تاند- د طالبانو د قطر د دفتر ویاند وايي، امریکا باید له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو مهالوېش اعلان کړي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سُهیل شاهین له عرب نیوز سره په مرکه کې وویل، دواړو خواوو د مې د میاشتې په خبرو کې پرمختګ وکړ خو موافقه ونه شوه ځکه چې امریکایانو له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو مهالوېش اعلان نه کړ.

ده دا خبره د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د اووم پړاو خبرو په درشل کې وکړه.

شاهین هیله څرګنده کړه چې په اووم پړاو خبرو کې به نور پرمختګ هم وشي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی د مسلې حل د امریکایانو په لاس کې وباله، ویې ویل«هغوی باید د خپلو پوځیانو د ایستلو د مهالوېش په اړه پرېکړه وکړي. که دوی دا کار وکړي د افغانستان د شخړې بهرني اړخ حل کېږي.»

شاهین یو وار بیا په غیرمستقیم ډول اعتراف وکړ چې که امریکایان له افغانستانه ووځي هم جنګ ته به دوام ورکوي.

د طالبانو ویندوی وویل، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو مسله د طالب او امریکايي پلاوو د راتلونکي پړاو خبرو د اجنډا په سر کې ده او هرکله چې د امریکايي پوځیانو د وتلو مهالوېش اعلان شو، طالبان ژمنه کوي چې د افغانستان له خاورې څخه به د هیڅ هیواد پر ضد کار نه اخیستل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *