غونډ منډ سړي په وړوکي مېز باندې په لپټاپ کې د شريف عکسونه کتل. کوټې کړکۍ نه لرلې. ريس د نېغو نېغو وېښتانو ککره ښه نژدې کړه:
– ګوره! د افغانستان دپاره لوی چانس دی. پيسې به لکه سېلاو راجاري شي.
ظفر په سر خوځولو تايد کړه. سړي په لنډ غوښين لاس ياداشتونه ليکل. په نري ښځينه غږ يې وپوښتل:
– چې شريف ولې فارموله نه درکوي؟ او د استخباراتو رياست څه کومک کولی شي؟
– تاسې يې مجبورولی شئ صيب. ګوره اصل کې فارموله به په روسانو خرڅوي.
ظفر غټه پزه ټېلوهله:
– اغه خو دسې سړی ندی ګلابه.
د استخباراتو مشر غوښين غومبري وړاندې کړل:
– د پروفيسر جسد ورک دی، ختم يې وبوله. نو که شريف سره رښتيا فارموله نه وي بيا؟
– بدن نه يې دوا باسو، او د دوا نه فارموله.
– خو ويې کئ کنه!
– ګوره! اول په لاس غوټه خلاصوو. اغسې بيا خارجي متخصصينو ته ضرورت دی. بل به سړی پکې مري.
ظفر له ځان سره وبنګېده:
– نه نو، وژل خو نو سم کار ندی ګلابه! بيا اغه زما انډيوال ام دی.
ريس ژر وويل:
– بله لاره وښيه!
د استخباراتو مشر څېړونکی نظر ور واچوه:
– موږ ته ملي ګټې موهمې دي جنرال صيب. چې انډيوال دې دی نو قانع يې که چې فارموله درکي!
ريس غږ واېست:
– ګوره! عجله په کار ده. که نه روسان به دا ام رانه بوځي. که مو پام وي ديپلوماتان يې کابل کې زيات شوي.
د استخباراتو د مشر نری غږ بيا جګ شو:
– يوازې روسان نه، ټول لوی قدرتونه راروان دي. او ګاونډيان خو څوک شمېرلی نشي. نو دا ټول د فارمولې ښکاريان دي آ؟
ريس سر وښوروه. د استخباراتو مشر مخ ظفر ته واړوه:
– خبره جدي ده جنرال صيب. په زور وي که په رضا فارموله تې وباسه! ځنډوه يې مه!
∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞
په رستورانت کې د رباب نرمه نغمه غږېدله (ستا د سترګو بلا واخلمه جانانه زما). تر غټ قنديل لاندې يوې ډلې ځوانانو ټوکې ټکالې کولې. په بل مېز دوو تنو خارجيانو، چې په غالب ګمان ښځه او مېړه ښکارېدل، په آرامه ډوډۍ خوړله. شريف لېرې د دېوال ترڅنګ مېز ته کېناست. له ځوان مېلمه پال څخه يې د انارو اوبه وغوښتې. دا مهال دوه تورکي ځوانان، چې په غالب ګمان پاکستاني وو، راښکاره شول. همالته دروازې ته نژدې په مېز راتاو شول. سم لا ناست نه وو چې درې تنه هنديان راغلل. سېخ د بل دېوال څنګ ته لاړل. ثانيې تېرې نه وې چې چينايي ټيپه ځوانان ننوتل. لنډه دا چې يو په بل پسې د بېلابېلو نژادونو او رنګونو کسان راتلل. خو ټول له شريف څخه لېرې کېناستل. مېلمه پالان په منډو شول. يو يې په خوښۍ خپل مشر ته وويل:
– نن ډېره ښه ورځ نده؟
– ده، ده، کار کوه کار!
هغه په خندا وځغاست. شريف په ټلفون کې د کوم علمي راپور په هکله غږېده. همدا وخت کارتر د مېز تر شا کېناست. تمام رستورانت تر سترګو لاندې ور وکتل. شريف کتاب ورکړ. ټول وارخطا شول. پاکستانيان آن په پښو ودرېدل. هغوئ ته په کتو هنديانو تومانچې پټې ونيولې. يو بل ته له کتلو يې معلومېده چې پوښتنه کوي (په کتاب کې څه دي؟) خو دلته کارتر له خندا شين واوښت:
– زه به ستا احسانونه څنګه په اوږو وړم. ښه وايه څنګه يې؟
شريف له غړپ سره وپسېده:
– يره پرون بيا ستا د وطندارانو نه وتښتېدلم.
