تاند، پنجشنبه، د حوت ۸مه: په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، له امریکا سره د سولې تړون تر لاسلیک وروسته به لومړی کار د ۶ زره طالب او افغان حکومتي بندیانو تبادله وي.
طالب ویاند سهیل شاهین د دوحې دفتر کې رسنیو ته تایید کړې چې دوی به له امریکا سره تر هوکړې وروسته بین الافغاني مذاکرات پيل کړي، خو په وینا یې چې په دې برخه کې د باور جوړونې فضا رامنځته کول او په اړه یې اقدامات نهایت اړین دي.
شاهین ویلي، افغان حکومت به د دغې فضا د رامنځته کولو لپاره ۵ زره طالب بندیان خوشې کوي چې په مقابل کې به یې طالبان هم زر تنه افغان پولیس، پوځیان او نور حکومتي کسان ورخوشې کوي.
نوموړي همدا راز ویلي، چې د سولې تړون به د طالبانو په استازیتوب ملا غني برادر د ۲۶ هېوادونو د استازو په حضور کې راتلونکې شنبه له امریکا سره لاسلیکوي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو لخوا په ټول افغانستان کې د تاوتریخوالي د کموالي اوونۍ روانه ده چې په اړه یې افغان او امریکايي چارواکو تر دې دمه څرګنده خوشبیني نه ده ښودلې بلکې ویلي یې دي وبه ویني چې طالبان تر اخره په دې اوونۍ کې خپلې ژمنې پلې کوي که نه؟ بیا به ورسره تړون لاسلیکوي.
باید طالبان هم د ښکته پښتنو د ظلم په وړاندی غبرګون وښآیی چی د وزیرستان او پښتونخوا ولس کافر دی که د پنجاب پوځ ظالم دی
ترڅو افغان ولس پوه شی چی تاسی په رښتیا د پاکستان تر محاصری او تاثیر لاندی نه یاست
ټول ولس غواړی چی باید بندیان پریښودل شی ځکه بندیخانه نوم بد دی نو پاتی شو وخت تیرول مګر ټول ولس دا وایی چی افغان دولت او نړیواله ټولنه باید له پاکستان دا تضمین واخلی چی پاکستان به په سیمه او افغانستان کی هیڅ نظامی او سیاسی ډلی مالی او سیاسی ملاتړ نه کوی او ددی خبری له تایید وروسته برتانیه یا چین او یا هم پخپله امریکا د پاکستان د همدی خبری ضمانت کوی ځکه افغان ولس او افغان دولت د پاکستان په هیڅ خبری باور نشی کولی او نه په تاریخ کی کړی دی
ځکه یوځل وایی چی افغان طالبان په پاکستان کی نشته بیا چی کله امریکا ورته اسناد وښایی بیا وایی چی موږ نشو کولای چی طالبان هم ووژنو او هم سولی ته وهڅوو
کله کله وایی چی موږ نشو کولای نورو لپاره موږ په خپله خاوره کی د طالبانوپر ضد ګام پورته کړو
پدی اوس وخت کی وایی چی کیدا شی وی هغه هم د افغان مهاجرو کمپونو کی
د نړیوال ټولنی د مهاجرو کمشنر وایی چی افغان مهاجر باید په زور ونه ویستل شی نو لدی معلومیږی چی همدا بین الملل هم غواړی چی افغان ولس د تل لپاره ووژل شی او دوی تنها راپور نشر کړی چی دومره افغانان ماشومان او ښځی او نظامی ځواکونه طالبانو په انتحار کی وژل شوی او دومره اندازه افغان ځواکونو او همدارنګه د امریکا ړندو بمباریو کی وژل شو
یعنی بین المللی سازمان اوس د نشراتو د اداری مسولیت ځانته غوره کړی مګر پدی هم پوهیږی چی امریکا پیسی ورکوی او پاکستان بیا دهمدی افغان ولس وژلو کی له همدی جنګی ډلو ټپلو څخه پدی ۴۰ یا ۱۹ کالو کی کار اخیستی او ځان بیرته سپین چرګ کړی چی هر څه افغانان کوی یعنی که طالب یا افغان نظامی ځواک یی کوی دواړه افغانان دی د امریکا او پاکستان پکی کار نشته
نه داسی خو یی ملت نه درسره منی ، ستاسو او د آمریکا د پټو خبرو او تړون نه وروسته اول قدم به د مکمل اوربند دوام داره کول وی دوهم قدم به د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت سره د صلحی مذاکرات او تړون وی .
