وتلى او منلى شاعر عبدالغ��ور پردېس، چې د ژوند ټوله برخه يې د دغې ژبې او ادب خدمت ته ځانګړې كړې وه، د (۲۰۱۳م كال) د ډسامبر د مياشتې په اتمه نېټه له دې نړۍ څخه د تل له پاره وكوچېده.

عبدالغفور پردېس اخوند زاده چې د كوټي په كلي ناصرانو كې يې ژوند كاوه، يو ښه شاعر بلل كېده، چې د سيمې شاعرانو، ليكوالانو، د قلم خاوندانو او مخورينو د هغه مرګ د پښتو ژبې او ادب له پاره يوه ستره ضايع بللې ده.

عبدالغفور پردېس اخوند زاده چې په خټه پښتون ناصر وو د خپلو زدكړو په اړه ليكلي دي: زما والد محترم د عربي ژبې په تمامو فنونو كې (يعني په درس نظامي كې داخل و مروج) يو ماهر بې مثال منلى شخصيت وو، په پښين كې د كښته كلي ياسين زيو د مسجد په امامت اخته مشغول د درس و تدريس وو.

هغه وړاندې كاږي زه يې د منزكي نامه د كلي په ګورنمنټ پرائمري سكول كې داخل كړم، په دې اميد چې اردو ژبې سره واقعيت د عربي ژبې له پاره فايده مند ګرځي، په دې وخت كې پرائمري حصه صرف څلور جماعته وه، د څلورو كلونو په موده كې مې په ښو نمبرونو دا حصه پاى ته ورسوله، له سكول څخه يې راو ايستلم په عربي تعليم يې اخته كړم.

د خپل كتاب په سريزه كې عبدالغفور پردېس اخوند زاده لكي: زما د زوكړې نېټه د دغه سكول په رجسټر كې داخل و خارج كې د جنوري د مياشتې اتم سن نولس سوه دوه دېرش، يعني (۱۹۳۲، ۱ ، ۸) ليك سوې ده.

څنګه چې خداى بخښلى پردېس يو ديني عالم هم وو نو د عربي او اردو ژبو ترڅنګ يې په پښتو ژبه هم ښې روانې خبرې كولې او د يادو ژبو ښه مطالعه يې هم درلوده.

دا چې د هغه پلار محترم محمد بهاوالدين مشهور په (محمد اخوندزاده) د پردېس د زدكړو بنياد له عصر زدكړو څخه ايښى دى نو له دې امله د پردېس له ديني تعليم سره سره عصري زدكړو ته هم زيات اهميت وركاوه، روح دې ښاد او ګور دي منور وي.

One thought on “شاعر (عبدالغفور پردېس) په حق ورسېده”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *