تاند، پنجشنبه، د اسد ۱۰: د طالبانو سیاسي ویاند سهیل شاهین هیله ښودلې چې راتلونکې اوونۍ به د طالبانو او امریکا تر منځ په افغانستان کې د جګړې د ختمولو تړون لاسلیک شي.
شاهین نن رسنیو ته په خبرو کې ویلي، د سولې خبرې نهايي شوې دي او هیله شته چې په دې اړه تړون هم راتلونکې اوونۍ د طالب او امریکايي استازو ترمنځ لاسلیک شي.
له بلې خوا خلیلزاد هم چې قطر ته په سفر پرون له کابله وتلی دی، له طالبانو سره د تړون د لاسلیکیدو د احتمال خبر ورکړی دی.
ویل کېږي طالبانو له امریکا سره هوکړه کړې چې له هر ځایه بهرني ځواکونه وځي دوی به هلته اوربند کوي او دا پروسه به تر اخره روانه وي.
په همدې حال کې د طالبانو یوې سرچینې خبر ورکړی چې قوي احتمال شته چې درې ورځې وروسته د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شي.
امریکايي او طالب استازو تر اوسه په شاوخوا لسو میاشتو کې اووه ناستې کړې دي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو، له افغانستانه د ترهګریز ګواښ د نه پېښېدلو، افغاني مذاکراتو او اوربند په تړاو بحثونه په کې شوې دي.
طالبانو ویلي، د امریکا لخوا د وتلو د مهالویش له اعلان سره سم له افغان لوري سره هم خبرې پيلوي.
بلخو کابل هم ویلي چې خبرو ته یې ۱۵ کسیز پلاوی ټاکلی او دوه اوونۍ وروسته به یې له طالبانو سره مخامخ خبرې پيل شي.
دا په تیزی سره او په پټه سوله را ته د ۱۹۹۲ کال انډوخر ، ملکو الطوافی او یو بل وژل ښکاری. نو دا ځل به نو یا چین یا ایران او یا هند دغی د مسابقی میدان ته راکش کړل شی او مشهور جیزګران (ملل متحد ) به تری ټیکټانه ټولوی او پاکستان به پکی خپله دلالی کوی. د افغانانو ګلم به د د وی په مسابقه کی بیا ټوټی ټوتی شی او بچی به یی تر پښو لاندی شی .