يم. په تا خو زما ام حق دی.
– دادی نو، يره ماسره دوا د کومه شي؟ چا دروغ …
– بح بح، ډېره په زړه پورې ده! ته دونه کار نه کوې او موږ نه د ټنبلې لور کاميابي غواړې؟
– يره ټوکې پرېده! زه…
– جدي وايم انډيواله. د تانه څه کمېږي؟ څونه پيسې چې دې کېږي ووايه!
– اوح خدايه، د پيسو خبره نده. داسې دوا بېخي شته نه.
– بح بح، ډېره په زړه پورې ده! موږ درته احمقان ښکارو؟
شريف ټلفون بند کړ. له ډېره درده يې سترګې پټې کړې. نيکه يې په زړه کې وګرځېد، چې قهرجن ځوان ته قناعت ورکول غواړي. خو ظالم يې خبره نه اوري او ګوزارونه کوي. دغسې خلکو ته له هماغه وخته د شريف سا لنډېدله. اوس يې له ځان سره سل سپکې سپورې وويلې. غاښونه يې وچيچل روان شو:
– يره! زه درسره ګورم! چې ټول د پوهنتون په ريس بې آبه نه کم که مو پرېدم!
هغه په خپل موټر کې د کابل پوهنتون په لور روان و. په ډنګرو غومبرو کې يې د غاښچيچي نښې ليدل کېدې. يو مهال د پوهنتون د دېوال سره موازي خوشې و چې دوه موټره يې مخې ته لکه غرونه راشنه شول. ده ژر په بريک پښه کېکاږله. له ښويېدو سره يې ټايرونو لوګي وکړل. سېرېنا او دوه تنه منډلي ځوانان کېوتل. تورې عينکې يې په سترګو او تومانچې يې په لاسو کې پټې نيولې وې. هغې په موسکا غږ کړ:
– کېوځه ګرانه!
شريف يوه شېبه هک پک و. لارويو ورباندې د ملګرو ګمان کوه. هغې سږمې وپړسولې. ټيټ غږ يې واېست:
– ويم کېوځه!
دی له سربدالۍ ووت. يودم يې پښې په بريک او اکسلېټر کلکې کړې. توره لوخړه پورته شوه. سېرېنا او دوو ځوانانو پزې ونيولې. کله چې هوا روښانه شوه د شريف موټر نه و. هغه د جمال مېنې په يوه تنګه کوڅه کې په چټکۍ لېرې کېده. دوئ هم ورپسې شول. سېرېنا يو ځوان ته وويل:
– زه له ښيښې ځان باسم، ټينګه مې که!
هغې په بې غږه تومانچې د ټايرونو د ويشتلو هڅه وکړه. پلې خلک په چيغه دېوال ته تکيه شول. شريف چټک بلې کوڅې ته وګرځېد. دوئ په سرعت نژدې کېدل. يو مهال د شريف ټاير په ويالې کې بند شو. سېرېنا له خوشحالۍ نه چکچکې وکړې. خو کله چې نژدې ورغلل کوڅه د دوئ د موټرو لپاره ډېره تنګه وه. بېرته شاته لاړل چې د دراوزو د خلاصولو لپاره فضا پيدا شي. درېواړه له وسلو سره په پښو ور روان شول. هلته شريف هم موټر شاته راوست. دوئ يې رسېدو ته منتظر شول. هغه ناببره اکسلېټر کېکاږه. موټر په تېزۍ مخ ته لاړ. په ټوپونو له ويالې تېر شو. د عقب ښيښې يې دېوالونو يوړې. لويې کوڅې ته له وتلو سره پناه شو. سېرېنا شونډې وچيچلې. هواته يې چيغه کړه:
– ويم چېرې ځې؟ اخېر به مې پښو لاندې پروت يې. دا ځای دې نښه وي!
∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞
ليلما د تړې له سره پړانګ غار ته غلې وه. هلته سلام جان له ټيټکي زوی سره د کار لوښي بېلول او بې کاره يې په ځمکه ويشتل. سورکی ځوړند سر ولاړ و. کله چې يې زړه ټوکرۍ په بوجۍ ومنډله د هغه زغم پای ته ورسېد:
– دا لږې لرو؟
سلام جان په غاښچيچي ور وکتل:
– پرې يې ږدو چې، پوشوې، نور خلک يې ويسي؟
– وې دې سي! وبال به د اغئ په غاړه شي.
پلار يې په ملا نېغ شو. له ژور تنفس سره يې شاوخوا وکتل:
– ملک اکا رښتيا وايي. تکړه د نورو وار نيسي. مړتا، پوشوې، خپل نشي ساتلی.
خو سورکی په خپله خبره ولاړ و:
– د تره زوی مو دی. خلک خاندي.
سلام جان يودم په چيغه ور روان شو:
– غلی شه خربوټيه! اوس به دې، پو شوې، دددد، توبه! زرکوه دا بيسترې ويسه، اله!
کلکه سپېړه يې ورکړه. سورکی چپه شو. مخ يې ونيو. لکه انار سور واوښت. پلار يې بيا ور ودانګل. هغه ژر پاڅېد. له ورور سره د اجناسو په چلولو بوخت شو.
∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