تاند، چهار شنبه، د میزان ۳مه: د شاهین ۲۰۹ نمبر قول اردو قومندان جنرال ولي احمدزی ادعا کوي چې په تېرو ۶ میاشتو کې یې ځواکونو په شمالي ولایتونو کې د بهرنیو مشاورینو او قومندانانو په ګډون  ۱۸۰۰ ترهګر وژلي او ۱۵۰۰ نور ټپیان دي.

 ښاغلي احمدزي دا خبرې نن انتخاباتو لپاره د امنیتي تدابیرو د ټینګښت په اړه خبري کنفرانس ته کړې دي او وايي، په شمال کې یې له بریالیو جګړه ییزو او چاڼیزو عملیاتو وروسته ټولو مرکزونو ته حساس مواد په بریالیتوب سره رسولي دي.

 نوموړی وايي، له یوې میاشتې راهیسې یې د بلخ – جوزجان لویې لارې د تصفیې عملیات کړي دي او په شمالي ولایتونو کې یې د لارو د امنیت ساتلو لپاره ۱۳ ستر بېزونه اچولي دي.

نوموړی دوه کاله وروسته له طالبانو څخه د فاریاب بلچراغ ولسوالۍ بیرته نیول خپله مهمه لاسته راوړنه بولي او وايي د اندخوی – میمنې د لارې د خلاصون لپاره به هم ډېر ژر عملیات پيل کړي.

One thought on “شاهین قول اردو: ۶ میاشتو کې مو ۱۸۰۰ ترهګر وژلي دي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *