تاند، جمعه، د میزان ۲۶مه: د شانګهای سازمان د سیمه ییزې ترهګرۍ مخنیوي څانګې اجرائیوي مدیر ادعا کړې چې د تاجکستان د انصارالله ترهګره ډله په افغانستان کې د منځنۍ اسیا د ناامنه کولو لپاره په جلب و جذب بوخته ده.
جمعه خان غوثوف وايي، د انصارالله حزب اسلامي تاجکستان ډله د افغانستان په شمالي سیمو کې په خورا شدت د وسله والو په جلبولو بوخته ده تر څو منځنۍ اسیا کې ترهګریز فعالیتونه وکړي: (( دوی په شمالي سیمو کې خپل عملیات کوي او کوشش کوي چې خپل ځواکونه د دې هېواد په مختلفو برخو کې ځای پر ځای کړي.))
د ښاغلي غوثوف په خبره دا ډله له نړیوالو ترهګرو ډلو سره نږدې اړیکې لري او منځنۍ اسیا ته به له افغانستان څخه د ترهګرو د اړولو په برخه کې د پل رول ادا کړي.
تاجکستان په ۲۰۱۵ کال کې د انصارالله حزب اسلامي فعالیتونه په خپله خاوره کې منع اعلان کړل او دا ډله یې د ترهګر سازمان په توګه یاده کړه.