ګل رحمان رحماني

شاعر له خپلې زمانې سره نه شلېدونکې اړيکه لري، دى بايد د خپلې زمانې غوره استازى وى او راتلونکي نسلونه يانې دده راتلونکي مخاطبين بايد نوموړى له خپلې زمانې سره ولولي. کره کتونکي په دې اند دي چې شاعر بايد لږ تر لږه په هره زمانه کې ځانګړي لوستونکي ولري.

ماهر او رېښتنى شاعر د ماضي او راتلونکي زمانې پر ځاى حال ته ډېر ارزښت ورکوي، تېر بيان شوى، راتلونکې زمانه چې هر څنګه ده ، راتلونکې ده، په اړه به يې څه ويل وړاندوينې وي، خو کومه چې نه ده تېره او شاعر په کې ژوند کوي، اوسنۍ زمانه ده او له خپلې زمانې د شاعر اخيستنه عادي نه وي.

ګڼو شاعرانو به د خپلې زمانې خبرې کړې وي او په ښه او ځانګړې ژبه به يې کړې وي، خو داسې ګڼې بېلګې هم لرو چې شاعر له خپلې زمانې سره په ټکر کې روان وي، يا له خپلې زمانې سخت ناهيلى وي او فکر کوي چې څوک يې په ارزښت نه پوهېږي چې موخه ترې د هغه د هنر او شعر ارزښت دى.
د پښتو ژبې ستر شاعر خوشحال بابا چې ګڼ شعرونه يې اوس د هغه د خپلې زمانې تاريخي هندارې ته ورته دي او موږ په کې د هغه له شخصي ژوند پرته، د مغلو او هغه مهال د سياسي او ټولنيز نظام په اړه ډېر څه لوستلى شو، خو خپله ده بيا له خپلې زمانې ناهيلي هم ښودلې ده.

د خوشحال قدر که اوس په هېچا نشته
پس له مرګه به يې ياد کا ډېرعالَم

شايد د خوشحال بابا دا بيت هم تر دې تاثر لاندې ليکل شوى وي چې کله کله شاعر په خپل زمانه کې فکر کوي هسې لګيا دى، شعر او هنر يې چاته ارزښت نه لري او کومو خلکو ته چى دى شاعري کوي، د هغه پاملرنه دده پر ځاى نورو برخو ته ده.

خوشحال بابا چې د قلم تر څنګ د تورى خان هم و، له قلم سره يې هم مهاله له تورې هم ناهيلي څرګنده کړې او وايي چې دا دواړه يې د خپلو خلکو لپاره اوچت کړي، خو هغوى يې په قدر نه پوهېږي.

زه يې چا لره وهم قدر يې چا زده
په اور وسوځه دا تورې قلمونه

خو د هغه په څېر ستر انسان خپلې دې ناهيلۍ ته ځواب هم موندلى او ځان ته يې داسې قناعت ورکړى دى:

د ګلونو قدر چا زده – د بلبل يا د بورا زده
خلک د بد کړي زه به ښه کړم
زه خوشحال يم زما دا زما دا زده

بل ځاى خپل قومي غرور او ټولنيز موقف ته په پام سره ځان پر زمانه يو برلاسى او محکم انسان بولي او د خپل ټول ملت ملا تړي چې د ا د هغه د سبک يوه غوره ځانګړنه او تعالي ده.

د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګيالى د زمانې خوشحال خټک يم

دا که تر يوې کچې د شاعر اخيستنه يا انګيرنه بلل کېږي، خو کله کله رښتيا هم ټولنه او د شاعر مخاطبين په دې برخه کې ملامت دي او د خپلې زمانې شاعر يې هسې نه دى درک کړى، لکه څنګه چې شاعر تمه لري او يا لږ تر لږه د هغه حق دى، خو د شاعر له مرګ وروسته بيا د خوشحال بابا وړاندوينه رښتيا شوې وي.

دا موضوع په نړيوال ادب کې هم بېلګې لري. د هند ستر شاعر او ليکوال رابندر ناتهـ ټاګور تر نوبل جايزې ګټلو وړاندې هم په هندي ټولنه په ځانګړي ډول خپله پلرنۍ سيمه بنګال کې زيات مطرح و. په هندي او بنګالي ژبه يې شاعري کوله او ځينې شعرونه يې انګريزې ته هم ژباړل.

يوه ورځ د بنګال ځينو اديبانو او د هغه مينه وال د بنګال د علومو اکاډمۍ ته وړانديز وکړ چې ټاګور ته دې په ادبياتو کې افتخاري دوکتورا ورکړي، ځکه چې دى په بنګالي ژبه او ادب حق لري، خو اکاډمي ورته وويل چې ټاګور ډېر ابتدايي شاعر دى، بنګالي سمه نه ليکي، نو ددې مستحق نه دى چې دا سند ورکړل شي.

له دې غوښتنې څه وخت وروسته چې کله په ١٩١٣ لمريز کال کې د سويډن د نوبل کمېټې د هغه نړيوال اثر (ګيتانجلي) ته د ادبياتو د نوبل جايزه ورکړه، د ټاګور د نوم او شهرت اوازه له هند پرته د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خوره شوه، نو د بنګال اکاډمۍ سترګې وغړېدې او د ارواښاد رشاد په خبره د خپل “کور زمرى” يې وپېژندلو.

وروسته يې تصميم ونيو چې هغه ته په ادبياتو کې د ادبياتو افتخاري دوکتورا ژر تر ژره منظوره او په پرتمينو مراسمو کې يې ورکړي، خو هغه داسې وخت و چې د بنګال اکاډمۍ او پوهنتون افتخاري دوکتورا د ټاګور له شان نه ډېره ټيټه وه او ګڼو نورو پوهنتونونو هم ورته اعلان کړى و. ټاګور يوازې دومره ګيله وکړه چې زه خپلو خلکو له خپلو سترګو نه، بلکې د نړيوالو له سترګو وپېژندلم.

په پښتو ادب کې حمزه بابا داسې يو شاعر دى چې پښتو غزل ته يې نړيوال او سيال مقام ورکړى، دده غزلونه د غزل په رېښتينو شرقي معيارونو برابر او په خپل ټول ښکلاييز او معنوي تول پوره ده او د خيبر ګڼو شاعرانو يې د غزليزې لارې پيروې کړې، په پښتو ادب کې يې د هغه ځانګړى نوم او مقام منلى دى، خو خپله حمزه بابا هم له خپلې زمانې ګيلې لري او همغه تاثر يې څرګند کړى دى.

لواړګيني د شاعرانو قدر نه کړي
غورځولي يې لالونه په ډېران دي
د خيبر له غرونو لمر د شهر وخوت
چې خورې يې پلوشې په هندوستان دي
حمزه قدر په خپل کور کې د چا نه وي
دعربو خلک کم دي چې حاجيان دي

حمزه بابا چې له خپلو خلکو او زمانې ناهيلى شوى، نو همدا تاثر او ناهيلي ورسره مل شوې چې په خپل کور کې د چا قدر نه وي، دلته کور هم د خپلې زمانې يادونه شو، سره ددې چې حمزه بابا هم خپله زمانه کې او هم وروسته ستايل کېده او ټول يې د غزل ښکلا او ځواک ته تسليم و، خو هغه يې د ناهيلۍ له احساس نه دى ژغورلى.

دلته همغه د ټاګور موضوع مطرح ده. حمزه بابا وايي چې د عربو خلک ډېر کم حج ته ځي، سره ددې چې کعبه شريفه ورته تر ټولو لنډه ده، هر وخت يې حج او زيارت کولى شي، خو د عربو پر ځاى عجم له حج سره زياته مينه لري او له لرې لرې هېوادونو حج ته ورځي، ځکه يې ځان ته په همدې قناعت ورکړى چې د لواړګي له خلکو ګيله نه کوي او نه ورنه قدر غواړي.

د پښتو شاعرۍ په پخوانيو دورو کې هم شاعرانو له خپلې زمانې دا تاثر او ناهيلي په يوه ډول څرګنده کړې ده. د هندي سبک مخکښ شاعر کاظم خان شيدا وايي چې د درياب په سر روان حباب (پوکاڼه) د باد او توپان په وسيله، نه بلکې خپله د درياب له سردجوشۍ چوي، ځکه خو وايي چې له خپلو بايد هيلې پرې شي.

د درياب له سردجوشۍ د حباب زړه چوي
شيدا قطع دې اميد بويه له خپلو

په اوسني شعر کې هم دداسې شاعرانو شمېر کم نه دى چې له خپلې زمانې او خلکو ناهيلي وي، دوى يا په خپله زمانه او يا دې زمانې په اهل نيوکه لري چې دا نيوکه يې په حقيقت کې خپله ګيله او ناهيلي ده.

شاعر سعدالله جان برق چې له دې احساس او تاثر سره له زمانې ناهيلى شوى، نو د خلکو پر ځاى پر وخت يا زمانه نيوکه کوي او وخت ته بې شعوره وايي. ده خپل شعر د خپلو چيغو هغه ازانګه (انعکاس) بللې چې په خالي دښت کې بېرته را غبرګېږي او اورېدونکى يې بېرته هم خپله يوازى شاعر دى.

برقه ته چې شاعري کړې په دې بې شعوره وخت کې
لکه دښت کې چې څوک واوري، خپل اواز په واپسۍ کې

له شاعر سره ولې دا احساس پيدا کېږي؟ ځينې کره کتونکي او ادب پوهان په دې اند چې دا يوه طبيعي پېښه ده، همدارنګه ځينې شاعران د خپلې زمانې خبرې نه کوي، د خپلې زمانې استازولي يې نه وي کړې، د خپلې زمانې د خلکو په ارواپوهنه سم نه پوهېږي، ځکه خو د خلکو پاملرنه ورته کمه وي.

دا خبره ځکه يو څه د غور وړ ده چې کله کله دا چاره له ډېرو ټولمنلو او هغو شاعرانو سره هم شوې چې د خپلو خلکو او ټولنې په نبض پوه وو، د زمانې ژبه يې زده وه، خو ددې سره سره له داسې يوه تاثر او ناهيلۍ نه دي خلاص شوي او که شعرونه يې چاڼ کړو، نو له خلکو او خپلې زمانې يې شکايت کړى دى.

که چېرته د شعر مخاطب د خپل شاعر دا ناهيلي او تاثر په ښه ډول درک کړي او له شاعر سره د ټولنې د نورو عادي وګړو په څېر چلند ونه کړي، د هغه نازک طبيعتي درک کړي، ويې ستايي او لږ ترلږه ځان د هغه نه د يوه باخبره مخاطب په توګه وښي، نو شايد د شاعر دا ډول تاثر هم له منځه ولاړ شي.

په پښتو ادب کې ډېر داسې اديبان او ادبي اثار شته چې موږ يې په ادبي ارزښت او ځانګړتياوو د بهرنيو څېړونکو په ځانګړي ډول(ختيځ پوهانو) له څېړنو او ليکنو وروسته ښه پوه شوي يو. په خوشحال خان او د هغه په اثارو، ولسي ادب، په ځانګړي ډول پښتو لنډيو ډېرې څېړنې مسکو او لوديځ کې شوې دي.

د ښاغلي رحماني نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *