تاند، یکشنبه، د دلوې ۲۷مه: پېښوري سندرغاړي شاهسوار له تبلیغي توب څخه د موسیقۍ ډګر ته د بیرته راتلو په تړاو پر هغه کېدونکې نیوکې بې اساسه بللي او وایي، د تبلیغ تر څنګ به خپلو اولادونو ته د رزق ګټلو لپاره سندرو ته دوام ورکړي.
شاهسوار په یوه تازه ویډیو کې په هغو خلکو هم کلکې نیوکې کړي چې ورته یې ویلي، موږ پیسې درکوو خو بیا سندرو ته مه راځه: ((زه څه خیرات نه غواړم چې تاسو ماته د پیسو وړاندیزونه کوئ، که په رښتیا دغه پیسې ورکول غواړئ نو زموږ ډیر هنرمندان د بې وسۍ ژوند کوي، هغوی سره مرستې وکړئ.))
سندرغاړي شاهسوار تبلیغ ته د وخت ورکولو له امله له تیرو دوو کالو راهیسې سندرې پرېښې وې خو تیره اوونۍ بیا په ټولنیزو رسنیو راښکاره شو او ویې ویل هغه اوس غواړي یو ځل بیا سندرې پیل کړي.
د شاهسوار په دغه اعلان په ټولنیزو رسنیو خلکو هغه ته سپکې سپورې وویلې او حتی ځینو پکې ورته د پیسو ورکولو وړاندیزونه په دې موخه وکړل چې باید د دین د تبلیغ نه لاس وانه خلي.
خو شاهسوار وایي هغه د تبلیغ نه لاس نه دی اخستی بلکې غواړي د دین د تبلیغ ترڅنګ ددنیا چارې هم وکړي: ((نن چې کوم خلک ماته د پیسو وړاندیزونه کوي نو هغوی ته هغه بې وزله پښتانه هنرمندان، شاعران، لیکوالان یا تبلیغیان ولې نه ښکاري چې مرستو ته اړتیا لري.))
د شاهسوار په وینا: ((زه خو ډیر وړوکی فنکار یم، احمد ګل استاد څومره لویې فنکار دی، تاسو دا مرستې هغه سره ولې نه کوئ، زرڅانګه په خیمه کې ژوند کوي، دا پیسې هغې ته ولې نه ورکوئ، هدایت الله استاد مړ کیدلو خو چا ورسره مرستې نه کولې، خو چې مړ شو نو په درناوي کې یې غونډه راجوړه شوه.))
شاهسوار وایي هغه چې تیرو وختونو کې څنګه سندرې ویلې یا یې په فلمونو او سټیج په کوم انداز کار کاوه اوس به بیخي هغسې نه کوي او یوازې معیاري او صوفیانه کلامونه به وایي.