– ای! وايي روسان بيولوژيکي وسله جوړوي. د امريکې نسل تبا کوي. دا رښتيا ده؟
– ټول د يو بل تبايي غواړي. دا شاوخوا ګوره! پام دې ندی؟
کارتر ورو سترګې وګرځولې. وارخطا شو:
– نه وځو؟
– يره څنګه وځې؟ ته لږ صبر وکه! دوئ په خپلو کې سره وران دي.
شريف پرته د پروفيسر له ژوندي پاتې کېدو ټوله کيسه وکړه. کارتر نور هم تک سور واوښت:
– ای انډيواله! سړي ته سوال پيدا شي چې موږ رښتيا اشرف المخلوقات يو؟
شريف په تش نظر ور کتل. هغه زياته کړه:
– چې د خپل نسل په تبايۍ کې ګټه څه ده؟ يا زه کمقل يم، نه پوېېږم. ښه ورک يې که! ما ويلې ام ستونزه په تاکې ده ام هيله تاته ده.
– يره يوازينۍ لاره زما د بدن بېرته عادي کول دي.
– خو زر يې وکه کنه!
– ماته يې چل نه راځي.
دواړه خپلې بې وسۍ ته غلي شول. دباندې سرګي له موټره کېوت. د رستورانت ودانۍ يې وڅېړله. دلته د شريف غږ ووت:
– او که بله اېڅ لاره نه وه نو… زه به چېرته پټ ځان ووژنم چې مړی مې څوک پيدا نکي.
کارتر برندې برندې کتلې. سر يې وښوروه. شريف زياته کړه:
– خو د اغه نه مخکې ځينې کارونه دي چې ويې کم.
د کارتر سور تندی راټول شو. ده ژوره سا واخېستله:
– يره زما يو ګونګی دوست ستا وطندارانو بيولی.
– د لېوه سره؟
– هو، چېرې دی؟
– رابرټ پوځي واحد ته راوستی.
– ولې يې نه خوشې کوي؟
– ښکاره خو په يوامريکايي باندې په حملې تورن دی. مګر فکر کوم تاسره د معاملې دپاره يې ساتلی.
– يره په اېستلو کې يې څه کومک کولی شې؟
– اېڅ لاره نلري.
– د افغانانو د ننوتلو امکان شته؟
– بېخي نه. پام کوه! تابه ام ونيسي. دونيا به په لوی مصيبت اخته شي.
– ستاسې قوماندان څه نومېږي؟
– ريچارډ کرېګ. څه پلان لرې؟
دا مهال سرګي او دوه ملګري يې رستورانت ته ننوتل. مېلمه پال مخې ته ورغی. خو هغه ټېلوهه. ټول بهرنيان بيا وخوځېدل. سرګي تومانچه په لاس مخامخ د شريف په لور روان شو. دده سترګې له ډېرې وارخطايۍ راووتلې. کارتر مخ شاته واړوه. شريف له جګېدو سره وويل:
– يره امدا روسان دي.
هغه کړکۍ ته منډه کړه. روسان هم ورخوشې شول. ټول رستورانت همغې خواته بيړه وکړه. کارتر چوکۍ لارې ته ټېلوهله. د سرګي پښه بنده شوه، ولوېد. خو دوه تنه روسان تېز تېر شول. سرګي په کارتر بريد وکړ. هغه په پوره ډاډ دفاع کوله. شريف د دريم منزل نه ټوپ کړ. پښې يې په رېړې کې ننوتلې. بادرنګان په سرک وکولېدل. د نورو هېوادونو کسانو زينې ته منډه کړه. خو سرګي بې له ځنډه د موټر بام ته خېز واچوه. ښيښې دانه دانه تيتې شوې. ځمکې ته له کېوتو سره يې شاوخوا نظر وځغلوه. شريف په ترېدلو خلکو کې نه ښکارېده. پاس په کړکۍ کې ولاړ روسان په کارتر پسې وګرځېدل. خو رستورانت مکمل تش و.
∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞
شريف لابراتوار ته ننوت. له ډول ډول ماشينانو تېر شو. د چوکيو د قطارونو په پای کې د تختو د دېوال تر شا کمپيوټر ته کېناست. دا مهال يو تن، چې په انګړ کې دېوال ته تکيه و، په موبايل کې وپسېد:
– صيب! سرمحقق دفتر ته راغی… ويمه سرمحقق، سرمحقق راغی.
شريف په اينټرنېټ کې پروفيسر ته وليکل:
– سلام! څنګه يې؟
– وعليکم ګرانه! زما غم مه کوه! تاته مې سودا ده.
د دروازې کړس وخوت. دی غلی شو. زېبا د خوړو قاب په لاس ننوتله. نورو ته يې غږ کړ:
– راځئ ورکې شئ! داسې ګوښی ځای نشئ پيدا کولی.
ډله ښځې قابونه په لاس د چوکيو په قطارونو تيتې شوې. يوې وويل:
– ای! ما ويلې څو کاله پس به سر محقق صيب او مېرمن يې دسې ښکاري لکه نيا او لمسی.
زرغونې په ملنډو سترګې کږې وږې کړې. زېبا په خندا غبرګه کړه:
– په فيسبوک کې ځوانې شونډې د اغې په چپړ مخ. تې لاندې وليکه (( مينه رنګ او منګ نه پېژني ))
د خندا زورور زوږ پورته شو. کريم له دروازې سر ننوېست. زرغونې ناڅاپه چيغه کړه:
– څه خبره ده؟
کريم له شټوهلو سره بېرته پناه شو. دا وار خندا ګانو نور هم زور واخېست. زېبا دسيسه کارانه وويل:
– ای! چې دا دوا په لاس راشي ټول عمر به ځوانې يو. مزې کوئ مزې!
تهمينې مړ غږ واېست:
– چې ايڅوک ونه مري بالا به نو په دونيا کې خلک نه ځاېېږي.
يوې سورمخې شونډې ويتې کړې:
– بلا ورپسې! زه وېرېږم چې موږ غريبانو ته به ونه رسېږي.
تهمينې غبرګه کړه:
– بلا ولې ورپسې؟ چې خلک دونې ډېر سي ډوډۍ به بالا نه بسېږي. خلک خو خاورې وخوري خاورې.
شريف غوږ نيولی و. زيبا جانې چورتي ور وکتل:
– ای جلۍ ته رښتيا وايې. ماشومان به ام څوک نه رواړي.
زرغونه په ملنډو وپشېدله:
– چا په واده کې نه پرېښوده. اغه ويلې د ناوې سره کېنم. تاسې ته کله ورسېدله؟ ريس صيب وايي سرمحقق يې ايچاته نه ورکوي. اغه پوېېږئ څنګه دوا ده؟ چې ويې خورې حجرې دې تجزيه کېږي نه، بېرته يوځای کېږي. يانې اينسان بېرته شاته ځي ځي ځي… څو چې په نطفه بدل شي.
تهمينې په خوله لاس ونيو:
– وۍ وۍ وۍ توبه! دا خو لا بده سوه! چې ټول خلک د نطفې پر لور ولاړ سي بالا به کوچنيان تر غټانو ژر مري. وۍ توبه!
يوې ډنګرې سپينکۍ وويل:
– وۍ مه مې ډاروئ! دا وواياست چې سرمحقق صيب به بله ښځه چېرې وکي؟
زرغونې غاړه هسکه کړه:
– اغه ښايست چې دلته شته په ټول جهان کې يې نشي پيدا کولی.
شريف سر وڅنډه. ډنګرې ژر وويل:
– اغه ورځ زما پام و. تهمينه جانې ته يې داسې په مينه مينه کتلې.
شريف د ملنډو موسکا وکړه. تهمينې ژر ځواب ورکړ:
– بس که بس! د لېونۍ ګومان دې راباندې کړی. دونې ام نه يمه.
زېبا جدي ور وکتل:
– داده نو! نور څه غواړې؟ ښه هوښيار دی، ښه نوم، ښې پيسې لري. ښه ځواني به ولري…
تهمينې پخ پخ وخندل:
– دا لکه دوه موټران چې تنګه کوڅه کې سره مخامخ سي. يا به يو بل ټېلوهي، يا به پر شا ځي. وا دې روېده؟ زه داسې چاسره واده کوم چې يوځای راسره زوړ سي. چې په ځوانۍ کې مې د ځوانۍ په ارزوګانو پوه سي، په زړښت کې مې د زړښت.
شريف د سر په ښورولو تائيد کړه. نجيبه يې سترګو ته ودرېدله چې د همدې لپاره ځورېږي. سا اخېستل يې تېز شول. کمپيوټر ته يې ګوتې وروړې. کړپس يې وخوت. زرغونې سر اوږد کړ. هکه حيرانه شوه. له بېرته راتاوېدو سره يې په تهمينې سترګې برګې کړې:
– وۍ وۍ وۍ، تا غوندې چينجنې سره سرمحقق صيب واده نکوي. ځان باندې دې څه فکر کړی؟
د تهمينې سترګې راووتلې:
– خوله دې بالا بنده که نو! ما تاته څه ويلي؟
– تاته څه ويلي. چې سر محقق صيب ته دې وويلې لکه ماته چې دې ويلي وي.
له همدې سره ووتله. ټولو مېرمنو په حيرانتيا شونډې کېکاږلې. شريف پروفيسر ته وليکل:
– فکر به دې نه وي کړی چې څنګه پخواني حالت ته لاړ شم؟
سمدلاسه ځواب راغی:
– ګرانه! زه تاته ګورم. تا ويلې هرې ستونزې ته د حل لاره شته. ما ويلې حتما دې څه ليدلي دي.
– نه، د کومه شي؟ خو باور اوس هم لرم.
– که زما منې شاتګ ناممکنه دی. ما غوندې چېرته غلی استراحت وکړه!
– نه کېږي. ډېر مسئوليتونه لرم.
– بله لاره نشته.
– هيله کوم!
-اوو ګرانه! زما ځان تر تا قربان دی. خو دامې د وسې پورته ده.
– بيا نو يوازې يوه لاره پاتې کېږي.
– اووو، نه ګرانه، داسې مه وايه! وه خدايه! دا څه حال دی؟
شريف ډوبه سا واخېستله. ډکې سترګې بېرته ووت. ښځو له ډېرې حيرانتيا په وازو خولو لاسونه ونيول.
∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞
مايک رابرټ له شکېدلي مخ سره چټک سالون ته راغی. سېرېنا عينکي ځوان ته مخامخ په پسته چوکۍ ناارامه ناسته وه. دی تېر شو. يخچال ته ودرېد. بوتل يې واخېست. له بېرته راتاوېدو سره برګ شو:
– حم، که بل څوک وای کنه، وختي به يې لکه د غولکې ګاټی رخصته کړې وې. اصلن د اېڅ کار نه يې.
د بوتل نه يې غړپ وکړ. عينکي ځوان سېرېنا ته د زغم اشاره کوله. هغې په سږمو کې په پشېدو وويل:
– ويم دا شريف هر وخت په اسانۍ د لاسه ووځي. زموږ د پلانونو نه خبر نه اوسي.
– پرېده نو! خپل مرداری په بل مه سولوه! تاته امدا اوس د اغه ځای مالوم ندی.
– اشتبا کوې صيب. امدا شېبه په څېړنيز مرکز کې دی.
– حم، ښه نو ولې ناسته يې خان بي بي؟
– ويم يو خو اغه کثيف جنرال هم ورپسې ورغی. تاسې خپله ويل چې غوغا جوړه نکئ.
– اوهووو! غوغا څه مانا؟ ټوله دونيا خبره ده.
– بل سرګي لېونی ام الته دی. د خدايه غواړي چې د پوليسو سره په لانجه واوړو. چې ميدان ورته خالي شي.
– حم، شرمېږې ام نه. روسانو شاته کړې يې. او ته ام په سپينو سترګو دا منې.
– ويم څه کولی شو؟
– راتلونکي اقدامات وسنجوه! په پای کې بايد شريف زموږ په لاس کې وي. ته نقشه راوباسه!
∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞
تر ډوډۍ وروسته زرغونه له ملګرې سره په باغچه کې کېناسته. ملګرې يې په ظريف ميکپ جوړ شوی مخ ور واړوه:
– ای جلکۍ! څېړنه دې ختمه کړه؟
– وختي. پېريانو ته غزنی څه دی. شل مخه مقاله مې ام وليکله.
– ای بلادې ووهه، څه خبره شوې؟ ولې دې خوله ويته ويته کېږي؟
زرغونه لږه ور وڅخېدله:
– خبره دې تاسره وي. د سرمحقق سره واده کوم.
ملګرې يې ټېغې ټېغې سترګې راواېستلې:
– تا خو رښتيا عقل خريلی! اغه ځوان جهان کريم شړې، او دا بوډا تړې؟
– کمقلې! ورځ په ورځ ځوانېږي.
– خو ته شوړېږې.
– ای ورکه شې! ښې پيسې، ښه جايداد لري. دا ټول پرېده! د ځوانۍ دوا به تې واخلمه. شوړېدل ختم.
– ته زنځه يې، خو بې مغزو. اغه د خپلې بوډۍ وفاداره کوکری دی. پوشوې؟
– وبه ګورې! ما غوندې د کوچو مړۍ ته به هر څه پرېدي.
شېبه وروسته زرغونې کاغذونه د شريف مخې ته په مېز کېښودل:
– مقاله ده. يو ځل يې وګوره!
شريف يې څېرې ته ځير شو. په تالار کې د تهمينې خبرې او ددې طرفداري ورپه ياده شوه. هغې وپوښتل:
– ولې سرمحقق صيب، ولې خفه ښکارې؟
– نه نه، اسې.
زرغونې يې په لاس پوست ورغوی کېښود:
– اېڅ تشويش مه کوه! زه خو يم.
شريف لاس نرم کش کړ او په تعجب يې وکتل. هغې ژر وويل:
– پوېېږم. زه يوه جلۍ يم. بايد داسې ونه وايم. خو چې څوک درته ګران وي د اغه سره کومک څه ګونا لري؟
د شريف تعجب څو غبرګې شو. خو د هغې د سترګو کاسې ډکې وې:
– زه نه غواړم تاته ستونزې جوړې کم. يوازې د دوستۍ د مخې…
ستونی يې ډک او اوښکې يې روانې شوې. شريف ورپاڅېد:
– يره ته چپ! څه خبره ده؟ ولې ژاړې؟
– زه غواړم د چا درد ته دوا شم. څوک مې درد احساس کي. خو…
هغه په سلګيو شوه. شريف يې په اوږه لاس کېښود. لکه په لور، ورو ورو يې لاس کش کړ. په زړه کې يې تېر شول (ای کمقلې! ته درد څه پېژنې؟ داسې دردونه شته چې اېڅ دوا نلري) خو په خوله يې وويل:
– يره تا غوندې ښاېسته او لايقه جلۍ چې تشويش ولري نو نور دې مړه شي.
زرغونې يې په اوږه سر کېښود. شريف غوښتل لېرې يې کړي. خو د هغې سلګيو اجازه نه ورکوله. لږه شېبه پس يې ژړا ودرېدله. د دروازې له خولې يې مخ واړوه:
– مننه شريف جانه! زړه مې سپک شو. ته ام په هر مشکل کې په ما غږ کولی شې.
∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞
د رخصتۍ وخت و. ټول مامورين لکه مېږيان له دفترونو راووتل. ملګرې يې د زرغونې څنګ ته راغله:
– ای زنځې! څه وشوه؟
– ته غلې شه!
هغې زنګ ووهه:
– الو الو! ترورې!
هلته نجيبې د جامو اوتو کول ودرول. زرغونې وويل:
– وۍ ترورې قربان دې شم. يوه خبره مې کوله. زړه مې درزېږي چې خفه نشې.
د نجيبې رنګ بدل شو:
– ته څوک يې؟ مالې څه خبره ده؟
– زرغونه يمه. الا څنګه يې وويمه؟ ما ويلې شريف ځوانېږي ته زړېږې. موږ فيصله کړې چې واده وکو.
د هغې د ملګرې خوله او سترګې تر وروستي برېده کش شوې. شاوخوا يې وکتل چې نور څوک خو يې نه اوري. مامورين يو په بل پسې موټرو ته ختل. کريم يې وليد چې له لېرې متوجه دی. هلته نجيبې غاښونه وچيچل:
– دا څه بد کوې مردارې؟
– وۍ ترورې تاته خو مالومه ده. دا ژوند امداسې راغلی. اېڅوک ملامت ندي. زه به…
– ای خرې، سپۍ! پام کوه! مالې دوه څيرې به دې کم! پوه شوې؟
– وۍ! ته ولې په قاره يې؟ ما شريف جان ته ام وويلې. ما ويلې زه به د ترور تر مرګه د اغې خدمت کوم.
– چپ کنچڼۍ! زه به دې خدمت سره په ګور ومنډم په ګور!
ټليفون بند شو. زرغونې کټ کټ وخندل. پارېدلې ملګرې يې وپسېدله:
– دا دې څه لاونډ باندې که؟
هلته نجيبې سمدلاسه شريف ته زنګ ووهه. په چيغو چيغو يې ژړل:
– اله خدای دې مه ښادوه سړيه! مالې زه دې په شرمونو وشرمولم. خدای دې وشرموه!
– يره ولې ولې؟ څه خبره شوې؟ ته…
– اله بل واده دې ستاسر وخوري! ته دې د زرغونې سر ته کېنې، زرغونه دې ستا سر ته کېني!
– وا! يره ته خبره وکه! چا ويل چې زرغونې سره واده کوم؟ دا څه…
– هی خدای دې وشرموه! مالې خپله دې ورته ويلي چې زنګ ورته ووهه! ويم ستاسې په واده دې الله تندر راولي. مالې زه د کوره ځم. والله که يوه شېبه کېنم. خدای دې تباه که چې زه دې تباه کړمه.
– يره ته څه لېونۍ يې. زه بېخي خبر…
ټليفون بند شو. شريف په رېږدېدلو لاسونو سلسلې ته زنګ ووهه. هغې ځواب ورکړ چې د مور د وتلو مخنيوي نشي کولی. شريف په بيړه وويل:
– يره ته ورکه ټيليفون!
– نه يې اخلي.
– يره دا څه لېونۍ ده. نه خبره اوري، نه صبر کوي.
سلسلې څه ونه ويل. شريف غږ کړ:
– ته ګوره لورې! تر څو زه رسېږم کلکه يې که!
ده په خپل بکس حمله وکړه. خو دهلېز ته له وتلو سره يې نژدې له ظفر سره ټکر کړی وای. ورسره ولاړو ځوانانو ټول دهلېز بند کړی و. زرغونې دا هرڅه ليدل. کريم بيا دواړه څارل. شريف په تعجب له ظفره وپوښتل:
– يره څه خبره ده؟
– اسې لږ کار مې درسره دی ګلابه.
د ظفر چلند بدل و. مګر شريف کور ته بيړه لرله. د هغوئ تر منځ يې د لار اېستلو پر مهال وويل:
– يره زه اوس وخت نلرم.
خو پوليسو له مټو ونيو. شريف چيغه کړه:
– خوشې کئ! زه په کور کې عاجل کار لرم.
زرغونه وارخطا ور روانه شوه. ملګرې يې وپوښتل:
– ای جلۍ! ته چېرې؟ موټر ځي.
– ځه ته لاړه شه!
دلته ظفر په وچ غږ وپوښتل:
– څه کار لرې ګلابه؟
– يره نجيبې قار کړی. د کوره وځي.
ظفر په بې پروايۍ وويل:
– راځه موږ به دې ورسوو.
شريف دا د هغه شخصي موضوع وبلله. هيله يې وکړه چې خپل کار ته يې پرېږدي. خو پوليس په خپله خبره ولاړ و. هغوئ د زينې په سر کې وو چې زرغونه ورسېدله. سمدلاسه يې وپوښتل:
– څه خبره ده؟
شريف يودم ورباندې برګ شو:
– يره تا څه بد کړي؟ ولې دې نجيبې ته زنګ وهلی؟
– ما؟ ما خو ورته بده خبره نده کړې.
شريف په غاښچيچي ور روان شو:
– بد دې کړي. رذيلې! تا ورته ويلي چې ما سره واده کوې. تا…
زرغونه په شاتګ کې د کټارې له پاسه په سرکونډۍ واوښتله. په چيغه د اول منزل په لور خوشې شوه. د ټولو ساوې بندې شوې چې اوس به په کانګرېټ ولګېږي. خو داسې ونه شول. شريف او پوليسو په منډه لاندې وکتل. هلته کريم زرغونه له غېږې کوزه کړه. د هغې رنګ پک الوتی و. ټولو د هوسايۍ سا واخېستله. شريف يودم وځغاست. پوليسو فکر وکړ چې په زرغونې بريد کوي. خو هغه يې ترڅنګ تېر شو. ظفر سمدلاسه مخابره وکړه:
– سرمحقق وتښتېد. ويې نيسئ!
په انګړ کې پوليسو ژر شاوخوا وکتل. خو شريف د دوانۍ شاته وتی و. په يو ټوپ د دېوال په اغزن سيم کوڅې ته واوښت. هلته له تور لنډکروزر څخه روسان راووتل. دی هک پک شو. د کوڅې بلې خواته يې مخه کړه. خو هلته هم يو روسي په منډه کې تومانچه له بډې واېستله. په شريف لارې بندې شوې. د څنګ کور دروازه يې ټېلوهله. بنده وه. روسان له دواړو خواوو نژدې کېدل. دی په جمناستيکي سرکونډۍ بېرته د څېړنيز مرکز انګړ ته کېوت. ور روان ږيرور پوليس ته يې قلم وښود:
– يره دادی پيدا مې که.
هغه پوه نشو. يو روسي د دېوال له سره د اغزنو سيمانو تر کړيو وکتل. د پوليسو په ليدو بېرته ورک شو. ظفر له خپلو کسانو سره سا نيولی راورسېد. شريف ژر وويل:
– يره ځه نو چې اوس ځو!
– ته ولې وتښتېدلې ګلابه؟
– زه؟ کله؟ يره دلته رانه قلم پاتې و. زر راغلم، وامې خېست.
ږيرور پوليس هم تائيدي سر وښوروه. ظفر له شکه ډکې څېرې سره روان شو. زرغونه او کريم د مامورينو موټر ته وختل چې کورونو ته لاړ شي. شريف د ظفر په غوږ کې ورو وويل:
– يره دباندې بهرنيان ولاړ دي.
هغه په پوښتونکي نظر ور وکتل. د شريف کندې والا زنه وخوځېدله:
– ما د پاس منزل نه وليدل. څو موټره بهرنيان دي. يره چې بد نيت ونلري.
ظفر ته دا خبره د باور وړ نه ښکارېدله. په مخابره کې يې وپوښتل:
– دباندې په کوڅه کې خو کوم شی شکمن نه ښکاري ګلابه؟
– نه جنرال صيب! يوازې دوه د تورو ښيښو موټر ولاړ دي.
– دا لا شکمن څه نشته. پوښتنه وکه چې دلته څه کوي؟
افسر په آرامو ګامونو نژدې ورغی. سرګي په قهر لاړې تو کړې. له خندا شين له موټره ووت:
– اوپا! ډګروال صيب، ستاسې په ښکلي ښار کې مې دا سيمه ډېره زياته خوښېږي. امنيتي مشکل خو نشته؟
افسر په موسکا سر وڅنډه. سرګي وروځې واچولې:
– تاسې غوندې زمريان چې وي غم نشته. امداسې کنه؟
افسر له غروره ډکه موسکا وکړه. سرګي په موټر کې کېناست. حرکت يې وکړ. افسر مخابره خولې ته ونيوله:
– صيب ډېر په خبره پوه ديپلوماتان وو، لاړه.
ظفر سپکوونکی نظر شريف ته واچوه او موټر ته وخوت. درې تعقيبي موټره ورپسې شول. په لاره کې يې په آرامه وويل:
– بچو! ستا دلاسه زه وشرمېدلم.
شريف ورځير شو. هغه خپلو خبرو ته دوام ورکړ:
– خاين وختلې. وطن ته ډېر لوی کار کولی شې، خو نه يې کوې. مغزو کې دې ډز شوی څه بلا.
دی ښه پوهېده چې هغه څه وايي. مګر څېره يې له مصنوعي تعجبه ډکه وه. ظفر زياته کړه:
– په دې کې خو ګلابه ستا خپله ګټه ده. که فارموله ورکې څه به وشي؟ په نېک نوم به دې ام ياد کي او څوک به په تا کار ام نلري. په دې دونيا کې بل څه دي ګلابه؟ يوازې نېک نوم دی چې د سړي نه پاتې کېږي، بس.
شريف په چورت کې کله سترګو او کله غټې پزې ته ورکتل. نه پوهېده چې که د فارمولې خطرونه ورتشرېح کړي پوه به شي که نه. په اوږه يې لاس ورکېښود:
– يره ته ام د اغوئ غوندې فکر کوې. په دې به بيا په آرامه وغږېږو.
سرګي او سېرېنا په بېلابېلو ټکسيانو کې ورپسې وو. هغوئ چې فرعي کوڅې ته وڅرخېدل، دوئ په عمومي سرک منتظر شول. شريف په کور ننوت. خو کوټو ويل ماته مه راځه! د الماريو خولې وازې او جامې تيتې وې. نجيبې خپل موبايل هم نه پورته کوه. شريف ټولو خپلوانو ته زنګونه ووهل. هېچېرې نه وه. ظفر وويل:
– اېڅ ښځه بنه نشي زغملی ګلابه.
– يره چې خبر نه يې غلی شه!
– زما پکې کار نشته ګلابه. ماته فارموله راکه!
د هغه کتل زيږه وو. شريف په آرامه وويل:
– يره اول زما يو کار وکه بيا به ګورو!
– شرطونه مه ږده ګلابه! ته بندي يې. په هر حال کې درنه فارموله اخلم.
– وايي زور مې په تا نه رسي مړ به دې ابا کم. يره نر يې خپل کار سم وکه.
ظفر په بګوره ورتاو شو:
– کوم کار؟
– ته خپل وطنداران د خارجيانو د لاسه نشې خلاصولی، د ساينس پوهانو کارونه دې رااخېستي.
– ستا انډيوال يادوې؟ اوس زما دپاره فارموله موهمه ده.
بختيار کوټې ته راننوت:
– ښه ښه، انډيوالي امدسې وي. تاسې يوازې يوازې ګرځئ ما نه خبروئ.
شريف ظفر ته وکتل. هغه په موسکا سترګې ښکته واچولې.
∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞
په تلوېزيون کې هندي فلم چلېده. ظفر په پستې چوکۍ اوږد غځېدلی و. په موبايل کې يې وويل:
– ګلابه! زه دلته د سرمحقق شريف کره يم. مالومه نده چې څه وخت درځم. ته کارونه سمبال که!
مقابل کس مشوره ورکړه:
– صيب قوماندانۍ ته يې راولئ! ولې ځان سرګردانه کوئ؟
– ته خو صبر! د اور پرتوګ دی کنه.
شېبه پس د ظفر خرهار خوت. بختيار هم چالان تلوېزيون ته ويده و. مګر شريف په بلې کوټې کې يو قرار چت ته کتل. نجيبه يې سترګو ته ولاړه وه. هسې نه چې د هغې تر ليدلو مخکې له دنيا نه لاړ شي. منګلي ته يې هم سودا وه. د هغه د ځورېدو ټول لامل يې ځان باله. د موبايل زنګ ووېروه. دا زرغونه وه:
– شريف جانه! د پوليسو نه خلاص شوې؟
– يره څه مې کوې؟ او شريف جان څه مانا؟ تاته سرمحقق صيب يم.
– ښه. ما ويلې خبره شوم چې د خارجيانو د خوا ام درته خطر دی. زړه مې سخت درزېږي…
– تا پورې اړه نلري.
– نه، ما ويلې زه هر کومک ته تياره يمه.
– بل غم راته ګورې؟
– نه نه، رښتيا وايم.
– يره زه تاته اېڅ ضرورت نلرم.
ټلفون يې بند کړ. خو هلته زرغونه په رښتيا وارخطا وه. په کوټې کې ګرځېدله او نه پوهېده چې څه وکړي. دلته شريف کړکۍ ته ودرېد. څو پوليسو په انګړ کې غورې کولې. افسر يې له ولاړې خېټې سره د برنډې په چوکۍ ناست و. ده ته د تېښتې چورت ورغی. خو په يوازې ځان د منګلي خلاصول هم ناشوني وو. د وچې مېوې او چای له پتنوس سره د افسر څنګ ته لاړ.
∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