تاند، جمعه، د جدي ۲۰مه: په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، د ایران او امریکا تر منځ روان بحران به د افغان سولې پر پروسه منفي اغېز ونکړي، بلکې په دې اړه اندیښنې بیځایه دي
سهیل شاهین د امریکا غږ له انګلیسي څانګې سره په مرکه کې ویلي، وروستي تحولات د افغان سولې پر پروسه منفي اغېز نه لري ځکه د ه په وینا د سولې هوکړه نهايي شوې او یوازې لاسلیک ته پاتې ده.
شاهین دغه څرګندونې څو ورځې وروسته له هغه کوي، چې امریکا یو لوړپوړی قومندان وواژه او ایران یې په ځواب کې د عراق په خاوره امریکایي دوه اډې وویشتې.
د ایران او امریکا تر منځ د وروستیو بحرانونو له پیل راپدېخوا یو شمېر شنونکو اندېښنه ښودله، چې ښايي دا بدلونونه د افغان سولې مسیر بدل کړي.
دا اندېښنې هغه وخت نورې هم باوري شوې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو ایران په افغانستان کې د طالبانو او القاعدې په ملاتړ تورن کړ او له ایران سره د طالبانو اړیکې یې د سولې د پروسې لپاره زیانمنوونکې یادې کړي.