د مجهول پړاو په لور مو هر نفس اخلي ګامونه
د سیلاب پر وږو باندې خار او خس اخلي ګامونه
تل به شاته وي چې وایي وړاندې تلو ته کفایي فرض
د وحشت صحرا کچ کیږي چې ولس اخلي ګامونه
اروښاد استاد”پسرلى”
شاعر څوک دى؟ شخصيت څه ته وايي؟ په ادب کې شاعري او شخصيت له يو بل سره څه تړاو لري او د شاعر مخاطبين د خپلې خوښې د شاعر شخصيت ته څومره ارزښت ورکوي؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي، چې ځواب ورکول ورته ممکن په بېلابېلو ټولنو کې بېلابېل اړخونه او زاويې ولري.
دا چې ټولنيز معيارونه او ارزښتونه په هره ټولنه کې توپير مومي او د ليدلوري او نظر زوايي هم ورسره بدلېږي، داسې ددغه پوښتنو او موضوعاتو په اړه قضاوت کول هم رنګارنګي لري، خو تر ټولو وړاندې بايد په دغه بحث کې د شاعر او شخصيت په اړه ځينې څرګندونو ته تم شو.
شاعر د ټولنې له نورو وګړو توپير لري، له عادي وګړو يو متفاوت بېل کس دى، ځکه خو ورته وېښ او سترګو انسان ويل شوى او د ژوند له پېښو او موضوعاتو يې درک او اخيستنه له نورو انسانانو ژوره او حساسه ده.
شاعر حساس موجود دى، د پېښو او موضوعاتو پر وړاندې د نورو په پرتله زر حساسيت څرګندوي او دغه احساس يې په زړه کې ويده او پټ نه پاتې کېږي، بېرته يې خلکو ته ورکوي او خلک د ژوند له هغې شېبې خبروي، چې دوى په بې پروايۍ تېره کړې او چندان پام يې نه دى ورته کړى.
د نړۍ نوميالى ليکوال او شاعر ويکتور هوګو د يوه ” بشپړشاعر” د ځانګړتياوو په اړه ويلي دي چې : “هېڅ کوم ځنځير او ژمنه د بشپړ شاعر پښې نه شي تړلى. هغه په خپلو عقايدو، افکارو، اعمالو او غبرګونونو کې ازاد دى. دى ددې ازادي لري، چې پر بېوزلو زړه سواندى او مهربان وي او د زور واکو له ظلم څخه کرکه وکړي، دى ازاد دى چې د خادمانو سره مينه وکړي، پر هغوى رحم او شفقت وکړي، چې ځورېږي، دى ددې لپاره ازاد دى، چې بېنوايانو ته تسلې ورکړي او د درمنو په ټپ مرهم کېږدي، دى ددې لپاره ازاد دى، چې د ټولو فداکارو وګړو پر وړاندې ګونډه ووهي او درناوى يې وکړي.”
نو ځکه خو ويلي شو، چې رښتينى شاعر تر بل عادي انسان ټولنې ته زيات نږدى دى، لکه يو انسان چې په لوړه غونډۍ ناست وي او لاندې وګړي په ښه ډول ګوري او درک کوي يې؛همداسې رښتينى شاعر هم د خپلې ټولنې بدبختۍ او ناخوالې څاري او درک کولى شي.
دى فکر لري، حقيقتونو ته د خيال جامې ور اغوندي او خوږلت وربښي، شاعر ولوله راپورته کوونکى دى، پېښې او ولولې شاعر پارونکې دي او تخيل د شاعر او ولولې ننداره او تړاو دى . د شاعرماهيت او حقيقت د هغه په تخيل کې را ټوليږي او د ژبې په زور د معنا او لفظ په بڼه ټولنيز ډګر ته را وځي او په خپله ټولنه يې بې له څه احسانه وېشي.
ممکن يوه پېښه زموږ لپاره ډېره عادي وبرېښي او د اختر په ورځ د يوه بېنوا ماشومان په سترګو کې ولاړه اوښکه راته ډېره عادي ښکاره شي، خو کوم درک کې چې شاعر يې له دغه اوښکې څخه لري، ډېر ژور او دردونکى دى. دى تاسې ته په خپل شعر کې وايي، چې دغه اوښکه يوازې د يوه ماشوم په سترګو کې ولاړه اوښکه نه ده، دغه اوښکه د يوه اوږده درد او ټولنې د يوې محرومې برخې استازولي کوي، ولى تاسې خوښي کوى او هغه ژاړي، ولې ورسره خپله خوښي نه وېشى او کوم توپير او ستونزې تاسې او هغه سره بېل کړي ياست؟
دلته ده چې خلک بېرته خپل تېروتنې ته ځير کېږي او د شاعر خبره يې زړه ته لوېږي. همدا خبره د يوه بل مصلح او مبلغ په وينا او ليکنه کې دومره اغېز نه شي پيدا کولى.
همدا لامل دى، چې شاعر ته د ټولنې او ټولنيزو ناخوالو د ترجمان په سترګه کتل کېږي، شاعر د نورو عادي وګړو خلاف ځينې ټولنيز او لوړ انساني مسايل په داسې هنري ژبه وړاندې کوي، چې په هر چا باندې ډېر ژور اغېز کوي د خلکو پام ورته را اوړي. له طبعيت سره د مينې او ژوند چاپيريال ساتنې لپاره که يو بل انسان هر څومره چيغې وکړي، مبارزه وکړي؛ بيايې هم اغېز دومره نه وي، خو کله چې شاعر راته ووايي:
د څو کېږديو او يو څو دانو خرما په بدل
لاړې عربو ته د لمنځو او نښترو بېړۍ
يا د ځنګلونو او ونو په پرې کېدو راته دبې کوره مرغانو بېوزلي او درد بيان کړي او ووايي، چې :
مرغان دې راشي زموږ لپو کې دې ځالې وکړي
غر مو کېږدۍ نه لري کلی مو چنار نه لري
“کاروان”
نو طبيعي ده، چې په خپل ځان، ژوند او طبيعيت مو رحم راځي، خپلې تېروتنې ته ځير کېږو او پوهېږو، چې موږ هغه څانګه پرې کوو، چې د خپل ژوند اشيانه مو پرې ولاړه او ودانه ده، ځکه خو که عاطفي زړه او هېښ ذهن ولرو، نو له دې کاره به همغه شېبه لاس اخلو.
اوس به په دې هم خبرې وکړو، چې شخصيت څه دى او تر ټولو وړاندې به يې د اروا پوهانو له انده يادونه وکړو. اروپوهان د شخصيت تعريف ډېر پېچلى او ګران بولي. په ځانګړي ډول د خلکو له انده د شخصيت لپاره تعريف ورکول اسان کار نه دى. د ارواپوهنې له اړخه شخصيت د يوه فرد هغه ځانګړتياوې او رفتاري لارې او جوړونکى کيفيت دى، چې دايمي اړخ لري ، فرد له نورو بېلوي او په چاپيريال کې دهغه او خلکو تر منځ د پراخه اړيکې سبب کېږي.
د ځان، عادتونو او فردي او نورو په اړه د فرد ليدلورى، د مسايلو په اړه فکر کول او د بيان انداز او طريقه يې، د فرد هيلې، طرحې ، پروګرامونه اوپه ټوله کې ژوند ته د هغه کتنه او ليدلورى، چې په ژوند کې دهغه لپاره يو ځانګړى دريځ ټاکي؛ هغه څه دي، چې له ده نه شخصيت جوړوي.
همداسې په ټولنه کې د شخصيت لپاره معيارونه او ارزښتونه بېل دي او ځينې خلک يې يو ډول هغه معيارونه بولي، چې په خپلولو سره يې يو کس په ټولنه کې له نورو متفاوت او مطرح کېږي او د خلکو پام ور اوړي.
په لوديځ کې هغه نجلۍ دېره بد اخلاقه او د واده ريباران يې ډېر کم دي، چې له نورو نارينه او ښځينه ملګرو سره پراخې اړيکې او راشه درشه ونه لري ، ځکه دوى وايي، چې د بداخلاقۍ په سبب ورسره چا ملګري نه ده کړې، نو ځکه يې نه انتخابوي، خو په ختيځه په ځانګړي ډول افغاني ټولنه کې خبره بيخي برعکس ده.
همداسې د شخصيت او هنر يا شخصيت او شاعرۍ خبره هم د ټولنو ټولنيزو معيارونو سره توپير مومي، په لوديځ کې که يوه شاعر يا هنرمند له ټولنيزو اصولو او معيارونو هر څو سرغړونه هم وکړي، يا په اخلاقي او عقيدوي لحاظ د هر فکر او اډيا درلونکى وي، خو شعر او هنر ته يې په مستقل ډول فکر کېږي او د هغه شخصيت د هغه په پنځونو اثر نه غورځوي.
خو په افغاني ټولنه کې بيا خبره برعکس ده، دلته چې کله شاعر د ټولنيزو ارزښتونو او معيارونو له چوکاټه په فکري او عقيدوي لحاظ بهر شي، نو هنري پنځونه او شعر يې هم د خلکو په زړونو کې خپل ځاى له لاسه ورکوي او مينه وال بايلي.
يو کره کتوونکى وايي، چې د يوه شاعر او ليکوال اصلي مرګ هغه وخت پيلېږي ” چې مينه وال يې د هغه د اثارو له لوستلو مخ واړوي” نو په دې اساس شاعر تر هغو پورې په ټولنه کې منلى، چې له ټولنې پردى شوى نه وي، د دوى په رنګ وي او ځان ورڅخه جلا او بېل ونه ګڼي.
نو په دې حساب، کله چې شاعر په ټولنه کې خپل شخصيت له لاسه ورکوي او يا زيانمن کېږي، نو له شک پرته، چې پنځونې او اثار يې هم په ټولنه کې په هغه پخوانۍ بڼه نه پاتې کېږي او پر وړاندې يې د مخاطبينو يا مينه والو قضاوت او ليدلورى هم توپير مومي.
مثلا ډېر ځله به مو اورېدلي وي، چې وايي پلانى ښه شاعر دى، خو چندان شخصيت نه لري، ياني دا مانا چې د شعر غوندې يې نه دى، ټولنيزو معيارونو او ارزښتونو ته درناوى نه لري او دا خبره خو بيا د افغانستان په څېر سنتي ټولنو کې، چې خلک يې د ارزښتونو پر وړاندې ډېر حساس وي؛ زياته مطرح کېږي.
نو اړينه ده، چې شاعر د خپل حيثيت او شخصيت د ساتلو او خپل شعر او هنر د تلپاتې ژوند لپاره له ټولنيزو معيارونو او ارزښتونو سره هسې سطحي چلند ونه کړي او يا خپلې ټولنې ته د يوې پردۍ او ډېرې پرمختللې ټولنې په سترګه ونه ګوري.
دا ځکه چې دلته لا ازاد فکر او يا منطقي قضاوتونو ته لار نه ده خلاصه او څو چې زموږ علمي سطحه نه وي لوړه شوې، نو دا ډول قضاوتونه خپل صلاحيت ګڼو. څو چې ټولنه با سواده او لوستې نه وي، د يو څو کسانو په لوړېدو او اوچت فکر سره ټولنه نه اوچتېږي او نور خلک هم پر هغوى نه ، بلکې زموږ په ټولنه حساب کوي او موږ د خپلې ټولنې له زاويي ګوري.
يادونه : دا ليکنه د کابل چاپ “نني افغانستان” اونیزې ادبي پاڼه کې خپره شوې ده.