ګل رحمان رحماني

   زه هم نوى ورغلى وم، په ښار کې هر څه راته عجيبه ښکارېدل او په محفل کې لګېدلو شمعو او څراغونو مې سترګې برېښولې. تر ټولو عجيبه راته د خلکو هغه خوښي وه چې محفل ته يې د ښار د سترشاعر د راتلو لپاره څرګندوله او په بيا بيا يې له کوچنۍ ماڼۍ بهر په سرو ګلونو فرش کړې لارې ته کتل.

حيران وم چې دا خلک ولې د خپل ښار دې شاعر ته دومره درناوى لري، شېبه وروسته چوپتيا خوره شوه، ټول ولاړ کسان په تعظيم ودرېدل، د هغه د ګرانښت او درناوي راز را څرګند شو، د خلکو د يوې کړۍ په منځ کې يو ملنګ مزاجه وچ ډنګر کس مخ پر وړاندې را روان و.

هر چاته يې په موسکو شونډو کتل او لاسونه يې په خپله سينه د درناوي په دود سر په سر اېښې وو، ايله چې د هغه د درناوي او ګرانښت راز راته يو څه معلوم شو.

هغه د ښار د واکمنانو او خانانو خلاف له خلکو څو قدمه وړاندې نه، بلکې په منځ کې په متينو قدمونو او شاعرانه عظمت سره را روان و، ټولو ورته د شور او چکچو پر ځاى په خپلو سترګو او لاسونو د پېرزوينې ډالۍ وړاندې کولې او له ډېر درناوي چوپه خوله، خو له يو عالم خوښۍ سره روان وو.

٢٠١٥ د جنوري ٤مه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *