يوه ملګري رانه پوښتنه وکړه چې حفيظ الله ته شاعري ولي کوې نو مي ورته ځواب ورکړ چې:
زه : ياره دا مي اول شوق و خو وس مجبوري ده.
هر انسان د سماج له لوړو او ژورو سره غاړي وتی دی او د دې ښو او کږو مخه کوي. دماغ يې خپله غزا او خوراکه غواړي لکه مادي جسم چې ورته د پانګوالۍ يا شتمنۍ د پوهانو په ژبه (commodity) وايي او يو ضرورت دی نه يو خواهش يا (Desire). پر دماغ چې کله فشار يا (Frustration ) راشي نو دماغ هرومرو د دې ايستنه غواړي، چې څوک یې په چکر، څوک یې په ښکنځلو، څوک يې د ګلاس په ماتولو او څوک يې د ليک له لارې باسي. ډېر داسي شاعران شته چې يې هر کله دماغي فشار د ليک يا شعر لا لارې څه نا څه ټيټ کړی دی او بيا یې خپله ټوله شاعري سېزلې ده.
خو زموږ په چاپيريال کې يوه ستونزه له ډيره وخته وينم چې ورځ تر بله وده کوي هغه دا چې هر يو وايي زه دې خامخا او په رک زور شاعر سم او ډير ژر دې پسې مشهوره هم شم. چې له وجې يې شاعري او شاعران بدنامه سول. نو په داسي حالت کې چې یې لوست هم نه وي کړی شعر یې هم الهامي يا احساسي نه وي بس يو پيوندګري یې کړې وې او يو په رديف قافيه ځان پوهه کړي بس يو څه دي ليکي صرف دې رديف او قافيه پر له برابره وي.
په کال دوه زره اوولس کې ۲۰۱۷ له عصمت الله زهير ( باچا ) سره ناست وم چې يو ډير نوموړي اديب، څېړونکي، شاعر په ډيره سپين سترګي د هادي ملا پوره پوره نظم خپل په نامه اړولی وو چې يواځي یې د نظم د نامه د بندولو خواري ورسره کښلې وه. نظم ټوله هغه وو صرف یې د ( ورکه مينه ) او ( پټه مينه ) توپير درلود چې هغه نظم څو لسيزي وړاندي په يوه مجله کې چاپ هم وو. دې اديب محترم دا فکر کاوه چې بس زه دي ډير تر ډيره کتابونه چاپ کړم لوستونکي مه شوروه که څه ترې اخلي که نه البته زما له نامه سره دي د کتابونو د شمېر لېبل د بل چا نه زيات وي.
څو ورځي وړاندي مي د آرزو زياتوالي خور شعري ټولګه لوسته او چې مي په يوه دمه کې رسنۍ يا فيسبوک خلاس کړ هغه سانتي غزل د يو نومړي تازه په تازه په خپله پاڼه خپره کړې په مخه راغله چې یې سيلابي وزن، رديف، قافيه يو سانتي وه نو مي فکر کاوه چې ياره تخليق هم خلګ له تخليقه اخلي او غزل بس د رديف او قافيې د برابرولو هنر ته ويل کيږي. نور که څه وي که نه وي پرواه نه لري نو ځکه چې نن سبا يو څو شاعرانو فقط په رديف او قافيې د پښتنو زړونه ګټلي دي. او لاندي په څرګندونو کې يو لوی قطار لګېدلی وی چې “واه واه “، “ډېر اعلا”، “بېخي خوندور” او داسي نور. لکه د مثال په توګه تاسو مي پوهه کړۍ دا شعر څه تشريح، احساس او خوند لري ؟ چې يو مشهوره شاعر فرمايي ؛
په چا لږه زوروره باچا
پا چا ډېره زوروره ده باچا
په داسي حالت کې د شاعر، شاعري د خالق د تخليق رنګ نه بلکې د يوې ګيت مالې رنګ خپل کړي. چې د يوه شاعر په شاعري کې څو جدا جدا رنګونه ليدل کيدلای شي. له دې نه برعکس هر شاعر يو څبل رنګ لري چې له يوه شعر یې لوستونکی په ډير ډاډه زړه دا ويلای شي چې دا د پلاني شاعر شعر دی سره له دې چې دا شعر د لوستونکي لپاره نوی وي او اول ځل یې تر غوږو تېريږي. ځان په کار راوستل دي خامخا دي نه وي شاعري. نثر او تنقيد ډير زيات کار غواړي او سماج ورته ډير زيات ارزښت لري. شاعري په زوره نه کيږي بلکې شاعري د يوې مشاهدې پس د زړه له آه او د احساس له کوټلو په خپله راوځي.