قرقیزستان کې د شانګهای د غړو هېوادونو په مهالنۍ غونډه کې د نوموړي تړون پر پراخوالي او نورو هېوادونو ته د دغړیتوب پر ورکولو خبرې وشوې.
پدې غونډه کې یو ځلې بیا د افغانستان پر وضعې باندې اندیښنه څرګنده شوه. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د غونډې په پای کې وویل، چې د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعه د شانګهای ټولو غړو هېوادونو ته مهمه ده.
د روسیې راډیو تردې غونډی وروسته په یوه راپور کې په ډاګه کړه، چې افغانستان د منځنۍ اسیا هېوادونو ته په تېره بیا تر ۲۰۱۴ کال وروسته په لویه اندیښنه بدل شوی دی.
د افغانستان له پلوه د شانګهای اندېښنه څه نوې خبره نده، په تېره بیا روسیه چې د شانګهای یو ډېر مهم او بنسټ اېښودونکی غړی دی، په تېرو څو کلونو کې د افغانستان له امنیتي وضعې او د مخدره توکو له تولید او لېږدونې شکایت لري. نوموړي هېواد څو څو ځلې د ناټو له هغه چلند نه هم سر ټکولی چې د روسیې په اند د مخدره توکو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې اړین اقدامات نه کوي.
منځنۍ اسیا او د شانګهای پولو ته له افغانستان نه احتمالي غزېدونکې نا امنۍ د ناټو او په ځانګړې توګه د روسیې د اندېښنو یو بل لامل دی. روسیه او شانګهای له دې وېره لري چې ناټو له ۲۰۱۴ز کال وروسته په داسې حالاتو کې له افغانستان نه ووځي چې افغان امنیتي ځواکونه د هېواد د بشپړ امنیت د ساتلو وړتیا ونه لري او افغانستان د مخدره توکو او تروریزم یو صادروونکي هېواد په توګه په سیمه کې پاتې شي.
که څه هم روسیه او ناټو په افغانستان کې د امریکې د متحده ایالتونو له دایمي اډو سره مخالفه ده، خو په ټولیزه د ناټو له وتلو سره توافق نه لري.
تر دې دمه په شانګهای کې د روسیې له دریځ سره ددغه تړون د نورو غړو له خوا مخالفت نه تر سترګو کېږي. روسیه تردې دمه د منځنۍ اسیا پر هېوادونو باندې دومره سیاسي تاثیر لري چې په مهمو مسئلو کې له لیدلو سره یې همغږي کوي، خو اوس چې د ناټو د پراخوالي بحث را میدان ته کېږي ورسره دا پوښتنه هم په جدي توګه مطرح کېږي چې دغه تړون څومره کولای شي خپله همغږي وساتي؟
شانګهای به تر راتلونکو دوو کالونو پورې هند، پاکستان او ایران ته هم پدغه تړون کی غړیتوب ورکړي. د یادو هېوادونو غړیتوب په داسې حالاتو کې چې افغانستان د شانګهای او ناټو لپاره تر ټولو مهمه د اندیښنې وړ مسئله ده، په شانګهای کې د لید لورو اختلاف را برسیره کوي. پاکستان چې د ایران په لاس له روسیې سره خپلې اړیکي ښې کړې دي، تر یوه بریده په ځینو برخو لکه د ناټو او امریکې له اوږد مهالو پوځي اډو سره د مخالفت په برخه کې د ایران او روسیې ملګرتیا خپله کړي او له دې لارې به پر ناټو خپل فشارونه نور هم سیوا کړي. پاکستان او ایران په شریکه غواړي روسیې او چین ته داسې مفکوره ورکړي چې امریکا په سیمه کې د جګړې د دوام او خپل پوځي حضور د دوام لپاره زمینې برابروي. په دې توګه دوی غواړي افغانستان د ناټو له خوا یوازې پرېښودل شي، څو د دوی تر اغېزې لاندې يو کمزوری هېواد وي.
تېره اونۍ د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې هېواد یې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له شتوالي سره مخالف دی او د ناټو موجودیت د سیمې هېوادنو لپاره یو ګواښ بولي. د پاکستان استخباراتي کړیو هم په وار وار ورته څرګندونې کړې دي.
پاکستان او ایران، روسیې ته هم د افغانستان په راتلونکي کې د پراخې ونډې وعدې ورکوي، څو روسیه او ملګري هېوادونه یې د ناټو پر وړاندې کلک دریځ غوره کړي. البته یاده طرحه په روسي چارواکو کې خپل پلویان او مخالفین لري. د روسیې ډېری چارواکي او کار پوهان پدې اند دي چې افغانستان ته بیا ستنېدل امکان نلري، خو د امریکې له اوږد مهاله پاتې کېدو سره ټول روسي چارواکي او سیاستپوهان مخالف دي.
له بلې خوا د هند لید لوری بیا له پاکستان او ایران سره پوره توپیر لري. هند نه غواړي ناټو او امریکا هغسې له افغانستان نه ووځي، چې پاکستان او ایران یې غواړي. هند سره داسې اندېښنې شته چې د ناټو او امریکا له وتو سره به افغانستان یو ځلې بیا د ترهګرو او پاکستان پلوو ګروپونو لاس ته ورشي او د سیمې او په ځانګړې توګه د هند امنیت به وننګوي. هند په افغانستان کې ډېرې لویې پانګونې هم کړې دي، د ساري په توګه د حاجيګک په کان کې هندي کنسرسیوم د لسو ملیاردو ډالرو په شا وخوا کې پانګونې ته ملا تړلې ده. دغه راز د ټاپي په پروژه کې د هندي کنسرسیوم شرکتونه د نورو لویو پانګونو اراده لري. پدې توګه د هند اقتصادي ګټې له افغانستان سره تړلې دي.
دغه راز د شانګهای تر ټولو بل مهم غړی چې چین دی، په افغانستان کې پر ډېرو مهمو پروژو پانګونه کړې ده. د لوګر د عینکو د مس کان او د شمال د نفتو او ګازو لویې پروژې د چین په پانګونه فعالېږي.
پدې توګه چین د هند په څېر له افغانستان سره شریکې ګټې موندلې دي او دا ګټې د افغانستان د سولې او ثبات په سیوري کې تر لاسه کېدای شي.
همدا لاملونه وو، چې پدې نږدې وختونو کې د هند او چین لومړي وزیرانو په نوي ډیلي کې د افغانستان پر سولې او ټیکاو خبرې وکړې او د افغانستان سوله او ثبات یې د سیمې او نړۍ په ګټه وباله.
چین اقتصادي سیالۍ ته پر پوځي او استخباراتي سیالیو لومړیتوب ورکوي اوله دې هم وېره لري چې په سیمه کې تاوتریخوالی او ترهګري د هغه هېواد امنیت او ثبات هم چېلنجوي.
پدې توګه د شانګهای تړون چې تردې دمه په ډېرو سیمه ییزو او نړیوالو مسئلو کې د واحد دریځ خاوند تړون دی، په راتلونکې کې به د لید لورو او سیاستونو له بېلوالي او اختلاف سره مخامخ وي، چې بې له شکه دغه تړون له کورني کړکېچ سره مخا مخ کوي.
له محور ورځپاڼې په منننې.