خبریال : ظفرباوري پکتیکا

۶/۵/۱۳۹۴

د پکتیکا والي امین الله شارق وایي چې پکتیکا ولایت ته باید د بې امنۍ له تصویره ونه کتل شي .

شارق وایي چې ((د یوشمیر لاسوهنو په سبب د پکتیکا ولایت تصویر خلکو ته سم ندی ښوودل شوی حال دا چې پکتیکا ولایت د ډیرو نورو ولایتونو په پرتله با امنه او خلک یې په سوکالۍ او سوله کې ژوند کوي. والي زیاتوي د بې امنې یو شمیر ستونزې چې په پکتیکا کې شتون لري سبب يې ددې ولایت له ګاونډي هیواد پاکستان سره د لوی سرحد درلودل دي)).

د پکتیکا والي زیاتوي چې ((دپکتیکا ولایت د خلکو او قومونو د ژوندي والي او پیاوړتیا پر بنسټ افغان امنیتي ځواکونه ددې خلکو ملاتړي دي او همدا ددې سبب شوی دی چې په پکتیکا کې د ناامنیو کچه ټیټه شي)) .

د والي په قول چې پکتیکا په تیرو څو انتخاباتو کې خلکو ته وښوودله چې د پکتیکا خلک د امن ، سولې او دیموکراسۍ غوښتونکي دي او دلته امنیت برحاله دی .

د پکتیکا والو په نظر سږ کال چې طالبانو د عزم په نامه سره پسرلني عملیات پیل کړل ویره وه چې پکتیکا به هم د تیرو کلنو په شان نا امنه وي خو ددوئ په خبره تر اوسه له پکتیکا نه د کومې لویې امنیتي پېښې خبر ندی ورکړل شوي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *