تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰مه: طالب سیاسي ویاند سهیل شاهین نیوکه کړې چې بین الافغاني مذاکراتو لپاره د اقغان حکومت د پلاوي نومونه پټ ساتل شوي دي.
نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د افغاني مذاکراتو لپاره جهتونو د پلاوي نومونو پټ ساتل یا د اختلاف له کبله دي یا هم دا لیست له یوې خاصې کړۍ سره دی.
شاهینچې اشاره یې د افغان حکومت پر خوا ښکاري وایي، دا کړۍ نه د سیاسي جهتونو غړي په پلاوي کې مني او نه هم د پریکړې واک یا د ګوندونو ملاتړ له ځانه سره لري.
دا په داسې حال کې ده چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د اسد په ۹ مه اعلان وکړ چې له ټولو لوریو یې ۱۵ کسیز مذاکراتي پلاوی تشکیل کړی دی او ټول اړخونه یې په کې سنجولي دي.
خو یاد وزارت تر اوسه د دغو کسانو نومونه خپاره نه کړل.
ټاکل شوې چې له امریکا سره د طالبانو له هوکړې وروسته افغاني مذاکرات د ناروې په اوسلو کې پیل شي هغه څه چې ناروې یې کوربه توب ته له المان سره په ګډه وار د مخه چمتووالی ښودلی دی.