تاند: د طالبانو سیاسي ویاند سهېل شاهین د امریکا د ولسمشر ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون ویلي، تر څو چې افغانستان کې اشغال ختم نه شي، سوله نه شي راتللای.

ټرمپ له فاکس نیوز سره پرون پنجشنبه وویل، د سولې له هوکړې وروسته به هم افغانستان کې ۸۶۰۰ سرتېري پرېږدي، خو طالب ویاند سهېل شاهین بیا په دې تړاو نن جمعه په دوحه کې خبریالانو ته ویلي، له امریکايي لوري سره خبرې په دې روانې دي چې څنګه د ده په وینا اشغال پای ته ورسول شي؟ خو په وینا یې که امریکا د وتلو تابیا نه لري نو سوله هم نشي راتلای.

شاهین ویلي، د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو په تړاو له هیچا سره هیڅ ډول معامله نه مني.

دا په داسې حال کې ده چې نن نهمه ورځ ده چې په قطر کې له طالب مشرانو سره د خلیلزاد خبرې روانې دي.

دواړو لوریو ویلي، هڅه کوي د امریکايي ځواکونو د وتلو او امریکا ته د ترهګریز ګواښ نه پېښېدلو په اړه هوکړه نهايي کړي.

په دې خبرو کې د طالبانو تر ټولو مهمه غوښتنه دا ده چې امریکا دې له افغانستانه د خپلو ټولو پوځیانو د ایستلو لپاره مهالوېش اعلان کړي.

4 thoughts on “شاهین: که امریکایان نه وځي نو سوله هم ممکنه نه ده”
  1. دا خو هسې د کوم سپي زوی دی. دده لعنتي يوه خبره هم د افغانستان په ګټه نه ده. دی او دلال ملا عباس باید دواړه د اسامه په سر نوشت دچار شي.

  2. د ښاغلی فهیم د احساساتو د ستائنی په ترڅ کی باید وویل سی چی په کابل کی ناست د طالب خواخوږی( مطمئمن او وحید مژده او نور ) هم په لجاجت او حماقت او مزدوری کی تر شاهین په کمه نه دی
    که زه په کابل کی اوسیدلای او په کوم تلویزیونی بانډار کی د وحید مژده مخته ناست وای نو به می مژده بد ډول څنډلی وای البته نه په سپکو بلکه په پاخه منطق او استدلال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *