له استاد شپون سره مې يو وړوکى بحث په دې اړ و. استاد د شاعرۍ په کار کې يواځې پر تخيل ټىنګار کاوه. ښايي، دا به د استاد د منګ(سن) ايجاب هم وي؛ خو رښتيا هم څوک د شاعرۍ په کار کې له تخيله انکار نه شي کولاى. ارواپوهنه د شاعرانو او نور هنروالو له ابنارملټۍ نه انکار نه کوي. دلته د ابنارملټۍ لپاره ناعاديتوب ځکه نه کاروم، چې ناعاديتوب د عادت کېدو پر خلاف په مثبته مانا کارېږي. ابنارملټي هنرمن له روايته انحراف ته هڅوي؛ خو که تر معقول کچ ډېره شي، لېونتوب دى او بيا يې کره کتنه د مخالفت علم پورته کوي.
د هنرمن ابنارملټي همېشنۍ وي. داسې نه وي، چې نن شپه د انحراف څېره پر مخ کړي او سهار بيا سم صالح انسان وي. هنرمن همېشه له عادي کېدو سره مخالفت ښيي. دا که د ټولنيزو نرخونو يا دودنو په بڼه وي، که د عام علمي او ژبني دود په بڼه. پر دې بنسټ د هنرمن د فکر و حالت بېلول پکار دي. د هنرمن فکر نسبتا ثابت او اوږدمهالى وي؛ خو حالت يې مضطرب وي، ژر ژر بدلېږي. اوس هيجاني وي، لږ وروسته خوښ وخرم، لږ وروسته خپه.
په دې کې شک نشته، چې د هنرمن په ګډون د هر انسان حالت د ده د ذهنيت او بهرني عمل يا غبرګون ترمنځ واقع وي او په دې هم پوهېږو، چې هنر ښايي د بهرني عمل پر وړاندې د ده د فکر غبرګون وي. يعنې د هنر تر شا د ده هنري او علمي تجربې ولاړې وي؛ خو حالت هم بې څه نه دى، حالت که د ده په اوږدمهالې ابنارملټۍ کې ګوتې ونه وهي، رنګ خو ورکوي. يعنې د ده الفاظ او افکار په احساساتو رنګوي. له دې خبرو دا ثابتېږي، چې که د هنر حالت تر عادي حالتونو خراب يا ښه وي، د هنر د ايجاد چانسونه کمېږي. يعنې که هنرمن يو وخت ډېر خوشحاله وي، ښايي دا خوشحالي او که ډېر دردمن وي، دا درد يې د هنر ايجاد ته پرېنږدي، ځکه له ده سره د خوشحالۍ د څرګندولو لپاره خندا او د غم د څرګندولو لپاره ژړا شته او دا نهايي وسايل دي. هنرمن به له خندا او ژړا وزګار نه وي، نو څنګه به يې يو څه ليکلو يا څه انځورولو ته زړه کېږي، دومره زور به يې په زړه کې له کومه وي. که بيا هم د هنر د ايجاد هڅه وکړي، ښايي نږه خندا يا د استاد شپون خبره شعر ونه ليکي، وير وکړي. استاد شپون د (شمشاد) مجلې په لومړۍ ګڼه کې ليکلي، چې د مور په وفات مې نظم وليکه؛ خو چې وروسته(په عادي حالت کې) وليد، شعر نه و، وير مې کړى و.
د استاد شپون له خبرو دوه استناطه کولاى شو، ىو دا چې هنر د عادي حالت کار دى او بل دا چې د خيال او احساساتو ترمنځ تناسب پکار دى. عادي حالت او د خيال او احساساتو ترمنځ تناسب دوه تړلي شيان دي. که حالت عادي نه وي، احساسات به څرنګه کنټرولوو او که حالت تر حده ډېر سوړ وي، په شعر کې به تصنع وينو.
د هنري پنځونو بېلګې راته وايي، چې په هنر کې د تخيل او احساساتو غبرګ لاس وينو، ځکه چې هنر که له يوې خوا د تکرار پر وړاندې د تخيل ناعادي چلن دى، له بلې خوا د بهرني عمل پر وړاندې احساساتي چلن هم دى. احساساتي مطلب دا چې هنر له ساينس سره د تخيل له پلوه قربت ترلاسه کړي؛ خو د احساساتو له پلوه يې له ساينس سره همدا توپير دى او له هنره چې احساسات واخلې، هېڅ پکې نه پاتېږي. البته دا احساسات به دروغجن نه وي، چې هنرمن هرومره ځان په خپله هنري پنځونه کې خپه وښيي. دا ورته څوک نه وايي، چې هنر د خوښيو د شېبو ملګرى هم دى. هنرمن که خپلو احساساتو ته رښتينى وي، اصيل هنر ايجادولى شي.
د هنر په کار کې د احساساتو له لاسه په دې هم انکار نه شو کولاى، چې د انسان هر ژبنى غبرګون بالفعل احساساتي ارزښت لري. هنر چې په ټوله کې او ادب چې په خصوصيت سره ژبنى غبرګون دى، څنګه له احساساتو بېلولى شو؟ موږ په خپل طبيعت کې له هر څيز سره عاطفي تړاو لرو، هر څيز راته بېلابېل عاطفي ارزښت لري، له يوه څيزه کرکه کوو، له بل سره مينه. بيا هر څيز چې بهر او ذهن کې موجود دى، په ژبه کې شامل دى؛ نو هر څيز چې له ژبې بهر نه دى، زموږ عواطف ورسره تړلي وي. داسې کلمه نشته، چې زموږ له خولې راوځي او زموږ احساسات ورسره راڅرګند نه شي. بيا هنر څنګه له احساساتو مستثنا کولاى شو؟
خو که په هنر کې د عاطفې او خيال ترمنځ تناسب نه وي، هنري پنځونه ورسره کمزورې کېږي. البته، دا خبره نسبي ده، ځکه چې په ځينو مواردو کې به د عاطفې او په ځينو مواردو کې به د خيال د سطحې لوړولو ته ضروت وي؛ خو که دې خبرې ته هم دقيق فکر وکړو، پوه به شو، چې دا هم تناسب دى. تناسب ضرور نه ده، چې په هر ځاى کې په تساوي مانا کړو.
اوس د دې تناسب پر لارو چارو فکر پکار دى. داسې ټاکلي اصول نشته، چې دا تناسب موږ ته صريح او چوکاټي کړي، ځکه دا ډېرې بېلګې غواړي، چې پر بنسټ يې موږ نسبي اصول جوړ کړو؛ خو دومره پته راته لګي، چې د هنر درې مشهور اړخونه دي.يو اړخ د هنرمن شخصيت دى، دويم اړخ متن(متن د پنځونې لپاره هم کارېداى شي) يا هنري ټوټه او درېيم اړخ لوستونکى دى. هره خوا چې پياوړې وي، پنځونه به همغسې رنګ اخلي. که په پنځونه کې د پنځګر پر شخصيت ټينګار ډېر و، د پنځونې احساساتي اړخ به پياوړى وي، ځکه متن خو د (پر لوستونکي ولاړې کره کتنې) پر بنسټ له احساساتو خنثى وي او متن ته موږ عاطفه ورکوو. د رحمت شاه سايل، په تېره د ولسي شاعرانو په شعرونو کې د احساسات د پياوړتيا يو علت دا دى، چې په هنر کې د هغوى د خپل شخصيت د وړاندې کولو هڅه زوروره وي.
که تاکيد پر خبره و، بيا د پنځونې تخيلي اړخ پياوړى دى، ځکه هنرمن د عاطفې پرځاى ډېر کار له تخيله اخيستى دى. يعنې له هنره يې د يوه فکر د تبليغ هڅه کړې. د کاظم خان شيدا او د مرحوم استاد پسرلي په ګډون د ټولو په شاعرۍ کې د لوړ او ژور خيال بېلګې راته همدا وايي، چې دوى د ځان پر ځاى د خبرې څنګه کولو ته اهميت ورکړى، ځکه يې نو نوي نوي هنري ترکيبونه ايجاد کړي.
که تاکيد پر لوستونکي و، بيا راته معلومېږي، چې پنځګر له هنر نه د وسيلې استفاده کړى. د داسې پنځګرو سبک زياتره اۤمرانه او واعظانه وي او له هنره د اخلاقو د تبليغ لپاره استفاده کوي؛ نو موږ پوهېږو، چې سافټ(سوچه) عاطفه او خيال وروسته پاتې شي او پنځونه ښايي کله ناکله په تش وعظ واوړي. د هنر مطالعه راته وايي، چې هنر هغه اوبه دي، چې يو اړخ ته يې عاطفه او بل اړخ ته تخيل دى او دا په دې دره کې بهاندې دي.
—————-