نه داسی یی ملت نه درسره منی ! باید د ملت دغوښتنو په ژبه و غږیږی نه د پردیو په ژبه ! د امریکا او پاکستان سره د پټو خبرو او د امریکا سره د ….تړون نه وروسته به اول مکمل اوربند ته غلړه ایږدی ، به دوهم قدم کی به دافغانستان د اسلامی جمهوری دولت سره مذاکراتو ته غاړه ایږدی ، چه البته په دغه مذاکراتو کی به دنورو موضوعاتو تر څنګ لکه د غیر قانونی وسلو خبره ، او …… .. د زندانیانو د تبادلی خبره هم راشی . کله چه په ټولو اړونده مسائلوباندی توافق راځی ، د زندانیانو مسئله به هم حل وی ، بیا به نو د صلحی تړون د لاسلیک مرحله راځی . خو اوربند به په مکمل طور جاری وی او د صلحی د ټړون نه وروسته به دوامداره اوربند په دایمی اوربند باندی تبدیلیژی
د افغانانو خپل منځي مذاکراتو په هکله یو څو وړاندیزونه
د سولې د موافقتنامې لاسلیک کول د متخاصمو لوریو ترمنځ تر ټولو ښه خبر دی.
اما مخکې تر دې چې د دواړو خواوو بندیان خوشې شي ، باید د اوربند د دوام په اعلان سره د اعتماد فضا رامنځ ته شي .
د افغانانو ترمنځ صمیمانه او د وروري په فضا کې خبرې پیل شي ، یو پر بل د تورونو له لګولو نه ډډه وشي .
د دواړو خواوو په زندانونو کې صرف مظلوم افغانان پراته دي او د هغوي د آزادولو لپاره ګام په ګام حسن نیت وښودل شي.
تر ټولو مخکې په موجوده اساسي قانون دې اتفاق وکړي که کوم جهت د هغه پرحکمونو ، مادو او بندونو اعتراض لري هغه به په راتلونکې کې د قانونې اجراآتو په لړ کې لکه لویه جرګه او ریفرندوم سره حل وفصل کړي.
د کورونو بمباري ، د لویو لارو ، پلونو ، ښونځیو ، فابریکو ، د اوبو بندونه او د برښنا تاسیسات ، روغتونو او نور عامه تاسیساتو ورانول د ټولو افغانانو په ضرر او تاوان دي. ګټه یې یواځې د هېواد دښمنانو ته رسیږي. باید ټول متخاصم طرفونه د هغو د ساتلو لپاره توافق وکړي.
د افغانانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو ټیم باید مختصر ، فشرده ، متخصص او په کار پوه وي . دوی باید د افغانستان ملي ګټو ، ملي حاکمیت ، مځکنۍ بشپړتیا ، افغاني او اسلامي اصولو او ارزښتونو ته وفاداره وي. هیله ده د یوه اوږده لست او بې مانا ، مخربو ، وطن او ولس ته د مضرو اشخاصو له شاملولو ډډه وشي.
د مذاکراتو جریان د یوې واحدې مسلکي ادارې لکه د سولې وزارت له خوا رهبري ، انسجام او په دولت کې د مسوولو کسانو سره د مشورې لپاره ګزارش ورکړل شي .
د امکان تر حده بین الافغاني مذاکرات په خپله د افغانانو له خوا تنظیم او د پردیو خصوصا د ګاونډیو هېوادونو له مداخلو نه لرې وساتل شي. که احیانا د نورو هېوادونو او موسسو مرستې او همکاري ته ضرورت احساس شي بیا د د اسلامي هېوادونو له سازمان ، ملګرو ملتونو ، اروپایي اتحاديې او یا نورو بېطرفه او سوله دوستو هېوادنو داسې مرستې وغوښتل شي.
په پای کې هیله من یم د افغانستان سیاسي مشران او د سولې د هیئت استازي د ګران افغانستان د راتلونکي لپاره داسې یو قوي او مضبوط تهداب کېږدي چې بیا هېڅکله افغانان د پردیو د مداخلې او د ورور وژنې جګړو ښکار نه شي .
حضرت سهاک
دا هغه ډله ده چې مجاهد ولس او حکومت ته ګوډاګی وايي،خو په اصل کې خپله د امریکا بچيان دي چې اوس يو د څو مياشتو مسلمان يې غونډې ته بللی د افغانستان له ټول مسلمانان ملت نه برابر بولي خو د لکونو افغانانو اسلاميت ورته بې ارزښته ده.